نظــر

دپوهانوغریب اظهارات/ سید شریف

څه وخت مخکي  مي  ددووپوهانو!! دستراتیژیکومطالعاتودمرکزمشر(غلام جیلاني ځواک )اودعلومواکاډمۍ مشاور(څېړندوی حبیب الله رفیع)  عجیب اوغریب اظهارات واوریدل ،دواړو پوهانو دیوې  راډیوسره په قطرکي دطالبانوددفتراړوندمسایلوباندي سرخوږاوه  .

له ځواک څخه خبریال وپوښتل  : همداچي امریکا نن له هغوطالبانوسره چي  دله منځته وړلوهوډیې کړی ؤاوس خبروته کښېني که هماغه مهال  همداسي کارته  چمتوشوې وای دومره ډیرزیانونه به چي  اوس امریکااوافغانانوته  واوښتل نه ورامنځته شوي ، که څنګه ؟ !

ځواک وویل چي:  امریکانه غوښتل  افغانستان کي سوله راشي دوی جګړه غواړي ځکه که جګړه نه وای  نونړۍ اوخپله دامریکاخلګوبه امریکاته ویل چي موږولي په افغانستان کي عسکروساتو،دامریکاپالیسۍ داوه  چي جګړه جاري وساتي دوی دلته په سیمه کي اهداف لري  چي  له همدې لاري یې پلي کول  غواړي .

داسمه ده چي امریکایوجګړه مارځواک اوناټویوجګړه مارایتلاف دی ،وحشتونه ،مظالم اوبربریت یې دنړۍ په لراوبرکي خپور دی ،دخپلوخواهشاتو،هوسونواوبدونیتونودتره سره کولوله امله یې ارامه نړۍ  په سره تبۍ بدله کړې اودنړۍ په مختلفو برخوکي یې دجګړواورونه بل کړې دي . خوکه خبره دځواک دمحاسبې اونړۍ لیدشي واقعیت په نړۍ اوافغانستان کي برعکس دی ، هغه داسي په کوم ځای کي چي دیرغلګروپه تېره امریکاسره جګړه شوې له هغه ځای څخه یې   ژرپښې سپکي کړې ،  خوپه کوم هیوادکي چي مقاومت نه دی ورسره شوی یایوکمزوری  مخالفت ورسره موجودوي  نه یوازي داچي له هماغه ځایه وتلي نه دي بلکي دایمي اډې یې پکي جوړي کړي دي ،په ویتنام ،صومال ،عراق او…..کي چي دامریکا سره شدید مقاومت  وشوترې ووتل اماپه کویټ ،سعودي ،  لودیدیځي اروپااوختیځي اسیاکي چي مقابله ورسره ونه شوله اویادلنډمهاله مقاومت  سره مخ شول لسیزي وروسته وینوچي اوس هم امریکایې یرغلګر په یادوشووسیموکي پراخ پوځي حضورلري  اودژروتلوپلان هم نه لري ، سربیره پردې چي  موجودیت یې په سیمه کي ودغوهیوادونوته ډیري سیاسي ، اقتصادي اوجغرافیوي  ستونزي هم زیږولي دي .

په کومه سیمه کي چي دامریکاسره مقاومت شوی خلګویې شورجوړکړی چي ژریې عسکروروغوښتل شي لکه په په ویتنام ،عراق اوافغانستان کي ، مګرپه هغوسیموکي چي دامریکایې پوځيانوسره جګړه نه ده ترسره شوې هیڅکله یې هم امریکایې ولس دمیشتیدني په اړه مخالفت نه دی څرګند کړی .

بله خبره داده چي ځیني پوهان اودچاروشنونکي شخوندپرې وهي چي  :امریکاپه سیمه کي ډیرپلانونه لري اودترلاسه کولواوعملي کولولپاره یې دجګړې روان ساتلوته ضرورت لري  ترڅوخپل خلګ اونړیوال یې دحضورسره مخالفت ونه ښیې !!،دوی دنړۍ په حاکم وضعیت کي هم دعدالت ،بشر دوستۍ ،دمظلوم دحمایت اودظالم سره دمخالفت  تمه لري هغه هم دنړیوالو!! څخه ، نړیوال چي معاصره ګډوله یې ملګري ملتونه بلل کیږي په کوم ځای اووخت کي دمظوم لاس  نیولی اوظالم رټلی دی ؟دبېلګې په توګه دفلسطن قضیه موددغه نړیوالي ګډولې دتاسیس اورامنځته کیدوهمزولې ده ،په دومره پراخ زماني واټن کي یې کوم مثبت رول  پکي ولوباوه ؟اوکه یې په خپلوخیرنو ګوتوسره دعربوپه نس کي همدې په اصطلاح دسرطان دانې (اسرایلي دولت )ته نورهم دفاعي اوتهاجمي ځواک ورکړ .

