شعـــــرونه

حمد: فضل الرحیم بلال

 فضل الرحیم بلال

دغرورڅادر دې نه راسره ښایي
په هرڅه کې یم محتاجه یاالله

له نیستي نه دي هستي ته راپیداکړم
ته خالق یی له هرڅه نه بې پروا

زه دګل پرشونډوځکه ښکلاستایم
وهرڅه ته ده ورکړې ښکلاتا

له هرڅه نه یووجوددرب ښکاریږي
که ولاړدي ځمکي غرونه اوسما

تل مي ړونددزړه په سترګوخدایه مکړه
چي په دومره نظام پټ وي وجودستا

چي غلام دخپل بادارنه بغاوت کا
څه پیدابه کړي وژوندته لارهوسا

داچي تل درته بلال په چيغوسریم
نه لرمه بې له تامشکل کشا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x