akhter mubarak

ټولو مسلمانانو اوخپلو درنو هیواد والو ته د نن ټکی اسیا د ادارې له خوا د نیکمرغه کوچنې اختر مبارکې

ټولو مسلمانانو اوخپلو درنو هیواد والو ته د نن ټکی اسیا د ادارې له خوا د نیکمرغه کوچنې اختر مبارکې وایو ، الله جل جلاله ته سوال کوو چې روژه او ټولو عبادتونه مو قبول کړې او لوی څښتن مو دې له اور نه نجات په نصیب کړې .  

له مهربانه څښتن نه غواړو چې دا اختر موږ دهیواد او ولس د ارامې ، سوکالې او تلپاته سولې اختر وګرځوې ، الله جل جلاله دې زموږ دردېدلی ولس له شته ستونزو او ناخوالو خلاص او د امن اوسولې ژوند دې راپه برخه کړي .

د نن اداره خپلو درنو لوستوالو او ګډونوالو ته وعده ورکوې چې تل به د هیواد او ولس په ګټه خپل فرهنګې رسالت په پوره بې پرې توګه پر مخ ولې ، او ستاسو دملتیا په برکت به دهیواد او دین د دښمنانو پر وړاندې تل یو پیاوړی  سنګر وي .

او د نن ټکی آسیا اداره خپلو د ټولو هغو مینوالو او همکارانو څخه د زړه له کومي مننه کوي، چي نن ته یې خپل د مبارکۍ پيغامونه را لیږلي، او خپل نیک احساسات یی را سره شریک کړي. ډیره مننه

ستاسو دخوشالي او بریالیتوب په هیله .

د نن ټکی اسیا اداره .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د