
د امارت او خلافت وضاحت
لکه څرنګه چې په اسلامي نړی کې په اوسني دور کې او همدارنګه په پخواني دور کې دوه الفاظ ډیر په السنه ؤو باندې ګرځي راګرځي، چې یولفظ دخلافة، دوهم لفظ دامارة.
غواړم ددغو دوالفاظو یوڅه بیان وکړم.ځکه اکثر خلک یې په مطلب نه پوهیږي دوی دافکر کوي چې دا سیاسي الفاظ دي چې یوڅوک یې دخپل تنظیم لپاره کاروي اونوره کومه معنی نده پورې مربوطه.
خلافت په لغت کې مصدر دخلف یخلف ده.
عرب وایي خلفه خلیفة یعنې جانشین اوخلیفه یې پریښودلو.
په اصطلاح کې خلافت الرسول ص في حراسة الدین وسیاسة الدنیا.
ابن خلدون صیب یې بیا په بل عبارت تعریف کوي خلافة عن صاحب الشرع فی حراسة الدین وسیاسة الدنیا.
امامت له خلافت نه عام ده.
په لغت کې اتباع او اقتداء ته وایي اصطلاح کې کل من ائتم به قوم کانو علی الصراط المستقیم او کانو ضالین.
امامت برمعنی اصطلاحي دوه اقسامو ته تقسیمیږي.
اول امامة الهدایة.
چې قران هم ورته اشاره کړې ده
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم.
وجعلنامنهم ائمة یهدون بأمرنا لما صبرو وکانو بأیاتنا یوقنون.
دوهم امامة الضلالة.
چې دوهم قسم ته هم قران کریم کې په ګڼو مواردو کې اشاره شوې ده یوله هغو نه.
اعوذ بالله من الشیطن الرجیم.
وجعلناهم ائمة یدعون الی النار ویوم القیمة لاینصرون.
امامة په دوهم تقسیم بیا دوه قسمه.
امامةتکلیفیة
امامة تکوینیة
اول:اتباع اواقتداء متعلق تر وحی پورې چې دا امامة دانبیاء ده.
دوهم:اتباع او اقتداء متعلق تر طریقو الهیه پورې.
امامة تکوینیة دوه قسمه ده امامة صغری امامة کبری
صغری:دامنحصر ده تریوې معینې اسلامي ډلې او یامعین اسلامي امت پورې.
دغه اول قسم ته علماء امارت هم وایي
کبری:داشاملیږي ټولو اسلامي ډلو او امتونو ته دغه دوهم قسم ته خلافة هم وایي.
لنډه داچې خلافت عام او امارت خاص دی، په خلافت کې عقیده حدود ټاکی خو په امارت کې د عامو مصالحو لپاره او د مسلمانانو ترمنځ د جنګ او قتال د مخنیوی لپاره امارت ته ذهاب کول جایز دي چې په دې صورت کې یې حدود ځمکنۍ جغرافیه ټاکي.
خو یوشی مشترک دی چې په خلافت او امارت دواړو کې به اسلامي نظام حاکم کیږي او د فیصلو محور به شریعت غرای محمدي وي.
نو دغه ډلې ټپلې چې کوم اوس دخلافت چغې او نعرې سورې وهي او ځان برحقه ثابتوي نورو ته دباغیانو او نور رنګارنګ نومونو نسبت کوي دایواځې تش پروپاګند ده په حقیقت کې دامارت او خلافت یواځې په تعبیر کې فرق ده کنه حقیقت کې دواړه تقریبا یو دي.
دافغانستان اسلامي امارت لومړی دافغانستان ترمؤمن ولس اودهیواد په سطحه مخورو علماء له لوري را منځ ته شو نو ځکه یې نوم هم امارة وضع شو نه خلافة.
لیکنه مختصره کوی چې عاو او خاص په پوه سي
لږ کمی اري