نړۍ

په ایران کې ۳۰ سني علماء د اعدام د برخلیک سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په ایران کې د سیاسي بندیانو څخه د دفاع یوې حقوقي ټولني ویلي چې په دغه هیواد کې ۳۰ مسلمان سني علماء د اعدام د برخلیک سره مخ دي.

یادې ټولنې وايي چې د ۲۰۰ داعیانو او علماوو څخه چې اکثره یې کرد توکمه دي، د ایران په زندانونو کې د بند شپې ورځي تیروي.

دغې ټولني پر خپلې رسمي انټرنیټي پاڼه ویلي: «د اهل سنت ۳۰ بندیان چې د ایران په لویدیځ کې د کرج په ښار کې د رجائي شهر په نامه زندان کې بندیان دي، د ایران د امنیت د خرابولو او د ایراني نظام پر ضد د خبرو په تور اعدامیږي».

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر ۲۰۰ زیات داسي بندیان چې یوازې د خپل عقیدې پر اساس نیول شوي، په تهران، کرج، همدان، کرمانشاه او نورو ښارونو کې بندیان دي.

یادې حقوقي ټولنې زیاته کړې: «دوی د نورو بندیانو په څېر حقوق نه لري، د دیني فرایضو د ادا کولو څخه محروم دي، د زندان چارواکي پر دوی باندي له هیڅ ظلم او تیري څخه دریغ نه کوي».

د بندیانو له لوري د ملګرو ملتونو او بشري حقوقو سازمانونو ته په لیږل شویو لیکونو کې ویل شوي چې په دوی باندي ظلم کیږي، د تعذیب هیڅ داسي کومه طریقه به پاتې نه وي چې په دوی نه وي ازمایل شوې، چې په هغو کې په اور سوځول، د جسم پر حساسو ځایونو د برق شارتونه ورکول، په چپ اړخ ځوړندول، وهل او ډوبول شامل دي.

دغه بندیانو ویلي چې یوازې دغه تعذیب نه دی، بلکې دوی ته روحي تعذیب هم ورکول کیږي لکه په زوره د ږیرې خرییل، د اهل سنت عقیدې او صحابه وو ته ښکنځل کول، ډیر ستړی کول، بدخوابه کول، په لوږه او تندي تعذیبول او همداسي د کورنیو غړو ته تکلیف رسول دي.

د دغې ټولني د راپورونو سره سم په رجائي شهر زندان کې د «شهرام احمدي» په نامه یو تن بندی دی، چې د تېرو ۷ کلونو راهیسي په زندان کې پروت دی. په هغه تور دی چې د ایراني نظام په خلاف یې مبارزه کې شرکت کړی، په سیاسي او دیني غونډو کې یې ګډون کړی، دیني کتابونه او سي ډیاني یې خرڅي کړي دي.

د نوموړي یو ۱۷ کلن ورور حامد احمدي په همدې تور د ۲۰۱۵ په مارچ میاشت کې د پنځه نورو بندیانو (کمال ملائي، جمشید دهقاني، جهانګیر دهقاني، صدیق محمد او هادي حسیني) سره یوځای اعدام شو.

د بښنې نړیوال سازمان هغه وخت ویلي وه چې اعدام شويو کسانو د ایران په کردستان کې په سوله اییزه توګه خپلې دیني غونډي جوړولې، او کله یې هم د چا ژوند له خطر سره نه وو مخ کړی، خو د ایران حکومت د یوه بل سني عالم د قتل په تور دوی اعدام کړل.

د اهل سنت سیاسي او حقوقي فعالان وايي چې د کوم سني عالم په قتل چې دغه پنځه کسان تورن وه، ډیر نور سني علماء او دیني زده کوونکي هم د هغه په مرګ تورن دی چې له څو کلونو راهیسي په زندان کې پراته دي او تر اوسه یې هیڅ محاکمه نه ده شوې.

دوی وايي، ایران هر هغه کس نیسي چې د اهل سنت پر وړاندي د ایران د توپیري او عنصري چلند څخه په تنګ راغلي وي او په سوله ایزه توګه خپل اواز اوچتوي تر څو خپل دیني او عقیدوي ازادي ولري.

ایران د اهل سنت لپاره په تهران کې د یوه مسجد جوړولو اجازه هم نه ورکوی، بلکي د تېرکال په جولاي میاشت کې یې د سنیانو یوازینی پاتې مسجد هم ونړاوه.

sunni ulama iran

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x