افغانستان

طالبانو له افغان حکومت سره دخبرو ترسره کیدل رد کړل

1-gh lnd thumb lnd thumb lnd thumbدوې ورځې وړاندې ځیني رسنیو داسوشیټیډ پریس اژانس دخبر په حواله راپور خپور کړ چې دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ په لومړي ځل په دوبۍ کې مخامخ خبرې ترسره شوې ،دافغانستان دسولې دعالي شوری ویاند شهزاده شاهد هم دا تاید کړې چې له طالبانو سره په بهر او دننه کې یو لړ تماسونه نیول شوي ترڅو رسمي خبرو اترو ته لار هواره شي.

دسولې دعالي شورا ویاند شهزاده شاهد دخپلو خبرو په ترځ کې ادعا کې  چې ، طالبان سم دستي نه غواړي چې دا خبرې علني شي  او په اړه یې په رسنیو کې جزیات خپاره شي .

ډیری شنونکي په دې نظر دي چې داخبر چې دطالبان دي سم دستي نه غواړي چې له افغان حکومت سره دخبرو جزیات دي افشا شي ،یوه تیر ایستونکې او غولونکې ادعا ده ،دطالبانو جانب مقابل غواړي چې په داډول ادعا باندي خپله خبره مستنده کړې او خپله خبر رښتینې کړي . ځکه دمذاکراتو په اړه دطالبانو دریځ واضح او بار بار تکرار شوی.

له بلې خوا دطالبانو ویاند ددې راپور له خپریدو وروسته سخت غبرګون وښود او دافغان حکومت له استازو سره دخبرو ترسره کیدل یې په کلکه رد کړل.

داغبرګون چې دطالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد له لوري  رسنیو ته لیږل شوی ، یوه کاپی یې نن ټکي اسیا هم ترلاسه کړې چې په لاندي ډول یې کټ مټ نشر ته سپاري.

_______________________________________________________________________________________________________________________

 

په دوبئ کې دمذاکراتو ددروغجني ادعا په اړه داسلامی امارت دویاند څرګندونې :

داچې  په  دا وروستیو کې مشهور غربې آژانس اسوشيټيډ پريس اوځینونورولوریو،يو په دروغو او پروپاګند ولاړ تفصيلې راپور خپور کړ چې پکې ويل شوي  داسلامی امارت استازي دکابل  ادارې په  اصطلاح د سولې دشورا سره په دوبۍ کې په پټو خبرو بوخت دي ، او خپلو دروغو ته دقوت ورکولو په دود يې داسلامي امارت دځينو نماينده ګانو یادونه هم کړې چې  وايي دوي ته يي معلومات ورکړي .

موږ د اسوشيتيد پريس آژانس اونورو دغه غلط راپور او دتش په نامه سو لي شوری دغړوبي اساسه ادعاوي چي وایې له دوی سره پټ مذا کرات شوي په جديت سره ردوو،او ټو لو اړخو نو ته په ډاګه وایو چي نه داډول خبري  شوي او نه یې هم مقابل لوری ثبوت وړاندي کو لای شي ،موږ دغه راز ناوړه تبلیغاتي کمپاين چلول په سختو ټکو غندو ، غربي رسنۍ چې دآزادو رسنیو په نامه  خپلو استخباراتي ارګانونه ته په فعاليت بوختې دي ، تل يې داسلامی امارت په ضد جهت نيولي او دا ډول له واقعیته لرې پروپاګنديې خپور کړی ، اسلامی امارت خپل ولس د يادو رسنیو د شومو هڅو په اړه  ويښتابه ته رابولي او ورته جوتوي چې زموږ هيڅ تصميم به هم له ولس او ملت نه پټ نه وي ، داچې غربي لښکر زموږ په هیواد کې له رسوا ماتې  او سرټيټۍ سره مخ شوي اوپه خاص ډول یې په دي ورستیوکې د ننګرهارپه شیرزادواو حصارک،دلوګرپه ازره اودهلمنددسنګین په ولسوالیو کې پراخ عملیات له شرمونکي شاتګ ته اړوشو  ،اوس یې استخباراتي کانالونه دخپلو رسنيو په مټ کوښښ کوي چې دخپلې لا رسوايي مخه ونيسي او عامه ذهنیت بل لوري ته واړوي ، خو چون  ملت مو هرڅه له نيږدې نه دسر په سترګو ګوري او خپل مجاهدین وروڼه يي په خورا سختو امتحاني پړاوونو کې ازمويلي ، هيڅکله به د غربۍ رسنيو په ناکامو هڅو ونه غوليږي  او ياد استخباراتي آژانسونه به خپل آرمان پوره نشي کړای .

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۹/۲۹هـ ق

۱۳۹۲/۵/۱۶هـ ش ــ 2013/8/7م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x