ادبي لیکني

د تورې سپۍ دوه وروستي کونګري«لنډه کيسه»

خالق رشيد

زما نیکه د خدای وبښې،  یوکال زموږ پرکلي باندې د بارانو نو او سیلابونو له لاسه ډیره بده ورځ راغله، ګرده ورځ به دی و او جومات ، دی به و او د قرآن شریف تلاوت، دی به و اودعاوې ، کله کله خو به دومره په قهرشو چې د نه ویلو تیرې زیاتې به یې ترخولې راووتې ، داسې چې زموږ پر بدن به یې سړه لړزه  راوسته ، خو موږ به یوازې دده خبره اوریده او ځانونه به مو دده د قهرپرمهال غلي نیولي وو، ځکه بیریدو  چې اوس داخپل ډک زړه  یوځلې پرموږ را تش نه کړي، آسمان ته یې وکتل، چې د ړنګۍ او تتې وریځې غونډاري به ورښکاره شو، نو بیا به یې ترخوله راووتل :

ـ خدایه ته یې وچه تیږه کړې ،چې څاڅکې هم په سترګو ونه وینو …

په هغه کال زموږ پرکلي باندې پرله پسې بارانو اوسیلابو ښې نخرې وکړې ، کښتونه ګرد سیلاب یو وړل ، کورونه رنګ شول  اوخلکو د ناستی لباره ځای نه درلود. نورکالونه به موږ دعاوې کولې چې بارانونه وشي، خو په هغه کال به زیاتره زموږ کلیوال په دې خاطر لاس په دغاوو چې بارانونه ودریږي او وریخې د لمر له مخې په نورو خواوو وکوچیږي. مو ږ زیاتې دعاوې وکړې ، له ډیرو دعاوو وروسته وریځې لرې شوې او بارانونه په و چه تیږه واوښتل.

د خدای کارونه وو، داوړي په منځ کې وچکالي شوه ، خو کلیوالو چې د بارانو درزونه لیدلي وو ، ګردو ځانونه نه پوهول او هرڅه یې دخدای رضا ته سپارلي وو. زما نیکه هم اوس آسمان ته نه کتل، او نه یې ویل چې څنګه ده او څنګه شوه …

دبارانو او سیلابو غمونه لا نه وو هیرشوی چې زما نیکه ته بیا خدای یو بل نوی غم ور دغاړې کړ، په هم هغه کال ، زموږ د ګاونډي یوې خوروړې  تورې سپۍ  په یو وار  اووه که آته کونګري وزیږول ، دا زموږ د کلیوالو لپاره یو نوي سردرد شو ، ځکه ګرده شپه به دهغو کوړنجا کلی په سر اخیستی و، دحیرانتیا خبره خو داوه چې په دې ګردو کونکریو کې یوازې یوه کونکرۍ وه ا ونورټول کونکري وو. زموږ په کلي کې له پخوا داخبره وه چې  نارینه سپی ښه وي ځکه چې دوی کولای شي ، د کلي مالونه او رمې له لیوان او غلو وساتي . همداوجه وه چې ګردو یې هرڅه ته غاړه ایښې وه ، یوازې زما نیکه به کلبوالو ته داخبره کوله چې  د ډیرو سپیو ساتل ښه نه دي ، په هغه ځای کې جې سپي اوپشیانې زیات وي ، هلته دملایکو تګ راتګ ، شور وشرنګ او برکت نه وي . دویمه خبره داوه چې دغه کونګري ټول نارینه دي ، چې لږ را لویکي شي ، نو اول خو به په یوه اوبل وربلوسي ، هرچا چې هریوپه خپل ګروت کې ونیو، بیا په دې نه پوهیږي چې داد محراب خان تورې سپۍ زیږولی او ټول دهغې بچیان دي …

خو کلیوالو به بیا دا یوه هم نه ورسره منله ، ځکه چې هریوه اوس دهغو یویو په خپلو نومونوکړي ول ، ان هغه مهال چې یې لا لکۍ او غوږونه هم نه وو ورباندې پرې کړي ، دهرچا هغه معلوم و، ځکه زما د نیکه خبره  چا نه اوریده  او کلي  دتورې سپۍ کونګریو په سر واخیست.

