ټکنالوژي

خپل سمارټ فون له بوټو څخه چارج کړئ (ویډیو)

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ټکنالوژي پرمختګ سره بیا هم د سمارټ فون چارج یو له سترو ستونزو څخه ګڼل کیږي چې د دغې برخې کارپوهان ورته د حل لارې په پیدا کولو بوخت دي.

د یو شمیر راپورونو پر بنسټ ډیر ژر داسې ټکنالوژي معرفي کیږي چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي د بریښنا پر ځای له بوټې څخه خپل سمارټ فون چارج کړي.

د اروپا یوه کمپنۍ په یو داسې سیسټم کار کوي چې په مرسته به يي کاروونکي وکولی شي له بوټو څخه ترلاسه شوی بریښنا څخه خپل سمارټ فون چارج کړي.

دغه سیسټم بیوو لایټ (Bioo Lite) نومول شوی کوم چې په شنو بوټو کې د فوتوسینتیسز له عمليي څخه انرژي اخیستلو سره له هر ډول کورنۍ بوټی څخه بریښنا تولیدولی شي.

له دغې سیسټم څخه پیدا کیدوونکی بریښنا د یو لیپ ټاپ یا ډسک ټاپ د یو ایس بي (USB) د چارج په اندازه وي او په مرسته يي ۲۴ ساعته په پرلپسې ډول کاروونکي خپل سمارټ فون یا ټبلېټ چارجولی شي.

د دغې کمپنۍ په وینا د دغې سیسټم په مرسته هر بوټي لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره هره ورځ دوه یا درې ځلي د کاروونکو سمارټ فون چارجولی شي. د کمپنۍ په وینا ځینې بوټې بیا د نورو په پرتله زیاته انرژي تولیدوي.

د سمارټ فون چارج کولو دغه سیسټم به د ۲۰۱۶ز کال په ډسمبر میاشت کې کاروونکو ته وړاندې شي. د دغې سیسټم بیه به ۱۳۵ امریکايي ډالره وي.

د دغې سیسټم تخنیکي ځانګړتیاوې ډیرې پیچلې دي خو دغه کمپنۍ د دغې سیسټم د کارکولو طریقې او نور معلومات په اړه یو ویډیو خپور کړی چې په لاندې لینک يي کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x