افغانستان

د امنيتي ځواکونو په توغنديز بريد کې دوه ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو په توغنديز بريد کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د هلمند ولايت وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي، چې دغه دواړه ماشومان د هلمند په سويل کې هغه مهال ووژل شول، چې امنيتي ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو توغنديز بريدونه کول.

د ځواک په وينا د ملي اردو توغندی د ولسي خلکو په ګڼ مېشته سيمه کې ولګېد، چې له امله يې دوه ماشومان وژل شوي دي.

ځواک زياتوي، چې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ او دوستانو د دواړو ماشومانو جسدونه د هلمند ولايت دفتر مخته راوړي او د امنيتي ځواکونو پر ضد يې احتجاج پيل کړی دی.

امنيتي چارواکو ويلي، چې دوی به د پېښې پلټنه کوي او «په پېښه کې ښکېل امنيتي ځواکونه به د قانون منګولو ته وسپاري.»

دا لومړی ځل نه دی، چې امنيتي ځواکونه د ولسي خلکو پر کورونو توغنديز بريدونه کوي.

وړم کال هم د ملي اردو سرتېرو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو کې بريد کړی و، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون دېرش تنه وژل شوي او ۴۵ يې ټپيان کړي وو.

د هلمند ولايتي شورا غړي او مخور سپين ږيري وايي، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو غچ له ولسي وګړو اخلي او هر وخت، چې دوی  د طالبانو له لوري په نښه شي، نو امنيتي ځواکونه بيا په لوی لاس پر ولسي وګړو بريدونه کوي.

د سياسي کارپوه نظر محمد مطمئن وايي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې پر ولسي خلکو د راکټي بريدونو شکايتونه ډېر شول او هغه مهال حامد کرزي څو ځله په خپلو خبرو کې وويل، چې دا ډول کارونه د طالبانو نه دي، بلکې دا کارونه د لويديځو هېوادونو د هغو جاسوسي کړيو دي، چې غواړي، افغانستان امريکا او ناټو سره د امنيتي تړون لاسليکولو ته اړ کړي.

ښاغلی مطمئن زياتوي، چې حامد کرزي افغان امنيتي عسکرو ته امر کړی و، که دا مرمۍ د دوی له لوري وي، نو امنيتي ځواکونه دې د هاوان مرمۍ نه کاروي، مګر د ګډ حکومت په راتلو اشرف اغني او دفاع وزارت يو ځل بيا امنيتي ځواکونو ته د هاوان د مرميو او عامه ځايونو کې د نظامي عملياتو اجازه ورکړه، چې له امله یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله يو ځل بيا ډېره شوه.

د نظر محمد مطمئن په اند، د ړندو مرميو د لګېدو يو لامل د هېواد سويل په ځانګړې توګه هلمند کې د هغو امنيتي عسکرو قصدي عمل دی، چې د سيمې خلکو سره قومي او ژبنی تعصب لري، په لوی لاس پر ولسي خلکو بريدونه کوي او عامو خلکو ته هم د طالبانو په سترګه ګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x