زموږ ګاونډي  محراب خان نه ښه ویل او نه بد ، هغه یوازې یوه ټکي ته خوشاله و چې هرځای او په هرکلي کې همداخبره کیده چې :

–  د محراب خان سپۍ… او دمحراب خان کونګري … رښتیا هم محراب خان اوس هرچا پیژاند او هرځای دده نوم و اودده د کونګریو ، دمحراب خان پلار اونیکه هم چاته نه وول معلوم ، یوازي دی و او دده دا اوسني له سپیو سره تړلی نوم …

تردغه کال پورې زموږ کلیوالو دیوه او بل خبره اوریده ، دهریوه او هرکلیوال ځای په کلي او جومات کې معلوم و ، په ژمي به چې زموږ جومات تود شو، بیا نو ترپسرلي پورې هغه زموږ د زده کړو ښوونځي او روزنځی و ، زما نیکه به چې په خبرو راغی ، په خپلو خبرو کې به یې دنیا داسې سره ګزوله او لنډوله چې نن سبا دهغو شان خبرو ویونکو ته فیلسوفان وايی ، خو ده ان هغه وخت زموږ په هغه خاورین اوخټین کلي کې تر فیلسوفانو هم درنې او پخي خبرې کولې ، عبدالحکیم لالا ان هغه وخت په کلي اوکور کې په شاعر نامتو و ، چا به یې چې عزت ونه کړ، اویابه چې چا په کلي کورکې ناوړه کار وکړ، دده شعر به ور پسې روان و ، او زمزمې به یې هلته او دلته دهرچا ترخو لو اوریدل کیدې، ان چې کله کله به یې سندرهم ویلي ، داسې چې دده په ښکلي غږ کې به یې ارواوې ژړولې … په نیمو شپو را ووت له ځان سره به ناست او لنډۍ به یې ویلي ، زما ښه په یاد دي چې کله به ده په کوم نیمه شپه  سندرې ویلي نو په دغې لنډۍ به یې پیل کوله:

د نیمو شپو پرکلي راغلم ،

په خو ب ولیده آشنا به څوک را ویښوینه …

ان له هم هغه وخته زما دالنډۍ په یاد ده ، اوس  لږ لږ پرې پوه شوی یم چې حکیم لالا به هغه لنډۍ په هغه وخت کې ولې ویله ؟

دسیلابو او بارانو په کال زموږ دکلي ټول مشران خدای له موږه واخیستل ، زما نیکه هم په هم هغه کال مړشو ، دحکیم لالا به جنازه پسې هم زموږ اوښکې توېی شوې ، دکلي لوی ملا عبدالمنان هم له دغې نړۍ سترګې په پربله کړې ، همداوجه وه چې اوس نو هره ورځ موږ په نوي ملا اونوي طالب پسې دخدای لپاره نیتونه تړل ځکه چې چاره نه وه …

هغوی ټول په هغه کال د باک الله په امر په خپلو خپلو لارو لاړل ، کلی پاتې شو او دمحراب خان د سپۍ کونګري …

کونګري یو پربل پسې په لویدو شول ، محراب خان ته خدای بي ښه او بده ورکړې وه ، ځکه پخوایي یوازې سپۍ په نامه وه ، او س دا یو ګله نور هم دده په نامه باندې یادیدل …

زمو ږ پرکلي باندې لویه لار تیره وه ، پخوا به لارویان دکلا د دروازې دمخې پر لاره تیریدل ، که به ستومانه وو، دکلا په مخ کې به یې دچای او چلم خدمت نه قضا کیده، خو اوس به لارویانو ته زموږ ترکلی مخکې کلې کې  داخبر  ورکول کیده چې د کلي دمخ پرلاره ولاړ نه شي ، بلکی دکلي پرشا چې کومه لاره تیره وه  پرهغې باندې باید ولاړشي، ځکه لارویانو ته به هم هرچا په لاره کې مخکې تردې چې زموږ کلي ته راوسیږي داخبره کوله چې  د محراب خان سپۍ  سږ بد خوروړي کونګري زیږولي ، ګرده په یوه وار لکه برښنا پر لاروي باندې را دانګي…

