افغانستان

سعودي: سبا د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

akhtar
د سعودي په مختلفو سیمو لکه سدیر، شقراء، او تمیر کې د چهارشنبې په ماښام د اختر میاشت ولیدل شوه.

هغو خلکو چې میاشت لیدلې د سعودي محکمو ته د خپلې شاهدۍ (ګواهۍ) د ثبت لپاره ورغلي دي.

محکمو د خلکو شهادتونه راغونډ کړي او سترې محکمې ته سپارلي.

انتظار کیږي چې د سعودي ستره محکمه به په څو شیبو کې د یوې رسمي اعلاميې په خپرولو سره په رسمي ډول سبا ورځ د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړي.

افغانان چې همیشه خپل اخترونه له سعودي سره یوځای لمانځي، سبا به ئې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

امارات، مصر، کویټ، قطر، فلسطین، سوریه، اردن او نور اسلامي هیوادونه هم هر کال په یوه ورځ د اختر ورځ اعلانوي.

په اسلامي هیوادونو کې یوازې پاکستان دی چې روژې او اخترونه ئې د نورو اسلامي هیوادونو څخه یوه ورځ وروسته وي.

خو په پاکستان کې میشت افغان مهاجرین بیا روژې او اخترونه هر کال د سعودي او افغانستان سره لمانځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x