fbpx

د اباسین د غمیزې حل

نصیب ځدراڼ

اباسین شهید چې د نهو خویندو یو ورور وو، د غلو په لاس په ظالمانه ډول شهادت یي ټول افغانان ودردول.

اباسین درې میاشتې مخکې اختطاف شوی وو،اختطاف ګرو څو ځله د اباسین کورنۍ ته د اباسین ویډیو راولیږلې، په ټلیفون کي تماسونه ورسره ونیول او اخر کې یې یو داسي دردونکې ویډیو هم ورولېږله چې اباسین یې لاس او پښې یې تړلې وو او د چپه لاس کوچني ګوته يي هم پرې سوي ښکارېدله.

خو د تاسف ځای د حکومت بیغوري ده ځکه ، چې درې میاشتو کې یې چا غم ونخوړ بالآخره یې د شهادت خبر راغی ورسره دا خبر هم راغی چې ملي امنیت اته تنه غله ونیول.

درې میاشتو کې دوې که د غلو موبایل د شبکې د لارې تعقیب شوی وايي نو د دوې موقعیت به ډیر په آسانۍ سره پیدا شوی وو او غله به نیول شوی وی،

خو دا خو څه د طالب موبایل نده چې په خپل کور کې ناست وي صرف” بلې” ږغ پکي وکړي نو د زرګونو کیلومترو لري نا راغلي بې پیلوټه یې د ترهګرۍ په جرم بمبار ورباندی وکړی او شهید یې کړي.

اوس که دا غله اعدام کړي یا یې بندي کړي اباسین خو په دا نه راګرځي او نه یې هم د کورنۍ غم کمیږي خو حقیقت که ووایو دا دیارلس کاله د دولت امنیتي ځواکونه، ملي امنیت، عدالتونو او محکمو ټول قوت په دا مصرف کړئ چې یواځي هغه خلک شهیدان، بندیان او اعدام کړي چا چې د ناټو د یرغل په خلاف پاڅون کړی. د بګرام، پلچرخي، کندهار، جلال آباد او په ټولو زندانو کې د غلو، قاچاقبروو اختطاف چیانو، بدکارانو شمیر په اوړو کې د مالګې په برابر دی، ټول مجاهدین پکې بندیان دي.غله په دولت کې اوږده لاسونه لري، که وا نیول شي نو د محکمو نا ډیر په آسانۍ سره خلاص شي.

یو اباسین نه ده دا دیارلس کاله غله، اختطاف،قاچاقبري لوی کاروبارونه جوړ شوی دي، مجرمانو په ذهن کې دا خبر وي چې اول خو نیول کیږو نه او که ونیول شو هم نو د پیسو او د واسطو په ذریعه به په آسانۍ سره له زندانه خلاص شو.دوې بې دریغه په عوامو قصابي شروع ده.

او که د دي فاسد نظام په ځای شرعي نظام وی د لکه د اسلامي امارت په حکومت کې چې وو، یو څو غلو نا لاسونه پري شوي وايی، یو څو قاتلان، اختطاف ګر په څلو لاریو کې په دار راځړیدلي وی نو د اباسین شهید غوند زرګونو کورنۍ به ویر په ټغر نه کیناستي.

د افغانان د فاسد نظام څخه تنګ شوي د عسکر، ولسوال، قاضي، څارنوال، والی وزیر هر یو په اداري فساد ککړ ده، د افغانانو د مشکلاتو حل په سوچه اسلامي نظام کې ده او د ټولو افغانانو غوښتنه هم شرعي نظام ده، نن به وي که سبا یا به زر شي که ناوخته خو د افغانانو دا ارمان به پورا کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د