داخبره سمه وه ، ځکه موږ چې هرچیرې خپل ، خپلوان درلودل ، هغوی هم زموږ له کلي پښه ونیوه ، کله به موچې پوښتنه ترې وکړه ، دوی به هم دمحراب خان د کونګریو د ډارخبره کوله ، داخو لاڅه کوې چې زموږ کلیوال هم دوې ، دری ورځي چیرې نه شوای مساپرکیدای، ځکه دمحراب خان کونګري په داسې لیونۍنشه کې شول ، چې  دوې ، دری ورځي به یې کلیوال هم پرله پسې ونه لیدل ، او بیا به یو په یو را څرګند شول ، نویو یرغل خو به خامخاپرې کیده ، په تیره بیا چې که به کوم کلیوال په ټوکو ، هم دشکارلو قومانده ورکړه ، هو د شکارلو :   وش کیشکیش … مه یي پریږده … !

زموږ کلي کرار کرار همداسې یو ګړی ا و یوازې پاتې شو ، آن چې په مرګ او ژوند کې هم چا زموږ د ښو او بدو پوښتنه نه کوله ، یو وارې ، سیدبی بی مړه شوه ، جنازه یې څوتنو په ډیره سختۍ سره تر هدیرې پورې ورسوله ، بل وار علم اکا مړشو، دومره څوک نه وو چې دهغه خیرات یې خوړلی وای اودعایی ورپسې کړې وای ، داټولې او دې ته ورته نورې بدمرغۍ او ستونزې وې چې زموږ دکلي لمنه یې نیولې وه ، همداوه چې اوس به هروخت ټولو به یو ځای او بل ځای زما د نیکه خبره یادوله :

ـ ملک دې خدای وبښې هغه رښتیا ویل چې دډیرو سپیو  ساتل د ملایکو ګوزر  زموږ له کلي چپوي …

خو اوس نه یوازې دملایکو لاره زموږ پرخوا نه وه ، او که وه هم ، نویوازې له عزرایله پرته بل چا پردغه لاره باندې تګ را تګ ته زړه نه ښه کاوه …

  «««

دمحراب خان د سپۍ لورینه وه چې هر چا او هرګاونډي ته ترې یو یو کونګری ورسید او په کلي کې د کونګریو سیالي پیل شوه ، دغلم اکا زامنو به ګرد کال خواري مزدوري کوله ، یو ګوله ډوډۍ به یې چې پیداکړه ، هغه به یې په سپیو خوړله ، هغه یې تر ځان او اولاد نازولي ساتل ، یوخویې یوځل چې جنګولي و، په ټولو کې نامي شوي و او ټول سیال سپي یې لرکړي وو .  دمحراب خان زوي خو ځکه د سپیو ښه عزت کاوه چې له پلاره دا میراث ورته پاتې و ، او نورو ته یې ددې چل ښودنه هم له پلاره زده کړې وه او دهغه په ویاړونو کې راتله ، هو، هرچا همداسې یو ه یوه ښه یا بده وړتیا درلوده چې  اوس یې یو یوسپي دځان حق باله …