که دنړیوالوڅخه منظوردنړۍ دهیوادونواوسرونوشمېروي نوپرعراق دامریکې دیرغل سره خودنړۍ زیاتره هیوادونه اوخلګ حتی دامنیت شوری دپنځودایمي غړوله جملې څخه دروهغویې (چین ،روسیې اوفرانسې )سخت مخالفت کاوه ولي امریکا دنړیوالودمخالفت سره سره  خپله جګړه ییزه غریزه دعراق په مظلوم ولس اشباع کړه ، لرغونی اومتمدن عراق یې په کنډواله بدل کړ، دعراق دجګړې سره دنړیوالو!! مخالفت څه ګټه وکړه ،دعراقي مظلوم ولس  اوازیې واورید،هلته یې دوینو ویالي  وچي  کړې ، دیرغلګرومظالم یې وغندل اودعراق دمظلوم ولس له سره یې داشغال توغ لیري کړ؟!نه !نړیوالو یوازي تماشه کوله اوامریکایې ولس دخپلوپوځیانووحشت اوبربریت  دبریااوددیکتاتورۍ دنسکولوپه نوم تائیداوه اولمانځنه یې کوله  ،خوکله چي ددین په مینه مست ځوانانواودصلاح الدین ایوبي دلاري لارویانو  دجهادډګرورته ګرم کړ، په زرهاوویرغلګریې ددوزخ کندي ته ټېل وهل دیتیمانو، کونډیانواومعیوبینوچیغواونارویې سپینه ماڼۍ ولړزوله  هلته نوبیادمتمدني امریکامهذب ولس په عراق اوافغانستان کي دخپلوپوځیانودشتون سره مخالفت وښود.

داسمه ده چي امریکاپه سیمه کي اوږودمهاله پلانونه  لري ،نوچي جګړه نه وای پلانونه یې پلي کولای شوای اوکه اوس چي دهیوادپه سرتاسرکي یې پرضدجهادروان دی ؟!واضح ده چي که دامریکاسره په افغانستان کي مقاومت نه وای  په سیمه کي به یې دډیروپلانونو تطبیق ته زمینه مساعده شوې وه ،هغه چي اوس دجګړې په صورت کي یې تقریباسوچ هم له سره وتلی دی ،مثلالویدیځ ګاونډی (ایران )به چي جورج بش  دشیطاني مثلث داضلاع الثلاثه مهمه ضلع بلله اوس په همدې وضعیت کي نه وای حتمابه دعراق یاسوریې له  برخه لیک سره مخ   شوی وای همداډول  به منځنۍ اسیا،جنوبي اسیاترشمالي کوریا،چین اودروسیې  ترپولودلویوسیاسي اوجغرافیوي تحولاتوشاهد ه وه ،خودافغانستان جهادنه یوازي دامریکایې ښکېلاک پلانونه خنثی اوهیلي خاوري کړې ، بلکي  دهمدې زبرځواک نړیوال برم یې هم په بېساري ډول وننګاوه .

 لنډه داچي که پرافغانستان اوعراق دیرغل څخه مخکي دامریکانړیوال حیثیت  اوقوت دامریکاداوسني داخلي اوبهرني وضعیت ، سیاسي ،پوځي ،اقتصادي اوبشري – مدني حیثیت سره مقایسه شي زښت زیات توپیر  پکي راغلی دی ، مثلاپرافغانستان اوعراق دیرغل  په پایله کي دامریکا  پوځي  ،سیاسي اواقتصادي ځواک  داسي مسخره شوچي  مخکي یې تصورنه کیده په پرمختللووسلوسمبال عسکریې ووژل شول ،ونیول شول اووتښتیدل دغه رازدترټولواوچتي ټیکنالوژۍ لرونکي وسایل او وسایط یې دماینونوخوراک  اوکباړشول ، اقتصادي قوت  یې تردې حده کمزوری شوچي رقیبانوته یې دقرض کچکول ونیو.

