د اوشو پنځوس زرینې ویناوې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ که چېرې ځان یو څوک وګڼې، لاره ورکوې، خو که چېرې ځان هېڅ وګڼې، نو موخې ته رسېږې .

۲ ـــ که چېرې ځانته بدلون ورکړې، نو د نړۍ بدلون دې پیل کړی دی، ستا په بدلون د نړۍ یوې برخې بدلون کړی دی .

۳ ـــ ستونزه په مالکیت کې ده، نه په ژوند کې، هرڅومره چې ډېر مالک واوسې په هماغه کچه ډېر د له لاسه ورکولو په وېره کې یې .

۴ ـــ رښتینی افسوس به هغه ورځ وکړې، چې وګورې د خپل عمر په اندازه دې ژوند نه دی کړی .

۵ ـــ کله چې تسلیم واوسې، ټوله هستۍ له تانه ملاتړ کوي، هېڅ څیز به له تاسره مخالف نه وي، ځکه چې ته له هېڅ څیز سره مخالف نه یې .

۶ ـــ ځان ومنه، هرڅه چې یې، حتی که نیمګړتیا هم لرې، وې منه، یوازې هماغه وخت کولای شې، چې له ځان سره له جګړې لاس واخلې او هوسا واوسې .

۷ ـــ ژوند یانې د سولې زده کړه، له نورو سره سوله نه، بلکې له ځان سره سوله .

۸ ـــ مینه یوه تجربه ده، خو ژبه ډېره مکاره ده، نو په خپله ژبه ډېر پام کوه .

۹ ـــ سکوت په ځان مه تحمیلوه، هېڅ څیز په ځان مه تحمیلوه، خوشالي وکړه، سندرې ووایه، پرېږده چې ذهن دې ستړی شي، هغه مهال، ورو ـــ  ورو د سکوت او آرمتیا کوچنۍ شېبې ستا بدن ته ننوځي .

۱۰ ـــ د مینې کولو وړتیا، د نړۍ تر ټولو ستر هنر دی .

۱۱ ـــ که چېرې وکولای شې، په څه ډول چې بل ده، په هماغه ډول یې ومنې او لا پرې مین واوسې، نو ستا مینه رښتینې ده .

۱۲ ـــ هر کله چې مین واوسې، نو د بشپړې عاجزۍ احساس کوې، د مینې درد همدا دی، ځکه ته کولای شې، چې د خپلې مینې له پاره هر کار ترسره کړې، مګر پوهېږې چې د کوم کار د ترسره کولو توان نه لرې، مګر مینه همدا چې ټول فکر دې د بل په چوپړ کې وي، حتا که له توانه دې پوره هم نه وي .

۱۳ ـــ ته نه شې کولای، چې یو انسان تصرف کړې، ځکه چې هغه یو شخص دی، یوازې په شیانو باندې تصرف امکان لري، که چېرې تر اوسه هم د تصرف په لټه کې یې، نو ستا مینه شهوت دی .

۱۴ ـــ که چېرې ونه شې کولای، چې له خپلې معشوقې سره چوپ پاتې شې، نو پوه شه، چې تر اوسه نه یې مین شوی .

۱۵ ـــ د مینې تر لاسه کېدل، یوازې د مینې له لارې شونې ده، هرڅومره چې ډېره سر ښندنه وکړې، نو ډېره یې تر لاسه کوې .

۱۶ ـــ تر ټولو غوره انسان هغه څوک دی، چې په ماتې نه منونکي هوډ سره ټاکنه وکړي .  

۱۷ ـــ که چېرې وکولای شې، په بشپړه توګه، د زړه له کومې او یوه زړې مینه وکړې، نو ستا ژوند له خوښیو او احساس څخه مال امال کېږي، نه یوازې د ځان له پاره، بلکې د نورو له پاره هم، په حقیقت کې به ته د دنیا له پاره برکت او خوښي شې .   

۱۸ ـــ په هېڅ څیز باور مه کوه، ترڅو چې ازمویلی دې نه وي .

۱۹ ـــ د یوې بلې ورځې د لیدلو له پاره را ویښېدل یو نعمت دی، هغه کم مه ګڼه په ارزښت یې پوه شه، خوشاله واوسه، له دې چې ژوندی یې .

۲۰ ـــ دنننۍ سوله هغه مهال شتون لري، چې تاسو هوډ کوئ، اجازه مه ورکوئ، چې کوم څوک او یا هم کومه پېښه ستاسو احساسات کنټرول کړي .

۲۱ ـــ که چېرې ژوند وړاند وینه منونکی وی، نو میخانیکي کېده، ژوند وړاند وینه منونکی نه دی، تل له حیرانتیاوو سره مل دی او هرڅومره چې هوښیار واوسې، له زیاتو حیرانتیاوو سره مخامخ کېږې .

۲۲ ـــ سړی دوکه شي، تر هغه ډېر غوره دی، چې نور دوکه کړي، ځکه که چېرې دوکه ورکړې د ژوند تر ټولو ستره پانګه له لاسه ورکوې . د اعتماد کولو وړتیا له لاسه ورکوې او پرېږده چې تکرار یې کړم : د اعتماد کولو وړتیا د ژوند تر ټولو ستره پانګه ده، ځکه پرته له هغې نه مینه شونې ده او نه هم عبادت .

۲۳ ـــ یوازې هغه کسان، چې  ځان تېرېدنې ته چمتو والی لري، کولای شي، چې مین شي.  

۲۴ ـــ مینه له ځان سره نوې جګړې راوړي، دا جګړې روح د جنګ ډګر ته را بولي او بلوغ ته یې رسوي، له دې جګړو څخه مه وېرېږه .