زموږ کلی د غرونو په منځ کې د یوې هسکې پرسر پروت دی ، په لمنه کې یې زموږ دکلي ستړی ستومانه سنید کله کله لیونی لیونی کیده ،  مازدیګر مازدیګر به یي پرغاړه دنګو او سالو والو پیغلو یوه بله په موټي موتي اوبوباندې سره ویشتې ، او مازدیګری به یې په خنداوو ستړی کول ، په هغو شپو ورځو کې چې دمحراب خان سپۍ زموږ کلي ته غمونه نه وو را وړي ، زموږ کلي هم په آرامۍ کې ساه ایستله ،زموږ دکلي له ځوانانو څخه په هغو شپو ورځو کې دملاقادر یوازنۍ سرټکونه داوه چې هلکانو ته پلرونه څه نه وايي ، ټوله ورځ خوسی کوي ، او بیډۍ ګټې، اوپه توپ دڼده سره اخته وي ، خو اوس چې دسپیوجنګولو شپې وې ، پلرونه خو څه کوې چې ملاقادر اخوند هم پرخوله لاس نیولی و، ځکه چې چایي پرخوله پیازهم نه خوړ، سپي جنګونه ، دلاری د سر پرمساپرو دسپیو یرغل، دانو زموږ دهغه کلې چې کیسه مې یې درته وکړه ، اوس ورځنۍ بوختیاوې وې ،هرچا به له  لرې لرې ځایونو سپي را وستل او دلته به یې جنګول ، کرار کرار خبره دې ته ورسیده چې زموږ زیات کلیوال هم په دغو بدمرغیو کې سره ووژل شول ، خو دسپي لوبو (سګ بازۍ ) میدان هماغسې تود و. په کلي کې دسپیودهنګامې او چتیا ، زموږ د کلي د زوال او سر ټیټتیا پیل و ، ځکه اوس زموږ په کلي کې پرته له دې چې د یوه ا وبل دسپی کیسې خورې وې ، نور ویاړ اوڅه  نه وو، جالبه خو لا داشوه چې محراب خان هم یوسهار د اوداسه پر سر همدغو خپلو سپیو چې دهرڅه ویاړ یې ده ته رسیده  وداړه ، په میاشتو میاشتو په کورکې ولوید،  خدای شته چې دمحراب خان پیښې لږ او ډیر زموږ د کلیوالو سرته عقل ور ووست، او دکلي دبدمرغۍ په سپیره ښکالو باندې پوه شول  ، خو داچې زیاتره کلیوال او س لکه رانده د مردارو اوبو پرډنډ ور لاشوي وو، نو له شرمه یې یویو غړپ هم باید ترې کړې و څویې نندارچیانو ته ښودلي وای چې دوی ګواکي ړانده نه دي…

زموږ په کلي کې اوس هیچا هم دانه ویل چې داسپی ښه دي ، دابه زموږ مالونه له لیوانو وژغوري ،ځکه د روز الدین اکا خر خو دهمدغو سپیو په شور ماشور کې لیوانو پرهوا کړ، هغه خر چې د دوی لاس او پښه و، پرهغه ورځ یې چې میرمنې دهغه له لیوانو پاتي شوې مړزګی ننداره کوله ، هم یې ورته ژړلی یې وو ، او هم  داسې ښکاریده چې په هم هغه ورځ یې بي ننګه سپیو ته یوڅه شونډې هم چیچلې وې …

څو ورځې وروسته دعلم آکا د زوي نامي سپی لیونی شو ، دوې ښځې او دوه ماشومان خو دهغه له داړلو وروسته د مرګي میلمانه شول ، ورپسې د سردارخان هغه لیونی شو، څو غواوې او امیرګل آکا هغه وداړل چې تر ډاکتر پورې ونه رسید، همداسې دخدای کارونه ول چې په سپیو لیونتوب را ولګید، خو هیچا هم باور نه کاوه ، چې د دوی نازولو سپیو ته ور نژدې کیدل مرګ ته په لوی لاس هرکلی ویل دي، یو ه خوا  خو زموږ دکلیوالو ناپوهي وه او بله خوا په سپو دومره مینه چی هیڅوک هم په دې باور نه وو چې د (لیوني سپي ) داړل ، به یو په یو لسګونه جنازې زموږ له کلي باسې …

په پټه کې ددې ټولو مرګونو پړه د روز الدین اکا پرمیرمن ور اچول شوې وه ، ځکه چې ټولو به همدا ویل چې هغې دخپل خره  له لاسه ورکولو وروسته دغو بی ننګو سپیو ته خپلې شونډې تر غاښو لاندې کړې وې ، ټو لو همدا ویل چې دې سپیو ته کوم څه  په ډوډۍ کې ورکړی ځکه لیوني شول  او کلیوال یې وداړل ، یوه یوه خو به داهم ویل چې زموږ خو هرڅه ، زموږ دکلي هرڅه په سپیو  او دهغو په اتلولي ؟  پورې تړلي وو ، دوی به سره ویل چې که دا سپي نه وي په والله که بیا زموږ د کلي نوم هم څو ک واخلي …

