افغانستان

ولسي جرګه: د اباسین ځاځي تښتونکي او قاتلین دې مجازات شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د کابل امنیتي چارواکي د خلکو د ځان او مال د امنیت په تامین کې په بې کفایتۍ تورن کړل او له ګډ حکومته یې وغوښتل چې د اباسین ځاځي تښتونکي او قاتلین مجازات کړي.

۱۴ کلن اباسین ځاځی شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کابل ښار د کارته نو سیمې څخه وتښتول شو، له کورنۍ يې تر سل زرو زیات ډالر وغوښتل شول. تښتونکو د وخت په تېریدو له اباسین څخه لومړی ګوته پرې او ویډیو يې کورنۍ ته ولېږله، وروسته يې نوموړی و وواژه او کابل په خاکي جبار ولسوالۍ کې یې خښ کړ. د هغه قبر تېره ورځ دولتي ځواکونو د نېول شوو تښتونکو پر مټ پیدا کړ.

د اباسین پلار عبد الغفور معصوم وايي چې پولیسو ته هغه وخت خبر ورکړل شوی وه چې اختطافګر ۷۵ متره لرې وه خو پولیسو یې خبره بابېزه ګڼلې وه.

د اباسین ځاځي وحشیانه وژنې په ټولنیزو رسنیو سربېره په ولسي جرګه کې هم د تښتونکو خلاف توند غبرګونونه پارولي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې نظیفه ذکي د جرګې په عمومي ناست کې د کابل ښار د امنیت څخه سر ټکولو، هغې وویل: « په پلازمېنه کې د خلکو مال و ځان محفوظ نه دی؛ د خدای په پار هر ورځ تښتونه؛ که د تروریزم مخه نشې نېولای، کم از کم د سازمان شوو جرایمو مخه خو ونیسئ».

هغې د اباسین تښتونې او وژنې ته په اشارې سره وویل چې د دغې قضیې عاملین نېول شوي دي او له حکومته غواړي چې د دغو ظالمانو دوسيې ژر تر ژر وڅېړي او د خپلو اعمالو په جزا یې ورسوي.afghan_new_parliament_

د نظیفه ذکي په وینا «یواځې مور، د اباسین د کورنۍ درد حس کولای شي، یو ماشوم په څومره ستونزو لویيږي، خو د امنیتي مسوولینو د بې کفایتۍ له کبله تښتول کیږي او بیا په بې رحمانه ډول وژل کیږي».

د ولسي جرګې یوې بلې وکیلې فوزیه کوفي هم د اباسین تښتونه او وژنه وغندله. هغې وویل«دا سمه ده چې موږ له تروریزم سره مبارزه نشو کولای، خو امنیتي ځواکونه باید د سازمان شوو جرایمو پر ضد باید مبارزه وکړي».

د کوفي له قوله «په کابل کې د خلکو ځان او مال محفوظ نه دی، خلک مجبور دي چې وتښتي. د ارګ په څو کیلومترۍ کې خلک تښتول کیږي خو هېڅوک یې د ځواب ویلو نشته دی».

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم له حکومته وغوښتل چې د اباسین قضیه جدي وڅېړي او عاملین یې مجازات شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم د اباسین تښتونه او بیا وژنه وغندله او ويې ویل چې په دې غم کې ټول افغانان د اباسین له کورنۍ سره شریک دي.

هغه د کورني امنیت کميسیون ته هدایت ورکړ چې دغه قضیه په جدي توګه وڅېړي او راپور یې د جرګې عمومي مجلس ته ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x