سوریه: داعش د بې پيلوټه الوتکو د بمبار څخه څنګه ځان ژغوري؟ – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د سوریې په الرقه ښار کې واکمن اسلامي دولت (داعش) ډلې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو څخه د ځان ژغورنې په خاطر له نوي تکتیکه کار اخیستل پيل کړي دي.

د برتانیې د ټیلیګراف د خبر سره سم دغه ډله اوس په الرقه ښار کې د بې پيلوټه الوتکو څخه د ځان ژغورني په خاطر لارې او کوڅې په لویو لویو خیمو یا ټوکرانو پوښي چې تر لاندې یې دوی په اسانۍ سره ګرځیدل او حرکت وکولای شي.

د «رقه په چوپتیا کې ذبح کیږي» ټولنې فعالانو داسي انځورونه نشر کړي چې لارې او کوڅې د داعش له لوري په لویو خیمو پوښل شوي. دوی ویلي چې داعش د کورونو او دوکانونو مالکانو ته په لیږلي لیک کې ویلي چې مونږ او تاسو ټول په ښار کې شریکانو یو، د هر دوکان او کور مالک به ۲۰۰۰ سوري لیره (تقریبا ۸ امریکايي ډالره) جمعه کوي، ترڅو پرې لوی لوی ټوکران وپیري او د اسلامي دولت ډلي جنګیالي د بې پيلوټه الوتکو څخه وژغورل شي.

په سوریه کې د بشري حقوقو د څار ډله وايي چې په الرقه ښار کې د بې پيلوټه الوتکو په بمبار کې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو تر څنګ ډېر ولسي وګړي هم وژل کیږي.

پر دغه ښار نه یوازي د امریکايي ایتلاف الوتکي بمباري کوي، بلکې د سوریې واکمن نظامي پوځ او روسي الوتکي هم شپه ورځ بمبار کوي چې له امله یې د ولسي وګړو ژوند له خطر سره مخ دی.

د یادونې وړ ده چې ځیني رسنۍ او سازمانونه ادعا کوي چې داعش ولسي وګړو ته اجازه هم نه ورکوي چې له ښاره کډه وکړي.

isis defends drone 1 isis defends drone

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د