نړۍ

بغداد: خونړۍ چاودني ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د عراق امنیتی چارواکي وايي چې په پلازمینه بغداد کې دنن ورځي یوې خونړۍ چاودني ۲۴ کسان ووژل او تر ۴ زیات یې نور ټپیان کړه.

چاودنه د «حی المواشي» په نامه سیمه کې چې د بغداد سوېل ختیځ ته موقعیت لري، رامنځته شوې، ګمان کیږي چې د مرګ ژوبلي شمېره به تر دې هم زیاته شي.

د فرانس پریس خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي چې چاودنه د یوه موټر په واسطه تر سره شوې چې په همدې سیمه کې له مخکي ځای پر ځای شوی وو، کله چې شیعه زایرین د د امام موسی الکاظم په نامه زیارت ته له دې ځایه تېرېدونکي وه، موټر باندي چاودېدلی، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

امنیتي چارواکو ویلي چې له چاودني وروسته یې سیمه محاصره کړې تر څو د بلی ورته چاودني مخه ونیول شي.

په بغداد کې وخت نا وخته درنې چاودني را منځته کیږي چې تر ډیره یې پړه د اسلامي دولت ډله په غاړه اخلي، تیره دوشنبه هم د بغداد په ختیځه کې د عطرونو په یوه دوکان کې لویه چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۲ کسان مړه او ۳۸ نور ټپیان شوه. اسلامي دولت ډلي ویلي وه چې دغه چاودنه د یوه سرتیري په واسطه د شیعه ګانو د وسلوال پاڅون پر سرتیرو تر سره شوه.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن بغداد ته په یوه ناڅاپي سفر تللی وو او هلته یې د حکومتي جګپوړو چارواکو سره خبري اتري کړې وي.
د امریکا د کانګریس یوه غړي هم په تیرو ورځو کې د سوریې پلازمیني دمشق ته سفر کړی وو او هلته یې د بشار الاسد سره له نیژدو کتلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x