نظــر

د پوهنتون او دانشګاه قلابی انقلابیان وپیژنی

بسم الله الرحمن الرحیم  

مونږ او تاسی ددی خبری عملی شاهدان یو چه په ټوله استعماری میډیا کی ځینی د  وچی استاذان ، سیاست پوهان او زمونږ د ورونو قومونو واکداران په ټولو قومونو او په ځانګړی ډول زمونږ په پشتنو کی شتون لری کوم چه د لاسپوڅی اداری او د نړیوال استعمار له استخباراتو معاشونه او مقامونه ترلاسه کوی چه زمونږ د مظلوم او مجاهد اولس پام د نړیوال استعمار له وحشت ، او مظالمو نورو بی معنی ، بی ماهیته او بی اهمیته د نومونو او  لغتونو  جنګونو او مناقشو ته واړوی ( چه د پوهنتون نوم دی په دانشګاه او یا د دانشګاه نوم دی په پوهنتون بدل شی )  یا ( لوی افغانستان ، خراسان او داسی نور) چه د ورونو قومونو تر منځ یی کرکی او دشمنی رامنځته کړی او رامنځته کوی یی ،

  وایی     ( اوبه خړی کړه ماهیان ونیسه ) او یا ( وویشه حکومت وکړه ) دا د انګریزانو د مستعمره کولو او استثمارولو ډیر پخوانی فارمول او په اصل کی د نړی د  ټولو وحشیانو ، ظالمانو ، استثمارګرو او جابرو قدرتونو له همدی ډول تاکتیکونو ګټه پورته کړی او پورته کوی .
د دی پر ځای چه د بنسټیزو کړنو په هکله فکر وشی لکه د ( د یموکراسی او یا سکولریزم ) په مقابل کی د اسلامی نظام د عملی بدلون خبره وکړی ، زمونږ د خپلواکی ، خاوری او خلکو څخه د دفاع په غم کی ، زمونږ په ۴۰ کلن وران شوی ملک کی د بیا رغونی ، زمونږ د ټولینز جوړښتنو بیا یووالی ، او داسی نورو مهمو بنیادی اړخونو ، د ښوونی او روزنی ،  د ټولنی په اسلامی اخلاقو ، ارزښتونو او کاری تجربو په هکله خیال وساتی، ښکلی وړاند یزونه ، پلانونه او تدابیر ولری ، ترڅو مونږ هم  د نوری نړی په پرمختللو هیوادونو کی وشمیرل  شو.
له بده مرغه زمونږ پلورل شوو ، بی ځانه ، بی وجدانه او بی ایمانه ، نیکتایی پوشو ، اماتور روشنفکرانو داسی غیرانسانی کړنو ته لاسونه اوږده کړی چه زمونږ ټولنیز جوړښت  ټوټه ټوټه ، مونږ تجزیه او وویشی کوم چه د انګریزانو د مستعمره کولو او استثمارولو ډیر پخوانی فارمول دی .
زمونږ د ګران هیواد اوسنی ستونزی د ملی او بین المللی مافیه وو  یا تروریستی  بانډونو په واسطه رامنځته شوی او دوام لری بین المللی مافیه یا نړیوال استعمار د دیموکراسی او سکولریزم دکرغیړن نوم لاندی زمونږ اسلامی نظام ویجاړ او زمونږ ټولنیز جوړښت یی په قومونو ، مذهبونو ، سمتونو ، ژبو او ګوندونو تار په تار او  وویشلو .
کله چه یی زمونږ اسلامی نظام لیری ، حیوانی ژوند ته یی راښکته ، مونږ په خپله خوښه او غوښتنه د مافیه وو د استثمارولو او غلامولو د پاره اماده کړو ، د مافیه وو اولنی ګذار زمونږ له ویشلو وروسته زمونږ د ټولنی طبقاتی کول وو یعنی زمونږ ( په سلو کی یوه برخه )  پلورل شوی ، بی ضمیره  مفسد ین ، بی کفایته او نااهله وحشیان یی په ډیره اوچته  کچه بیلونران  او زمونږ په ( په سلو کی نهه نوی برخی ) مظلوم ، فقیر مګر مجاهد اولس یی په زور چارواکی کړل .
دا یوه برخه پلورل شوی بیلونران ، بی واکه او بی کفایته چارواکی د بین المللی مافیه په حمایت ، دستور او قومانده هر ډول تعصباتو را پارولو ته لمن وهی او هر یو یی بیا ځانونه د خپلو قومونو او مذهبونو نماینده ګان او صاحبان ګڼی        ( کوم چه اصلا یی دشمنان دی ) په دی واسطه یی خپل قومونه یرغمل نیولی ، ځانونه پری خوندی ساتی او لا ډیر یی استثماروی .
