fbpx

حلب کې ۴۰ پرله پسې بمباريو ګڼ ولسي خلک وژلي او روغتون يې نړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): له تېرې ورځې راهيسې د سوريې په شمال حلب کې د بشارالاسد او روسي الوتکو په بمباريو کې ګڼ کلي ويجاړ شوي او لسګونو ولسي خلکو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده.

عربي رسنۍ وايي، چې حلب کې بشري وضعيت نور هم په خرابېدو دی.

حلب کې د الجزيرې تلويزون خبريال عمرو حلبي وايي، چې روسي الوتکو له تېرې ورځې راهيسې لسګونو ځل پر حلب ښار او شاوخوا سيمو ناتاره بمبارۍ کړي، سلګونه ولسي خلک د ورانو شوو ودانيو لاندې بند پاتې دي او اوس هم د بشارالاسد او روسيې جنګي الوتکې ړندې بمبارۍ کوي.

د الجزيرې د خبريال له قوله شېبه مخکې د روسي الوتکو په وروستۍ بمبارۍ کې يو ځای د يوې کورنۍ شپږ غړي ووژل شول او په بل کلي کې هم له پنځلسو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عربي رسنۍ د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د بشارالاسد او حزب الله ملېشې د ولسي خلکو پر کورونو توغنديز بريدونه کوي، جنګي الوتکې کيميايي بمونه غورځوي او په ګڼو سيمو کې پر امبولانسونو هم بمبارۍ شوي دي.

د رسنيو له قوله د حلب يوه لاره ده، چې امبولانسونه په کې مړي او ټپيان روغتونونو ته لېږدوي، مګر الوتکې پر دغه لاره هم ناتاره بمبارۍ کوي.

د ولسي خلکو پر کورونو د امريکا په ملاتړ جنګېدونکي کرديان، د حزب الله ملېشې او د بشارالاسد ځواکونه توغنديز بريدونه کوي او جنګي الوتکې پرې بمبارۍ کوي.

د حلب علماوو پرېکړه کړې، چې په جامع جوماتونو کې دې د بمبارۍ د خطر له امله د جمعې لمونځونه نه کيږي او په ټول عمر پرون لومړۍ ورځ وه، چې د حلب تاريخي جامع جومات کې د جمعې لمونځ ونه شو.

د بشري حقونو ټولنې وايي، چې تر اوسه په دغو بريدونو کې له ۱۳۰ زيات ولسي وګړي شهيدان شوي دي او ګڼ نور د ويجاړو شوو ودانيو لاندې پاتې دي.

حلب کې د الجزيرې خبريال د جګړې له ډګره په ژوندي راپور کې وايي، چې تېره شپه د روسي الوتکو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو د کورونو او جوماتونو ترڅنګ د درملو زيرمتون او د بې پولې ډاکټرانو روغتون په مکمله توګه ويجاړ شو.

څو ورځې وړاندې روسي الوتکو د بشري مرستو پر يوه اداره بمبار وکړ، چې لږ تر لږه د خيريه ټولنې پنځوس داوه طلب کاګران يې شهيدان کړل.

حلب کې د بشارالاسد مخالفې جهادي ډلې وايي، چې واکمن رژيم او روسي الوتکې د دې لپاره ناتارې ړندې بمبارۍ کوي، چې د اسد مخالفين دې ته اړ کړي، تر څو دغه سيمې پرېږدي او د بشارالاسد ملېشې يې تر خپل واک لاندې راولي.

د ماشومانو تر ټولو خوږ او زړور ډاکټر هم شهيد شو

حلب کې د ماشومانو متخصص ډاکټر محمد وسيم معاذ هم خپل ځان د حلب ماشومانو لپاره قربان کړ او د خپلو دوستانو د پرله پسې ټينګار سربېره هم يې حلب پرې نښود، تر دې، چې وړمه ورځ د روسي الوتکو په بمبار کې په القدس روغتون کې شهيد شو.

ډاکټر محمد وسيم معاذ

ډاکټر محمد وسيم معاذ

د ډاکټر وسيم معاذ همکاران، چې له بمباره روغ وتلي، وايي، چې نوموړی د سيمې په کچه د ماشومانو تر ټولو غښتلی او مهربانه ډاکټر و او د حلب په دوزخ کې يې د دې لپاره ژوند غوره باله، چې د سيمې د ماشومانو ژوند وژغوري.

د ډاکټر معاذ ملګري وايي، چې تل به يې سترګې له اوښکو ډکې وې، ږيره به يې په خپلو اوښکو لمده وه او د ماشومانو خدمت به يې کاو.

بالاخره وړمه ورځ په القدس روغتون کې دغه ډاکټر د غاښونو له يو بل ډاکټر، درې نرسانو، ۲۲ ولسي وګړو او لسګونو ټپيانو سره د روسي الوتکو په بمبارۍ کې شهيد شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د