افغانستان

سيګار: په افغانستان کې د امريکا ستراتيژي ناکامه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د امريکا رسمي څېړنې ښيي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل به د افغان امنيتي ځواکونو په روزنه او حالاتو ناوړه اغېز ولري، په داسې حال کې، چې پنټاګون د افغان ځواکونو په ځواک او وړتيا «باور» نه لري.

په افغانستان کې د امريکايی مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيګار» مشر جان سوپکو کانګريس ته په خپل راپور کې ويلي، چې د امريکايي پوځيانو د ماموريت له پای ته رسېدو وروسته ډېرې سيمې د طالبانو لاسته ورغلي او امريکايي پوځيان خپلو افغان پلويانو ته د سلامشورو، روزنې او د کره معلوماتو د راټولو په چارو کې پاتې راغلي دي.

امريکايي رسنيو د جان سوپکو له قوله ليکلي، چې يوازې تېر کال له ۵۵۰۰ زيات افغان سرتيري په جګړو کې وژل شوي، مګر «امريکا او افغان حکومت تر اوسه هم په دې نه دي خبر د افغان پوليسو او اردو رښتينی شمېر څومره دی او په دوی کې هغه خلک څومره دي، چې رښتيا د جګړې په ډګر کې غښتلی وي.»

د جان سوپکو په وينا د افغانستان اوسنی حالت «ډېر اندېښمنوونکی» دی.

د سيګار مشر جان سوپکو
د سيګار مشر جان سوپکو

د ۲۰۱۴م په پای کې، چې امريکا او ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، افغان امنيتي ځواکونه تر ډېره د طالبانو بريدونو او جګړو ته يوازې پاتې شول او ډېره خاوره يې له لاسه ورکړه.

اوس مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي او نږدې دوه زره ناټو ځواکونه پراته دي او داسې پرېکړه شوې وه، چې د راتلونکي کال تر پايه به دا شمېره ۵۵۰۰ ته راټيټه شي، مګر د طالبانو د زياتېدونکو جګړو او بريدونو له امله د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرېکړه وکړه، چې د سرتېرو د راوېستو په ستراتيژي له سره غور وکړي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې سيګار په داسې وخت کې د افغانستان په اړه خپل وروستی راپور خپور کړی، چې د دغه هېواد امنيتي حالات د تېرو پنځلسو کلونو په پرتله ډېر خراب دي، طالبان ورځ تر بلې مخ پر وړاندې روان دي او تېر کال د افغان ولس لپاره تر ټولو خونړی و.

د روانې مياشتې په پيل کې طالبانو د عمري په نوم خپل پسرلني عمليات پيل کړل او ژمنه يې کړې، چې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد به سخت بريدونه او چاودنې کوي.

د سیګار ادارې مشر جان سوپکو له تېرو څو کلونو راهيسې په څرګندو ټکو په افغانستان کې د امريکا پر ستراتيژي او بيا رغونې په چارو نيوکې کوي او ټينګار کوي، چې د امريکايي ولس د ماليه ملياردونه ډالر په افغانستان کې د فساد او غلا ښکار شوي او زياتوي، چې له ۲۲۰۰ زيات امريکايي پوځيان په افغانستان کې د داسې يوې موخې لپاره وژل شوي، چې امريکايي ولس لا هم نه پوهېږي، چې د دوی سرتېري او ملياردونه ډالر د څه لپاره له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

زه له سیګار ملحد پوشتنه کوم ، چه د امریکا اوسنۍ پالیسی ناکامه او که له اوله مداخله او د مداخلی بهانه یی په وحشت او درغلیو پيل شوی ، سیګار ولی د سپټمبر د یوولسمی ولی یادونه نه کوی په زرونو شواهد ، اسناد او د سترګو لیدلی شاهدانو او حتی د بوش او ملګرو د هغه وخت ظاهری کړنی او شواهد دا به ډاګه کوی چه د امریکا دری زره بی ګناه کسان ولی ووژل شول او بیا یی له امله نور به لس هاوو زرو غریب امریکایان او اروپا یان ولی وژل کیږی دافغانانو او عراقیانو د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x