۲۵ ـــ کب د سمندر په اړه په څه نه پوهېږي، ځکه چې په سمندر کې زېږېدلی دی او په هغه کې ژوند کوي، مګر کله چې هغه له اوبو څخه ونیسي او د ساحل په تودو شګو باندې یې وغورځوي، نو هغه مهال به کب خپل رښتینی کور وپېژني او دې ته یې پام کېږي، چې څه څه یې له لاسه ورکړي دي او زړه یې ډېر غواړي، چې ځان سمندر ور وغورځوي . خلک به د مرګ په شېبه کې د ژوند په رښتیني ارزښت او مقام پوه شي .

۲۶ ـــ مرګ د ژوند پای نه، بلکې د یوه ژوند بشپړتیا ده .

۲۷ ـــ ژوند یوه معما نه، بلکې یو راز دی، د معما له پاره کولای شو، چې ځواب پیدا کړو، مګر راز په داسې ډول دی، چې نه شو کولای ورته ځواب پیدا کړو .

۲۸ ـــ حقیقت سوداګریز توکي نه دي، چې د خلکو له خوا واخیستل شي .

۲۹ ـــ یو کوچنی درواغ له ځان سره یو زر یو نور درواغ راوړي، ځکه ته اړ کېږي، چې ترې دفاع وکړې او نه شې کولای چې په حقیقت له درواغو څخه دفاع وکړې .
۳۰ ـــ کله چې ځان دې وپېژانده، کولای شې چې هرځای ته سفر وکړې، نو هرځای ته چې لاړ شې، نېکمرغي به له تاسره وي .

۳۱ ـــ ستاسو شاوخوا نړۍ ډېره ښکلې او دوکه کوونکې ده، په همدې دلیل موږ خپلې ریښې هېرې کړې دي، مګر دا هېره له ریښو څخه د جلا کېدو په مانا نه ده .
۳۲ ـــ هېڅکله د نورو د خوشاله کولو فرصت له لاسه مه ورکوئ، ځکه چې په دې کار کې لومړی تاسو ګټه تر لاسه کوئ .

۳۳ ـــ کېدای شې د مرستې کولو هوډ ولرې، مګر که چېرې په بدن کې دې د خوشالۍ انرژي نه وي، که له دې انرژۍ څخه برخمن ونه اوسې، لاچاره زیان به ورسوې .

۳۴ ـــ ژوند دې د کوم څه له پاره مه قرباني کوه، بلکې د ژوند له پاره دې هرڅه قرباني کړه .
۳۵ ـــ پوه انسان پوهېږي، چې ژوند د بدلون په حال کې دی؛ ژوند یانې بدلون، یوازې یو څیز تل پاتې دی او هغه هم خپله بدلون .  

۳۶ ـــ مینه نه ده، مینه کول دي، پیوند نه دی، پیوند پیدا کول دي، ترانه نه ده، ترانه ویل دي، نڅا نه ده، نڅېدل دي .
۳۷ ـــ احمق انسانان ډېر لنډ فکري دي، ځکه پرېکنده پایلې ته رسېدلي دي؛ نه یوازې د ځان له پاره، بلکې د نورو له پاره هم ! غواړي دا پایلې په ټولو خلکو باندې تحمیل کړي او ګومان کوي، چې په دې کار سره له خلکو سره همدردي کوي .

۳۸ ـــ لمر را ختلی دی، مګر ته په تیاره کې یې، د لمر را ختل ستا له هڅو سره تړاو نه لري، هر کار چې وکړې، نه شي کولای چې د لمر د راختلو لامل شې، مګر دومره کولای شې، چې خپلې دروازې پرانیزې او یا یې هم تړلې
وساتې .

۳۹ ـــ هغه انسان چې د حقیقت د کشف او موندلو په لاره کې هڅې کوي، بې له ځنډه ټولنه یې دښمنه کېږي .

۴۰ ـــ ژوند یوه لوبه او سیالۍ نه ده، نو له نورو سره د ځان د پرتله کولو له پاره هېڅ دلیل شتون نه لري .

۴۱ ـــ هېڅوک نه شي کولای، چې تاته بدلون درکړي، یوازې خپله کولای شې، چې ځان بدل کړې .

۴۲ ـــ اصیل او رښتینی اوسېدل بې پایه ښکلا ده .
۴۳ ـــ که چېرې مینه نه احساسوې؛ نو ځان ښودنه مه کوه، هڅه مه کوه، چې داسې وښایې، چې مین یې، حتا
که غوسه یې ووایه، چې غوسه یم او واوسه، مګر رښتینی واوسه .

۴۴ ـــ که چېرې په یوه ګل مین یې نباید هغه را وشکوې، ځکه چې ګل له ودې څخه پاتې کېږي او له منځه ځي، په دې اساس که په ګل مین یې باید اجازه ورکړې، ترڅو ګل وده وکړي . مینه مالکیت نه، بلکې ستاینه او مننه ده .

۴۵ ـــ لومړنی ګام هغه دی، چې ژوند په هغه ډول ومنې، په کوم ډول چې دی .

۴۶ ـــ  یوازې مړ انسان هڅه کوي، ثابته کړي، چې ژوندی دی .

۴۷ ـــ که چېرې مینه ونه شي کولای، چې له تانه یو شاعر جوړ کړي، نو بل هېڅ څیز به ونه شي کولای .

۴۸ ـــ د انسان تر ټولو ستره خوښي، د هغه آزاد اوسېدل دي .

۴۹ ـــ هغه انسان چې حقیقت رسېدلی، څنګه کولای شي چې درواغ ووایي ؟ د څه له پاره درواغ ووایي ؟  د ویلو له پاره هېڅ درواغ نه لري .

۵۰ ـــ هغه پټه کیلي، چې د معجزو دروازې پرانیزي، خوشاله اوسېدل دي .
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د