افغانستان

ګډ حکومت د کندوز روغتون په اړه د امریکايي څېړنو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): ګډ حکومت په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو په روغتون د امریکایي ځواکونو د بمبارۍ په اړه د پنټاګون راپورهرکلی کړی دی.

تېر کال سپتمبر کې، چې طالبانو کندوز ونيو، افغان حکومت له امريکايي پوځيانو مرسته وغوښته او امريکايانو د افغان امنيتي ځواکونو ځمکنۍ او هوايي مرسته پيل کړه.

امريکايي الوتکو پر طالبانو بمبارۍ پيل کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼو ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوښته.

د نورې ولسي مرګ ژوبلې تر څنګ امريکايي الوتکو د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون هم بمباري وکړه، چې امله يې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون ۴۲ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

په دغه بمبارۍ کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون هم په مکمله توګه له منځه ولاړ.

امريکايي چارواکو هغه مهال ادعا کړې وه، چې په دغه روغتون کې طالبان و، مګر وروسته يې ومنله، چې دا يو «بشري تېروتنه» وه.

که څه هم د بي سرحده ډاکترانو مشر د امریکا څېړنې ناسمې بولي خو ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امریکا د دغې پېښې په اړه هر اړخېزې څېړنې کړي او د دوی لپاره د منلو وړ دي.

حکومت همدا راز د امریکایانو په اقداماتو باور ښودلی او ویلي چې د امریکا له دې پریکړې چې په اینده کې به ورته پېښې نه تکراریږي، ملاتړ کوي.

په عین حال کې د ام ایس ایف یا د بې سرحده ډاکترانو مشر میني نیکولای د امریکا له څېړنو سره مخالفت ښودلی او په وینا یې د دوی د غوښتنو سربېره امریکايي ځواکونو په دغه روغتون بمبار نه دی درولی.

هغه زیاتوي چې د ولسي خلکو په ګڼ مېشته سيمه کې امريکايي پوځيانو داسې عملیات کول، چې «هېڅ بشري او نظامي قانون ته يې ځان ژمن نه باله.»

بې سرحده ډاکترانو د بمبارۍ پر مهال له امریکايي نظامي چارواکو سره اړیکه نېولې وه او ترې غوښتي یې وو چې په روغتون بمباري ودروي، خو پر دې سربېره روغتون نیم ساعت تر بمبارۍ لاندې و.

د بې پولې ډاکټرانو د اتحاديې مشر ميني نکلولي وايي، چې دا يو جنګي جرم دی او عاملين يې بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

لعنت دی پرداسی حکومت او داسی انسانانو ویی چی دی بمباریو او دمسلمانان دی وځلو دیی غندنی پر ځایی هرکلې کوی هزار لعنت پر داسی حکومت او په داسی ریس جمهور.

الحاج استا ذ بیانزی

په راتلونکی کی به هم داسی کوی وایی به چه بشری تیروتنه وه ، خبره د زور ده چه زور وو ، هر دروغ رښتیا او هر رښتیا دروغ کولی شی هر باطل حق او هر حق باطلولی شی ، زما په یاد دی چه اوایلو کی یی وویل چه د کابل حکومت مونږ ته د دغه روغتون د ویشتلو بلنه راکړه ، دوهم خل یی وویل چه دغه روغتون کی طالبانو پناه اخستی وه او دریم ځل وایی چه بشری تیروتنه وه . بشری تیروتنه هغه ته وایی چه یو چا څوک نه وی لیدلی او ناڅاپه ورته مخی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x