ښاغلي پوهان رفیع اوځواک بایددې پوښتني ته ځواب ووایې  : ایادامریکې لپاره په افغانستان اوسیمه کي دجګړې ددوام همداپورته ذکرشوي اهداف  اولاسته راوړني کافي وې چي ددولس کلني جګړې په نتیجه کي یې ترلاسه کړې اواوس دبسترې په ګولولوبوخته ده ؟!!  که خبره دجګړې شي جګړه خو نه یوازي دریدلې نه ده بلکي تربل هروخت اوس لاډیره تشدیدشوې  ده نوبیاولي نړۍ اوامریکایې ولس  په افغانستان کي دخپلوپوځیانودشتون مخالف دي اودایستلوچیغي یې وهي .

 تردوهمي نړیوالي جګړې وروسته چي امریکاپه جاپان ،جرمني ،جنوبي کوریا،فلپېین،اووروسته په سعودي عربستان ،کویت ،متحده عرب امارات او…کي اډې جوړي کړي لمرغوندي روښانه ده چي په یادوشووهیوادنوکي جګړه نشته نوولي امریکایې پوځیان نه ترې وزي خوپه عراق کي چي جګړه روانه وه  امریکایې پوځیان ځني ووتل ، دغه رازپه افغانستان کي چي دیرغلګروپرضدجګړه اوج ته رسیدلې امریکااوملګري  یې له دغه هیواده دوتلوسیالي کوي ،کاناډا،هالنډ،نیوزلنډ ،فرانسې او….. خپل ټول پوځیان وایستل ، امریکاڅه عسکرایستلي اودپاته هغودایستلولاري لټوي . دځواک اورفیع دنړۍ لیدپه اساس خوبایدنه وای وتلي اوونه ووزي !!دغه رنګه  نړیوال اوامریکایې ولس باید په افغانستان کي دخپلوپوځیانودشتون سره مخالفت ونه کړي ، ځکه جګړه په شدت  سره روانه ده .

دښکېلاک په تېره د امریکاتاریخ ته په پام یرغلګر پوځیان چي په کومه سیمه یاهیوادکي دځایې چارواکوپه خوښه مېشت شوي اویایې دزورله لاري کومي سیمي ترخیټي لاندي کړي  دي ،  بیاپه خپله خوښه نه  ځني وتلي اوچي وس یې رسیږي نه ترې وځي ترڅوچي په زورځني ونه  شړل شي  لکه دویتنام اوعراق څخه چي تورمخ وشړل شول اوکه خدای جل جلاله ته منظوره وه ژربه له افغانستانه هم خړي سترګي  په یومخیزه توګه وتښتي .

دغلام جیلاني ځواک په ویناطالبان عملادامریکاله خواکنټرولیږي کومي موخي چي امریکاپه سیمه  کي لري طالبان یې ورته عملي کوي او…..حبیب الله رفیع  بیاهمداخبره په دې الفاظوکي رانغاړي  چي:موږاوتاسوته معلومه ده چي طالبان امریکا جوړ کړي   پاکستان یې لوژیستیکي مرسته کوله متحده اماراتواوسعودي پیسې ورکولې  .اوهمداسي دیوه اوږده هدف لپاره جوړشوي وو.

دلته سړی دهمدې پوهانوپوهي اواستدلال ته ګوته په غاښ پاته شي ،ځکه  رفیع صاحب هم مني چي طالبانوافغانستان دتجزیې څخه خلاص کړ،دملوک الطوایفۍ په بدل کي یې یومرکزي حکومت رامنځته کړ،شرعي نظام یې نافذکړاودیوخونړي انارشیزم پرځای یې سرتاسري امنیت  تامین کړاو….چي دافغانستان په تاریخ کي هیڅ یوخوځښت اوحرکت په دومره لنډوخت ،کم لوژیستیکي اوبشري  مصرف سره هیوادله داسي  هراړخیزبحران څخه نه دی ایستلی .پوښتنه داده  امریکاچي دطالبانواوافغان ولس په باوردافغانستان اواسلام  سره ژوره دښمني لري څنګه یې افغانستان دتجزیې څخه خلاصاوه اودشرعي نظام  نفاذته یې لاره هواره وله ؟!که درفیع دویناپه اساس امریکاطالبان   رامنځته کړي وي نوبیادطالبانوپرضدددومره پراخي قوې کارولوته څه اړتیاوه ؟ ، امریکې بیاولي اودکومي ستراتیژۍ له مخي !! خپل  په لسهاووزره پوځیان  چي دهریوه عسکرپه روزنه یې ملیونونه ډالر لګولي وودطالبانوپه لاس  مړه اومعیوب کړل ،په سلهاووټانګونه ،زغره وال کاډي  اوبیلابیل نقیله وسایط او وسایل  یې دطالبانودماینونوخوراک کړل ،مختلفي وسلې  ،الوتکي اوچورلکي یې نسکوري  شوې چي له امله یې ددرانه مالي اوځاني زیان سره مخ شول.

