شعـــــرونه

اختره : عبد الصبور روفی

اختره ته خو راغــــلی خوشحالی درســــــره راوړه
د ســـــولــــی او دمینی هم ډالــی درســــــره راوړه

چی ټول په هره خوا د آزادی په ټال کــــــی زانګی
 نغــمی او ســـرودونه د مســـتی درســــــره راوړه

د ګل ګلاب ځــــــوانانو د اخترته په خپل وطن شی
چی خاندی هره پیغله ســــــره ډولی درسره راوړه

 

موږ هـــــــم د ننګرهار په پیښه ژاړو او غمجن یو
چـــــی صبر مو شی زړونه تسلی درسـره راوړره

ای خدایه نا انسانه ، انسانان له ځــمکی واخـــــــلی
چی ښاد شــی غمجن زړونه ښاپیری درسره راوړه

صبور هم لاس کـــــړو پــــــورتــــه په دعــــــا شو
خاونده ته جنګ خلاص کړی اشتی درسره راوړه

آریانا تلویزیون کابل ـ 16 ـ 5 ـ 1392

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x