شعـــــرونه

يوويشتمه آنلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د د شپې انلاين فی البديهه مشاعره چې د تکړه شاعر عرفان الله عرفاني صاحب د فېس بوک پردېوال ترسره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!

د معمول سره سم دا دی مشاعره د کلاسک صوفي شاعر ( عبدالرحمن بابا ) د شعر په مطلع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې راپيل کړئ!

په دنيا کې که څه کار دی خو د دين دی
د دې کار په کُننده وو آفرين دی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوبل وژني د همدغه دين په نوم چې!
د قاتل او مقتول دواړو پرې يقين دی
عبدالمالک ستانيزی

و ايوبه په يارۍ باندې يې وياړم
د زړه سر مې د دې جګو غرور شاهين دی
محمد ايوب محمدي

امارته رب دې تل لره سر لوړی
ستا د هر دښمن زړګی له غمه خوړين دی
فيضاني

په دې فخر کړم اُمت د هغه چا يم
چې موصوف په رحمة اللعالمين دی
اجمل صابر

ډېر د غرل په ميو مست دي او ګډېږي
د دې غرب له غلامانو مې زړه خوړين دی
شعري دنيا

کور پر کور دې ژړاګانې او ويرونه
انقلاب دی هر زلمی غمګين غمګين دی
حضرت الله صديقي

نادانان دي نادانان دی نادانان دي
چې دولت او په دنيا په سې غمګين دی
پښتون زلمی

امارت خو په ګلونو ښايسته دی
چې په رأس کې يې اميرالمؤمين دی
دنګ منار

خلاص به نشئ خوارجو داعشيانو
طالب جان درته راوتی آسپه زين دی
خپلواک افغان

په ښکلا يې ټول جهان دی ځلېدلی
مصطفی مو د خوږمنو زړو تسکين دی
محمد خان محب

آزادۍ ستا د راتلو په انتظار يم
مادې غاړې ته جوړ کړی لونګين دی
عرفاني

په دارينو کې نشته مثالونه
دومره حسن خدای ورکړی دی حسين دی
عبدالباقي مهاجر

هسې موږ لمر په دوه ګوتو دی پټ کړی
حق ښکاره دی حق واضح دی حق مبين دی
حميد اشنا

د جهاد په سنګرو باندې مين يم
زما غازي لالی په مثل د شاهين دی
عبيد شنواری

زمونږ ګران افغانستان خوږو ملګرو
پر زولی يې نن بيا د وخت ګورګين دی
منصور افغان

مجاهد جانان مې بيا ځان سنګار کړی
په يو لاس کې يې راکېټ بل کې دوربين دی
عرفاني

شوه هېواد کې يې بېړۍ د غرور غرقه
چې څپو يې لا پخوا وړی برلين دی
مهاجر افغان

څومره ښکلی مو نبي اخير زمان دی
رب ستايلی په طه او په ياسين دی
هاشم سادات

د صليب د هر ګزار مخې ته ډال دی
د دې خاورې هر بچی صلاح الدين دی
عبيد شنواری

زنګ وهلی يو ټوپک مونږ ته ايټم دی
سر خوړلی زموږ دښمن زمونږ په کمين دی
ريحان جان زاهد

په کلونو له وطنه مهاجر يم
زما د ښکلي وطن نوم څومره شرين دی
حبيب الله سيال

دا په خړو خاورو خړپړ چې ښکارېږي
دغه قام د پښتنو دی ډېر سنګين دی
عاصم صميم

مجاهده پاک الله به دې نصرت کړي
په وعدو د قرآن باندې زمونږ يقين دی
مختار فاروقي

آخ دا کوم ظالم په ظلم شهيد کړی
دا چې پروت پخپلو وينو کې رنګين دی
عرفاني

عمري ګزار پرې سم حشر جوړ کړی
ترې په تښته هر شيطان او هر ګورګين دی
رفيع الله خيالي

مونږ مات کړی لا پخوا انګرېز چنګېز دی
په ګونډو نن د غربي ښکېلاک ګورګين دی
رحيم الله پرهېز

ګران منصور زمونږ قايد زمونږ رهبر دی
بل تر څنګ يې خليفه سراج الدين دی
سيد کامران

سلامونه مو قبول کړئ شاعرانو
امارت مو په اشعارو ښه رنګين دی
شکرالله شمال

ياره دا وار په کابل کې خوند پرې وشو
رياست دی او که ارګ دی پرې ناورين دی
ابراهيم بريال خالد

د مرحوم مشر په نوم مو عمليات دي
ګران منصور زمونږ اميرالمؤمنين دی
مولوي محمد محمدي

نړۍ وال کفري ځواکونه يې په ګنډو کړل
پر سر تېرو مجاهدو آفرين دی
زرخان احمدزی

ټول امت به شفاعت ورځينې غواړي
خوږ نبي زمونږ شفيع المذنبين دی
جبار تنها

زه يې زکه په نامه سر ورکومه
زکه هر سنت زما د ګران حسين دی
غزنوي

يا الله ته يې ناصر او مدد ګار شې
چاچې کړی په هر کار خدمت د دين دی
رحماني

په سنګر کې معتکف دی تکبير وايي
په سينه يې ايښی تورة ياسين دی
حيات الله حنيف

حيوانات که نباتات که جمادات دی
ښه عيان په کې قدرت د رب متين دی
عبدالقدس فاتح

د مادياتو له نړۍ نه بې پروا يم
زما اعتماد خاص به رب العالمين دی
ياسر فردېس

په دنيا کې علما دې بهتر خلک
هرځای کړی يې خدمت د ښکلي دين دی
ايوبي

پر وطن مو رنګارنګ آفات را ووري
ظالمانو شهيد کړی اباسين دی
احمد مختار

بيا ماتم دی سترګې اوښکې اوښکې ښکاري
را خور شوی پر وطن بيا کوم ناورين دی
مسروري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x