دسپیوغم هرچا کاوه او هرڅه یې په هغو پورې تړل ، خو داچې زموږ نیم کلي برباد شوی و او جنازه په جنازه پسې ترې وتله ، دې ته له برام خان اکا پرته دبل چا  ژړا هم نه راتله ، برام خان اکا زما د نیکه همزولي و،  د دوی دواړو ځایونه په جومات کې معلوم وو، هو، په جومات کې !  هغه مهال چې زموږ جومات لا دشهادت جام نه وڅښلی ، دهرچا ځای په کې معلوم و، برام خان اکا دکلي په هرشي باندې خبر و، او دا اوږده کیسه يی ګرده ګام په ګام په کلي کې ، پرکلي باندې څارلې وه ، هغه مهال چي د سپیو د لیونتوب اومرګ لړۍ روانه وه ، یو ه ورځ چا داخبره هم خوره کړه :

ـ برام خان اکا په سکښتی کفن پروت دی ،

موږ یوڅوګوډ او ړانده  چي په کلي کې دچا خبره  (دسپیو او سړو ) په ښکیل تقدیر ته سترګې په لار وو، ورغلو ، هغه په رښتیا هم په سکښتي کفن پروت و ، خو له خبرو لا نه و لویدلی ، ځکه یې همدا ترخوله راوته :

(سپي … سپي … لیوني … سپی باید مړه شي . کلي … کلی … همدغو )

دبرام خان اکا دغه حالت موږ ته ژړا راوستې وه ، ژړل مو، زما د سلګیو آواز یې واورید، سترګې یې را پورته کړې ، لمر د کړکۍ له هندارې دده پرمخ را لویدلی و ، ویي رپولې ، خو ترهغو یې چي خپل وچ کلک لاس خپلو سترګو ته ونه نیو ، زه یې نه لیدم ، کله یې چې پرما سترګې  ولګیدې ، ډیرنارامه شو، لاس یې را اوږد کړ  او زما سریې په خپل ریږدیدلی لاس کې ونیو:

ـ ملک دي خدای وبښي ، هغه رښتیا ویل چې د ډیرو سپیو ساتل ، زموږله کلي دملایکو ګوزر چپوي …

ده لا خپله خبره پای ته نه وه رسولې چې کوم یو غږ پرې وکړ :

ـ دمحراب خان تورې سپۍ سږ بیا دوه نور زیږولي…

اکا بیا حیران حیران ورته وکتل کله چې درد ورغئ ، په زوره یې ترخوله راووتل :

ـ پسات همدغې جوړ کړی … هو همدغې …

څو شیبي په فکرکې لاړ  ، بیرته یې دخپلې خبرې دوام سره وویل :

ـ خدای لوی پاچا دی، د دې دوو په اړه یې هم فکرمه کوئ ،  ترهغو چې د داړولو کیږي، دوی به هم پرهغو نورو پسې ځي … لیونتوب بد شي …

لمر یې سترګې بریښولې، موږ په هغه ورخ ترډیرو پورې ورسره وو ، دوې ورځي وروسته د برام خان اکا جنازه هم زموږ دکلیوالو په  لسګونو… سلګونو … او زرګونو هغو پسې زموږ له کلي ووته ؟ خو دسپیو د لیونتوب اومرګ سلسله لا روانه وه ، اوموږ څو ګوډو ړندو چي تقدیر تراوسه هم دهغو له شر او څپاوه ژغورلي وو، شپه او ورځ د برام خان آکا وروستۍ دعا په خپلو سره ویله :

ـ خدای لوی پا چا دی … خدای لوی پاچا دي …

نوی ډیلی

۱۳۷۷ کال دغوایی میاشت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x