ښاغلی رفیع !ایاامریکاطالبان دهمدې  هدف لپاره رامنځته کړي ووچي خپل پوځیان په ووژني ؟!

همدارنګه دطالبانواړخ ته چي برحاله واکمني یې له منځه ولاړه ،په لسهاووزره مجاهدین دامریکې له خواشهیدان  اوټپیان شول اودهیوادپه داخل اوبهرکي  یې  دتعذیبخانوبندیوان کړل ؟؟!!

همدا دواړه پوهان  (ځواک اورفیع )چي معدې اوماغزه یې دامریکې په ویټامینونواوپروټینونوپړسیدلي قضایاوي دتحقیق اوتدقیق  داصول  پرځای  دخیټیالوژۍ په محاسبواومعادلوتجزیه کوي .

دیرغل  په پیل کي چي په بن کي دګران هیوادداشغال اودافغان ولس دوژنو،نیونو،شکنجه کولواوپه ټوله کي ددغه توریالي ولس دغلام کولواودافغانستان دمستعمره کولوبازارلګیدلی ودځینوفرهنګي لاټیانوپه مشوره زلمي خلیلزادګران هیوادنیواک ته دلویې جرګې له لاري دمشروعیت ورکولوطرحه وړاندي  اومنظورکړه ،رفیع چي بن ته یې لارنه وه موندلې یوازي  درسنیوڅخه یې دخلیلزادله خولې دلویې جرګې  دجوړیدوواوریدل په څواونیوکي یې دلویې جرګې په نوم کتاب ولیکه ، دملي ارزښتونو، عنعناتواوتاریخي ابداتوپه اړه لیکنه ګټورکاردی خودښکېلاک دپایښت اومشروعیت لپاره دملي نوامیسواوعنعناتوڅخه سوء استفاده هغه سترخیانت دی چي منلي  سټي دلاټیانوپه قطارکي دروي .

رفیع دامریکادوحشیانه اشغال  په درشل اودبمونواومزایلوپه سیوري کي دلویې جرګي دکتاب په لیکلوسره هڅه وکړه چي  وښیې دنیواک په خېمه کي دایریدونکې  لویه جرګه هم دهغوتاریخي لویوجرګوپه څېرده  چی  افغانستان  ته یې داشغال څخه نجات ورکړی ،ارضي تمامیت یې ساتلی اوملوک الطوایفیوته یې دپای ټکی ایښی دی .هغه  په اصطلاح اضطراري لویه جرګه چي دایرولویې  اشغال ته دمشروعیت ورکولوترڅنګ په ملي ارزښتونواوعنعناتوملنډي وهل ، دولس په سترګوکي خاوري شیندل  اوځان خرڅولوپرته بل څه  ارمغان نه درلود.

غریب پوهان  که هرڅه لاس وپښې ووهي په خپلوعجایبواوغرایبوبه افغان ولس ونه غولوي ، دې ښاغلوته مي دخواخوږۍ یوه مشوره ده چي :پوهانو!که داسلامي –  ملي حرکتونوسره هرڅومره عقده لرئ خپله خوښه مو خودافغان ولس سپېڅلي ارزښتونه اوملي منافع دخپلوخواهشاتواوعقدومه قرباني  کوئ  ،دواقعیتونودپټولواودتاریخ دمسخ کولوناکامه هڅوته ملامه تړئ  ،  ځکه ترتاسي  وړاندي نوروهم په همدې میدان کي ځانونه ازمایلي  خودولس څخه دپردیتوب اوشرمندګۍ پرته بل څه یې نه دي ترلاسه کړي .

سید شریف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x