افغانستان

امريکا: د کندوز پر روغتون بريد جنګي جرم نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د امريکا دفاع وزارت وايي، چې کندوز ښار کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي الوتکو بريد جنګي جرم نه، بلکې د معلوماتو کمی او بشری تېروتنه وه.

د پنټاګون لوړپوړي افسران جنرال جوزف ووټل د يادې پېښې په تړاو څېړنې کې شپاړس امريکايي پوځيانو ته د سزا ورکولو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې «دا يوه تېروتنه» وه.

د جنرال جوزف په وينا دا يوه «غير ارادي تېروتنه وه او په جنګي جرمونو کې نه راځي.»

د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بريد په اړه جنرال جوزف وايي، چې د پرله پسې څو ورځو جګړو له امله د دوی نظامي افسران ستړي وو، د کره معلوماتو ترلاسه کول ورته ناشوني وو او له همدې امله يې د بشپړ معلوماتو له ترلاسه کولو پرته بمبار وکړ.

امريکايي جنرال ټينګار کوي، چې دوی په دې پلټنې کړې او پايله يې دا وه، چې دا پېښه يوه «بشري تېروتنه» وه او امريکايي افسران نه پوهېدل، چې پر روغتون بمبار کوي.

د پنټاګون له څرګندونو وروسته د بې پولې ډاکټرانو له مرکزي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دا خبره د منلو نه بريښي، چې دومره ستره بمباري دې بشري تېروتنه وي.

د بې پولې ډاکټرانو د اتحاديې مشر ميني نکلولي وايي، چې د ولسي خلکو په ګڼ مېشته سيمه کې امريکايي پوځيانو داسې عملیات کول، چې «هېڅ بشري او نظامي قانون ته يې ځان ژمن نه باله.»

د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبارۍ کې د احمد خالد په نوم يو ټپي اسوشيټيډ پريس ته ويلي، چې د امريکايي الوتکو د بمبارۍ له امله د ده دواړه پېښې اوس فلج شوي، د دې پېښې مجرمين بايد قانوني سزا وويني او زندان ته ولېږل شي.

تېر کال سپتمبر کې، چې طالبانو کندوز ونيو، افغان حکومت له امريکايي پوځيانو مرسته وغوښته او امريکايانو د افغان امنيتي ځواکونو ځمکنۍ او هوايي مرسته پيل کړه.

امريکايي الوتکو پر طالبانو بمبارۍ پيل کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د نورې ولسي مرګ ژوبلې تر څنګ امريکايي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمباري وکړه، چې امله يې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون ۴۲ تنه وژل شوي وو او لسګونه نور ټپيان وو.

په دغه بمبارۍ کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په مکمله توګه له منځه تللی و.

امريکايي چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه، چې په دغه روغتون کې طالبان و، مګر وروسته يې ومنله، چې دا يو «بشري تېروتنه» وه.

د بې پولې ډاکټرانو اتحاديې ويلي و، چې دوی پنټاګون او د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته خبرداری ورکړی و، مګر د دې سربېره هم له نيم ساعت زياته بمباري روانه وه.

د بې پولې ډاکټرانو د اتحاديې مشر ميني نکلولي وايي، چې دا يو جنګي جرم دی او عاملين يې بايد  د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مریم مسلم

د بشر د حقوقو ټیکه دارانو ویلی چی هغو کسانو ته چی پدی پیښه کی د خیل وو دسپلینی سزا ورکول کیږی او په همدی یی بسنه کړی خو د هغو غیرتی وروڼو په وژلو یی په میلیونونه ډالره انعام ایښی چی یواځی د الله (ج) په ځمکه د الله د دین قایمول غواړی ژوندی دی وی د اسلام علم برداران

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x