
ناروې کې د چورلکې پرېوتو له امله ديارلس تنه مړه شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ناروې چارواکي وايي، چې برګن ښار ته څېرمه د چورلکې پرېوتو په پېښه کې ديارلس تنه وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا په دغه پېښه کې يوولس ناروېجيان، يو برتانوی او ايټالوی مړه شوي دي.
مرستندويه ادارې وايي، چې له پېښې سمدستي وروسته يې د پېښې د قربانيانو پلټنه پيل کړه، چې تر اوسه د يوولس تنو مړي موندل شوي او د دوو نورو ورک دي.
له پېښې وروسته د ناروې هوانوردۍ وزارت د نسکورې شوې چورلکې په څېر د نورو چورلکو پروازونه بند کړي دي.
د هوانوردۍ وزارت وايي، چې چورلکه اي سي سپر پوما ډوله ده او د پرېوتو له امله په مکمله توګه ويجاړه شوې ده.
ناوريجي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې تېر کال د يادې چورلکې خدمات دوه ځله ځنډول شوي وو.
د ناروې د تيلو ملي شرکت وايي، چې د چورلکې په پېښه کې ټول مړه شوي کسان د ياد شرکت کارګران وو.
له پېښې وروسته د تېلو ملي شرکت اعلان کړی، چې سپر پوما ډوله چورلکې به نورې نه کاروي.