ادبي لیکني

شهید معصوم ماشوم «اباسين»

اسلام پال
په خپل ژوند می ډیری اوښکی له مختلفو وجوهاتو بهیدلی چی کمی او زیاتی یا په اختیار یا بی اختیاره خو ددی مظلوم او معصوم ماشوم په شهادت او دده په مظلومانه چهره لیدلو می زړه درد وکړ او مغز می شارټی جټکه وکړه چی له زیاتو خلکو خپه او زیاتو کسانو ته می دکسات اخیستلو وینه په جوش راغلی او له زیاتو کسانو یی دعدل او انصاف غوښتونکی او له یو لوی ټولی یی د تحقیق او څیړنی غوشتونکی شوم او حتی شپه می ماشوم په باغچو او ښکلو بڼونو کی په خوب ولید خو له یاده می نه وځی او څومره یی چی په اجتماعی شبکو کی وینم هغومره غم راباندی اثر کوی! نو وایم چی دکائناتو او مخلوقاتو خالقه او مالکه ستا عدل، فیصلی او جزا ته ورته صبر کوم؟؟
آه ربه!!!
نور قیامت راباندی راوله؟؟
څومره په ماشومانه لهجیی چیغو به یی د مورکۍمورکۍ ناری وهلی وی؟
له قیافی یی څومره معصوم معلومیږی؟
کله یی چی دانسانیت د دوښمنانو له خوا دلاس تکړه غڅیدله څومره به یی خولی ته وړلی وی؟ څومره زګیروی به یی کړی وی!
او آخر په کوم وحشت به یی شهید کړی وی؟
آه ربه!!!
نن به دا تنګۍ دګل په شان ماشوم دخاورو میلمه وی خو شپه دجمعی ده هسی هم معصوم ؤ بیا شهید شو او بیا دظالمانو لخوا شهید کړای شو.
هرې خوا وحشت ده انسانیت لمنه ټوله شوه ظلم ده ستم دی عدالت لمنــــــه ټوله شوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x