نظــر

دا دیرش کاله مو داسی اخترونه تیر کړل

د اختر لمانځه نه ورسته کلیوال سره راټول شول. څوڅو کورونو ته یی د یوه یوه وخت ډوډی وسپارله. د غرمی ډوډی به د حاجی افضل په حجره کی وی، د ماخستن ډوډی به د عالم ګل اکا کره وی. پدی شکل یی د اختر د دریو ورځو لپاره ترتیب جوړ کړ. د خبرو په دوران کی یو چا غږ وکړ چی راځی ټول په جمعی سره د اول خان د زوی دعا ته ورځو. د اول خان زوی دری میاشتی مخکی په یوه ترافیکی پیښه کی وژل شوی و.

د غرمی ډوډی د حاجی افضل په حجره کی وه. ټول کلیوال سره را ټول شوی وو. اختر مبارکی ټولو سره وکړه، لږ ساعت خاموشی وه خو دا خاموشی د یو سپین ږیری په خبرو سره ماته شوه.

“هغه بله ورځ امریکایانو په لوګر کی سخت بمباری کړی، لس دولس کسان یی شهیدان کړی دی”.

 څنګ سره ناست ملګری ورسره خبره غبرګه کړه. اکا دا د یوی ورځی خبره نه ده، هره ورځ دا حال ده. له دی بمبار نه مخکی یی په وردګو کی بمبار کړی و. هلمند، قندهار او هرات کی خو یی مکمل کلی له مینځه یوړل. د مجلس یو بل ګډونوال په خبرو کی را ټوپ وهل په خوست کی د ماین چاودنی د یوی کورنی څلور کسان وژلی دی. خبره سره اوږده شوه او مجلس تود شو. هر یو کس غوښتل چی خپل معلومات یا د سترګو لیدلی حالات له نورو سره شریک کړی ځکه چی اکثره کلیوال د اختر لپاره د مختلفو ولایتونو څخه خپلو کورونو ته راستانه شوی وو. د مجلس ګډونوالو د مجلس لپاره یوه داسی موضوع انتخاب کړی وه چی ډیر څه پری ویل کیدی شول. مجلس د بمباریو، چاودنو، د حکومت د بی واکی، په حکومت کی د اداری فساد او د عامو خلکو د تلفاتو په اړوندو موضوعاتو را څرخیده. ډوډی تیاره شوه او خلکو د ډوډی لپاره لاسونه ومینځل خو پدی وخت کی هم په دغو خبرو بحث روان وو تر دی چی ډوډی خلاصه شو او ټول خپلو کورونو ته ستانه شول.

دا زموږ د خوشحالی ورځ ده او دا مو د ژوند حقایق دی. په دی خاوره کی موجود هر افغان دردیدلی او د بی وسی او مظلومیت یو لویه قصه ورپوری تړلی ده.  د ظلم، وحشت، یرغل او په مقابل کی یی د قربانی او له وطن او ولس سره د ددی خاوری د اصیلو بچو د مینی داستان چی له ۱۹۷۹ کال څخه پیل شوی لا تر اوسه پای ته نه رسیدلی. د هری ورځی په تیریدا سره په دی داستان کی یوه نوی صفحه ور زیاتیږی. هیڅ څوک نه شی ویلی چی دیرش کاله مخکی پیل شوی غمیز داستان به خدائی خبر کله ختمیږی. که چا ددی داستان د مثبت او په سوکالی او خوشحالی ولاړ پای ته رسولو کوشیش کړی نو د هغه لاسونه نیول شوی. اوس هم په نړی کی داسی وحشی صفته خلک شته چی هغوی له داسی داستانونو خوند اخلی او د داستان کردارونه نه پریږی چی د ظلم او بربریت دی داستان ته د پای ټکی کیږدی.

کله فکر کوم چی خدای مه کړه دا داستان په داسی حالت کی پای ته ونه رسیږی چی منزل ورځنی ورک وی. خوند خو هلته کوی چی کردار یی ژوندی وی او داستان منزل ته ورسیږی او ثمره یی هم پخپله را ټوله کړی.

 د همدی ورځی په هیله

لیکوال: انعام الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x