له خلکو د خپل افغانیت ، اسلامیت او انسانیت د ګډو مخرجونو روحیه هیره شوی او ټول په کوچنیو مخرجونو ویشل شوی او ځانله شوی دی . نو  مافیه وو ته د هغو د هر قوم ، ګوند ، مذهب ، سمت ښکار کول ډیر اسان شوی دی . خارجی بانډونه د اخلی بانډونو ته د دی ډول  تعصباتو او د نفاق زیږولو ،  اچولو ،خپرولو او پارولو د پاره بی شمیره وسیلی ،پیسی او وسلی  ورکوی.
داچه خلک غریب ، ناپوهه ، غریب او بی کاره دی نړیوال استعمار له همدغه مظلوم اولس څخه باسواده ولی ناپوهه ځوانان او پیغلی په نښه او غوره کوی ، اوچت معاشونه او مقامونه ورکوی چه د نفاق زیږونی او  اچونی د پاره همد ا ګنده او ذلیله دندی تر سره کړی . د دی پرځای چه د خپلی خاوری او خلکو د دشمنانو په مقابل کی ودریږی د خپل مظلوم اولس د ملی او اسلامی مقداساتو ، خاوری او خپلواکی څخه دفاع وکړی د ( پوهنتون او دانشګاه ) په جنګ کی بند پاتی دی او په دی واسطه نه یواځی خپل ځانونه بلکه د ټول ملت پام د استعمار له وحشت او بربریت څخه ډیرو کوچنیو او بی ګټو کارونو ته اړوی .
دا چه میډیا هم د مافیه وو ده او د مافیه وو په واک کی ده زمونږ په ځینو ناخبره او ناپوهه خلکو باندی دا ډول ناولیتیا خامخا اغیزه کوی .                            کله هم ورته د ګاونډیانوکرکی او  دشمنی رامخی ته کوی ، وایی ( چه زمونږ اصلی دشمنان ایران او پاکستان دی ) یو متل دی وایی له هرچا به وتښتی مګر له ګاونډیانو تیښته نه کیږی او بل د ګاونډیانو د دشمنیو تاوانونه او د دوستیو ګټی یی دلیری هیوادونو پرتله څو ځلی زیاتی ، موثره ، ژر او دوامداره وی ، نو بیا د ګاونډیانو د زیاتواو دوامدارو  تاوانونو پرځای ولی د هغو زیاتی او دوامداره  ګټی نه تر لاسه کوو ؟                                                                                 مګر استعمار زمونږ د ګاوندیانو په هکله کومی کرکی او کینی چه مونږ ته اچولی دایی زمونږ ګاونډی هیوادونو ته هم ورتزریق کړی هڅه او وسه لری چه مونږ یو له بله جلا او یو د پل سره په دشمنی کی وساتی نو په دی ډول د هر یوه ګاونډی هیواد  څخه د بل ګاونډی هیواد  په مقابل کی کار اخلی .
دا پلورل شوی او اماتور  روشنفکران ، د مقاومت اسلامی  مجاهدین خلکو ته جاسوسان او پلورل شوی ور پیژنی وایی دوی د ایران او پاکستان له خوا تمویل ، تجهیز ،  د هغو جاسوسان  او د هغو د ګټو د پاره کار کوی ، برخلاف د ۴۸ ملکونو لاسپوڅی ، پلورل شوی او جاسوسان بیا خلکو ته مبارزین او مجاهدین پیژنی  د مثال په ډول  سیاف ، ربانی ، مجددی ، افندی ، او داسی  نورو ته  د روسانو دوخت جهادی رهبران او اتلان وایی .  په داسی حال کی چه هغوی له اوله پلورل شوی او  د استعمار سره په اړیکو کی وو او زمونږ افغان مجاهدین یی د نړیوال استعمارد ګټو د پاره  ، د روسانو او کمونستانو سره په مقابل جنګ کی  استخدام کړی وو ،  دا دروغ هم نه وو وروسته په ډاګه شوه چه د څو میلونو افغانانو په  ګرمو  وینو  ګټل  شوی  جهاد  ته  د  سوړ جنګ یا جنګ سرد ( د امریکایانو جنګ ) نوم د امریکی او غرب له خوا  ورکړی شو او تراوسه  دغو پلورل شوو رهبرانو او قوماندانانو  یی نه یواځی مخالفت ونکړو بلکه په خپلو لیکنو کی همدا د سوړ جنګ او یا جنګ سرد نوم لیکی  . د دی پرځای چه د ملی خاینانو ، منافقینو او پلورل شوو نومونه  ورباندی کیښودل شی دوی ورته جهادی رهبران او د جهاد اتلان واییی؟ .
دا اماتور او پلورل شوی روشنفکران کله بیا د عوامو ټوله مرګ ژوبله  ، د اسلامی مقاومت  له مجاهدینو په ګوته کوی ،وایی کفر خو کفر مګر اسلامی مقاومت هم په مونږ کفر کوی،  زمونږ بی ګناه او بی دفاع خلک د پاکستان او ایران  د ګټو د پاره وژنی.

