شعـــــرونه

روژه: د عبد الروف قتیل خوږیاڼي شعر

روژه

روژه

له خوراکه چې تړي خوله

نــــور هرڅه په ډېره مينه

 

خپلې خېټې ته شړي خوله

په غيبت ژبه گويا وي

سترگې ډېرې بې حيا وي

گام اوچت په شيطانت شي

اموخته يې لاس په غلاوي

د سيسو کې چې صرفيږي

چې فکرونه يې گمراه وي

وي د ورور قتل ته وږي

پړسولي يې وي سږي

چې دښمن د نيکمرغۍ وي

ورانوي، چې د ژوند لاره

بندوي، چې د ژوند چاره

گاونډي چې يې نهاروي

دده زرقسمه افطار وي

د حرامو پروا نه کړي

دسترخوان باندې يې گوره

نعمتونه زيات کتاروي

چې په سود او په رشوت وي

د افطار به څه لذت وي

چې يې سترگې تماشا کړي

نظر لوبې  په حيا کړي

دا روژه لاڅه روژه ده

تش د گېډې انديشه ده!

عبدالروف قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close