نړۍ

په بلجیم کې مسلمانانو سره بد چلند معمول ګرځېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې له هغو چاودنو وروسته چې پړه یې اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیسته، په دغه هیواد کې د مسلمانانو په وړاندې بد او توپیري چلند د ورځي معمول ګرځېدلی دی.

په دغه هیواد کې د اسلامفوبیا سره د مبارزې یوه ټولنه وايي چې په بروکسل کې تر چاودنو وروسته دوی د مسلمانانو پر ضد د خپل مذهب او دین له وجې په جنايي پيښو کې زیاتوالی محسوس کړی دی.

په یوه راپور کې چې دغه ټولني تازه نشر کړی، ویل شوي چې د بروکسل د پيښو وروسته هره ورځ په دغه هیواد کې د مسلمانانو پر ضد ژبني او بدني منفي برخورد کیږي، چې له امله یې د بلجیم د مختلفو ادیانو وګړي په یوه ټولنه کې را ټولېدل ورځ په ورځ سختیږي.

د الجزیرې د راپور سره سم مخکې به یوازي سیاسي مشرانو د اسلام او مسلمانانو پر ضد توندې خبري کولې خو اوس په ټولنه کې عام وګړي او محصلین هم د مسلمانانو په وړاندي ښه رویه نه کوي.

راپور زیاتوي چې په رسنیو او انټرنیټي پاڼو کې د مسلمانانو پر ضد ډېر څه نشریږي چې له امله د مسلمانانو په وړاندي بد چلند ورځ په ورځ مخ په زیاتوالی دی.

د بروکسل په هوايي ډګر او د میټرو په تم ځای کې په (سه شنبه، وري ۳مه، ۱۳۹۵ ل) پرلپسې چاودني وشوې، چې له امله ۳۱ تنه ووژل شول او ۲۰۰ کسان نور ټپیان شوي وه.
ددغه چاودنو مسؤولیت د اسلامي دولت ډلي منلی وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x