 او د دی د پاره چه د کفری نړی سره د جهاد او مقاومت مینه او روحیه کمزوری کړی وایی افغانان نور له جنګه ستړی شوی سوله غواړی مونږ زده کړی او تعلیم ته اړه لرو مونږ مرمی نه بلکه قلم او کتاب ته اړه لرو،او داسی نور او نور.  تر څو په دی وسیله  د استعمار پښی او لاسونه  لا ډیر محکم او با دوامه  وساتی او د ډالرو بهیر پلورل شوو ایزمیانو ته  جریان  ولری اوس  ستاسی قضاوت او عدالت ، که دوی پلورل شوی ، بی ځانه او بی ضمیره نه وی نو څوک به وی ؟
استعمار د کار د موثریت د پاره دغه پلورل شوی اماتور ایزمیان هم سره ویشلی او بیلابیلی دندی یی ورکړی دی یو شمیر یی د هرډول ښکرورو دروغو ، کږلیچو خبرو  او ناولتیاوو د خپرولو ، استدلال او منفی تبلیغاتو د پاره مشخص کړی و بله  پلورل شوی ډله یی ورله د  تایید د پاره ځانګړی کړی چه  د اولی ډلی د ښه شخصیت د مشهورولو د پاره ورله کمپاین کوی.

دی اماتورانو چه  کوم انقلابی او ویاړلی  نومونه ځانته غوره کړی او نصب کړی  لکه افغان ، قهرمان ، ویاړ ، وطن پرست  او ځینوو خو بیا د  شهید دا کتر نجیب ،شهید  امین ، شهید ترکی نومونه او ځینو بیا د احمدشاه بابا ، میرویس نیکه او داسی نور ویاړلی مجاهدین وایی  . دا دوهم بانډ بیا د اول بانډ په هکله وایی چه دا ورور ډیر مبارز ، قهرمان او ملی شخصیت دی او په خپلو خلکو دردیدلی او زوریدلی او د ویاړنی وړ روشنفکر ځوان دی تر څو په دی ډول  په خلکو کی د  داولی ډلی خبری موثری ، مثمری او ډیری ښی  اغیری ولری .
ورونو که دا کار دوی شعوری د ( څو ډالرو او مقامونو ) په خاطر او یا غیر شعوری د ناپوهیو او بی عقلیو له امله کوو او کوی  په هر صورت دا زمونږ د ټولنی او زمونږ د مظلوم اولس مادی او معنوی ځان وژنه او تباهی ده ، د دی پرځای چه د دی پلورل شوو ، بی ځانه او بی وجدانو مخ نیوی وشی او مناسبه سزا ورکړی شی برخلاف دوی زمونږ استاذان او مقتیان دی مونږ ته نصحیتونه او د عبرت درس راکوی ( وایی ته واقعی پشتون نه یی او داسی نور او نور ) .
د دی د پاره چه ځانونه اصلی واکداران او وارثین خلکو ته ور وپیژنی لکه د مشرانو په شان ډیر ځله کنځل او توهین هم کوی . په هره ممکنه وسیله چه وی مونږ باید دی ذلیلو ته قناعت او یا په هره بله وسیله یی مخه ونیسو . د دوی د  ابلهانه استدلال . دروغ  او بی ځای تهمتونه د خلکو غوږونو ته ورسوو او د دوی په ور پیژندلو یی له اضرارو مخ نیوی وکړو او دوی ته په کلکه اخطار ورکړی شی چه له دی ذلیله، ښکته او سپکو حرکاتو لاس واخلی ، که نه د دوی منفی رول تر مافیه وو مونږ ته ډیر زیات خطرناک ، ظالمانه ، تباه کن ، د پلورلو او غلامولو رول دی .
زمونږ مجاهد او زوریدلی اولس نور د دوی د قلابی او اماتورانه روشنفکری ، ایزمیتوب ، په تیرویستونکو استعماری لغتونو ، انقلابی نومونو ، تصویرونو ، یوینبفورمونو او انقلابی جملاتو نور نه تیروځی او د دوی سره به هماغسی چلند وشی لکه څرنګه چه د مافیه وو ،پلورل شوو ملحدینو او بی ضمیرو سره کیږی دوی د استعمار څمڅی او لاسپوڅی دی ، مونږ پوهیږو چه د دوی نیکتایی ، د دوی بی ږیری او نیم ږیری مخونه ، د پیشو ګانو بریتونه او د اماتورانو دریشیو ، رنګ و روغن او ښځینه میکپونه د دی نمایندګی کوی چه دوی د استعمار او استعمار د دوی دی ، نه یواځی په درد نه خوری بلکه مونږ د پاره د زهرو ډکی پیالی دی چه باید ټولی له یوی مخی ماتی شی  او بس .       

و من الله التوفیق

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x