افغانستان

خلک: د اباسين قاتلين دې د ولس په مخکې اعدام شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د مدني ټولنو غړو، سیاسي فعالانو، ژورناليستانو او ولسي خلکو له حکومته غوښتنه کړې، چې د شهيد اباسين قاتلين دې اعدام کړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې ټولنيزو رسنيو کې د هغه ماشوم انځورونه ډېر خپرېږي، چې انسان تښتوونکو د تاوان لپاره تښتولی و او وړمه ورځ يې مړی کورنۍ ته وسپارل شو.

د ټولنيزو شبکو فعالانو پر حکومت نيوکې کړي، چې د خلکو په ساتنه کې پاتې راغلي او غوښتنه يې کړې، چې اشرف غني او عبدالله بايد دواړه استعفا ورکړي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند ليکلي «د ملي وحدت چارجوب ـ قتل، وژنه، خیانت، غلا، فساد …»

کابل مېشتي مدني فعال خيرالله شينواري ليکلي، چې د شهيد اباسين په جنازه کې زرګونو کسانو «مړه څټونه» نيولي وو، که دغه خلک په لومړيو وختونو کې د اباسين له کورنۍ سره درېدلي وای او حکومت ته يې ګواښ کړی وای، چې تر ماښامه دې د اباسين قاتلين ونيسي، نو کېدای شي د اباسين ژوند ژغورل شوی وای.

همدا رنګه له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې تر ټولو زيات انځورونه، يادونې، مرثيې او شعرونه د اباسين په ياد ويل شوي، د نوموړي له کورنۍ سره غمرازي ښودل شوې او له اړوندو چارواکو يې غوښتنه کړې، چې د اباسين قاتلين دې علني اعدام کړي.

ګڼ شمېر داسې فعالان هم شته، چې د طالبانو مخالفين دي، مګر د حکومت په پرتله يې د طالبانو د عدلي نظام ستاينه کړې، چې په داسې کارونو کې ژر عدالت عملي کوي.

کابل مېشتو مدني نن په کابل کې د لاريون اعلان کړی، چې عبدالحق څلور لارې کې به نن مازديګر د شهيد اباسين د کورنۍ په ملاتړ او د قاتلينو د اعدام غوښتنې په موخه لاريون وکړي.

13131699_10153638675342106_7183537261226970965_o

مدني فعالانو له ژورناليستانو، ولسي خلکو، قومي مشرانو او سياستوالو غوښتنه کړې، چې په دغه لاريون کې ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو عمر

زه د نن آسيا خبرو نه هم تعقيب كوم مفيد معلومات نشر كوي خو د شهيد اباسين رحمه الله تعالى پشان درد مند خبر مي تر اوسه نه دي ليدلي زه د افغانستان دوه سري حكومت( غ ع ) سخه دا طلب كوم كه چيري تاسو په إعدام باندي آمنت راوستل غواري نو د طالبانو پر زاي د شهيد اباسين قاتلين دادنگ او ملگري ( قاتلهم الله) د په عام محضر كي إعدام شي تر سو د شهيد اباسين والدين( ابو اباسين او.ام اباسين) خپلوانواو تولو افعانانو زرونه ( قلوب) ته خوشحالي راشي ابو عمر له مديني منوري سخه د… نور لوستل »

غوربندی

اداره مزدور کابل باید اعدام (سرنگون) شود تا ملت محکوم نفس آرام کشیده به استقلال و قیام نظام اسلامی راه بیابند.

در غیر ازین انتظار عدالت از مزدوران گرگان صفت اشتباه و خطا و گناه است.

M Hãŕóóñ Ñóòŕźàď

زه دا وایم که چیری دشهید اباسین قاتلین سخه په ورز کی یوه یوه گوته پری کرو نو دیر به شه وی .زکه چی اعدام به دوی دقیقی وی اوبس او موژ نه غوارو چی دوی داسی په آسانی سره ومری موژ باید دوی هره ورز مره او ژوندی کرو. تر اوسه می داسی وحشتناکه مرگ نه و لیدلی الله تعالی لوی ذات دی په هر سه شه پوهیژی خدای دی داباسین جان شهادت قبول کری او کورنی ته یی صبر جمیل غوارو…الله دی د جنتیانو سردار که اباسین جانه په والله چی دزره درد دی راته پیدا کری

افغان

زه هم د غوربندی صاحب نظر او غبرګون تاییدوم ، اباسین هغه اختطافیانو نه دی شهید کړی ، دا د مزدوری ، ناوړه او فاسدی اداری او د هغه اداری دمشر خبیث غوایی کړنه ده ، د داسی کړنو مسولیت د حکومت به غاړه دی ، ملت باید د حکومت له خوا خوندی وی که یی نه شی کولی باید بخښنه وغواړی او مستعفی شی ، بیا د هغه د پلار وینا چه د هغه هلک تښتونه د پولیسو به حضور کی ترسره شوی دامعنی چه اختطاف کونکو د پولیسو سره شریک وو دا چه د هغه هلک کورنی څه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x