نظــر

دطالبانو دمشر وروستی پیغام دواقعیتونو په هنداره کې !

دتیر په څیردطالبانو مشر ملامحمد عمر(مجاهد)دکمکي اختر په مناسبت یوتفصیلي پیغام نشرکړی .

په یاد پیغام کې  دهیواد په  روانو جریاناتو رڼا اچول شوې او  په ټولیزه توګه  پکې هغه د جهاد په ګټه او امریکایانوپه  زیان انځور شوی .

په  پیغام کې دافغانستان په داخلي  تحولاتو سربیره  داسلامي نړۍ  دځینوهیوادونو په تیره دمصر،سوريې ،اوهمداراز په بورما کې دمسلمانانو دوروستیو ناخوالوپه اړه هم تاثر ښودل شوی اودیادو هیوادونو مسلمانانوته پکې  دبري او کامیابې دوعاوې شوې.

یاد پیغام دنشر په هماغه لومړۍ ورځ  په ټولو نړیوالو رسنیوکې  ښه  انعکاس وکړ  او دمحتویاتو په اړه يې  دسپینې  ماڼۍ  او ارګ ترڅنګ  متعددو جهتونو خپل غبرګون  هم ښکاره کړ.

هغه څه چې په دغه  بیان کې  تربل هرڅه زیات  دافغانانو پام ځانته اړولی او سپینې ماڼۍ هم دهغه په اړه  خپل  غبرګون ښودلی هغه  په دې پیغام کې  دراتلونکي نظام  اوپه هغه کې دقدرت  دعدم انحصار په اړه  دطالبانو  دمشر نظر او اراده اعلانول دي.

چې دپیغام دغه برخه  په لاندې ټکیوکې  خلاصه شوې.

 ((زه يوځل بياوايم چې دواک د انحصار تصور له  موږ سره  نشته،او هرڅوک  چې له اسلام  او وطن سره  رښتینې مينه  او وفا ولري، هغه که دهر قوم او سمت وي دايې خپل ټاټوبی دی، هيڅوک يې دخپل ټاټوبي له خدمت څخه نشي محرومولی، او ډاډ ورکوو چې په ګډو هلو ځلو به په ګډه سره د خپل  وطن خدمت کوو، اوهر چاچې داشغال سره له مرستي ښکاره پښيماني ښکاره کړه خپل ورور یې ګڼو او هر کلی یې کوو.))

په پورتنیو څرګندونوکې  دعدم انحصار  اود یوه افغان شموله  نظام   په اړه خبره شوې داسې نظام چې په هغه کې به هرڅوک د اسلام اووطن دوستۍ  او له  هغوئ سره دوفادارۍ دمعیار له مخې مشارکت کولی شي او دټولو افغانانو په مشترکو هلوځلوبه دهیواد او ولس په خدمت کې سهیم ګرزول کیږي.

معمولا دچارواکو داشاني بیانونه  دتوضیحاتو په لحاظ مجمل وي او په خپل هماغه اجمال کې یوشمیر داسې نقطوته پکې اشارې کیږي چې هغه دهیواد په  ماضي ، حال اواستقبال کې په دیني ، سیاسي او ټولنیز لحاظ خاص ارزښت لري ، دهیواد په راتلونکې کې دواک دانحصار اوعدم انحصار خبره هغه حیاتي موضوع ده چې له دیني،سیاسي او اجتماعي پلوه خاص اهمیت لري.

ځکه زمونږ هیواد له تیرو دریو لسیزو راهیسې دهیواد په نظام کې دانحصاري سیاستونو داعمال له وجې له مشکلاتو سره مخ او له خپلو ګاونډیانوڅخه دانکشاف،ترقي او پرمختګ له مسیره ډیر شاته پاته دی.

اوس چې دبهرنیو یرغلګرو له اشغال څخه زمونږ دهیواد دخپلواکۍ او ازادۍ شیبې رانیږدې شوې ټول افغانان  دهیواد دخپلواکې دخوشالۍ ترڅنګ په هغه کې دراتلونکي نظام او په هغه کې دواک دتصاحب په سر له اندیښنوسره مخ دی .

داچې دطالبانو دمشر په یاد پیغام کې د واک دانحصار په اړه  دطالبانوموقف په ښکاره توروکې بیان شوی تر ډیره بریده هغو پوښتنو او اندیښنوته ځواب ویلای شي کوم چې له ځیني خلګوسره په دې اړه موجودې وې.

دواک انحصار ریښتیاهم هغه ستونزه ده چې دیوې ډلې دتصاحب په ځای دټول هیواد دتباهي لامل ګرځي ، نن چې په  اسلامي په تیره عربي نړۍ کې کوم خونړی پیښې روانې دي لامل يي همدغه دواک انحصار دی چې هالته سیاسي واک دټول ملت په ځای دیوې ډلې اوطبقې په انحصار کې وي چې دغه نامشروع انحصار په حقیقت کې هالته وضع دټول ولس دانتحارحالت ته رسولې او مونږ وینو چې د دغو هیوادونو هغه ولسونه چې پیړۍ پیړي یې یودبل ترڅنګ د ورورولي او یوالي په فضا کې ژوند سره  تیر کړی نن یودبل په لاس وژل کیږي ، کورونه يي ورانیږي او له دې سره يي په مجموع کې  دټول هیواد اسلامي ،ملي او حیاتي اقدار له تباهي سره مخ کیږي .

دغه ترخه جریانات چې په ټوله کې  داسلامي امت دناکامۍ او تباهي لامل ګرځیدلې دهیچا له سترګوپټ نه دی او دطالبانو مشر هم د خپل اسلامي او قیادي مسؤلیت له مخې  په افغانستان کې دداسي ناخولو دمخنیوي په غرض په خپل وروستي پیغام کې  دنورو موضوعاتو ترڅنګ  دهیواد دراتلونکي نظام دنوعیت او په هغه کې داسلام او هیواد دوستي معیارونو په درلودلوسره دټولو افغانانو دمشارکت په اړه خپل موقف واضح کړی دی .

اصلا دواک ترلاسه کیدل او بیا دولس دټولو عناصرو ترمنځ دهغه شریکول په هغه صورت کې ممکن دی چې په پیل کې دواک محل (هیواد) خپلواک او آزاد ي .

هماغه ده چې ددغه اساسي اصل لپاره طالبان(مجاهدین)  دهیواد دخپلواکي په سنګرونوکې له اجنبي اشغالګروسره ددفاع په مرچلونوکې قرار لري او لیري نه ده ان شاءالله  چې ددوئ دسرښندنو او قربانیو په برکت به مو ویاړلي هیواد نور دخپلواکي او آزادي په  ګاڼه وپسولل شي .

دجهاد، عزت او له هیواد څخه ددفاع په مرچلونوکې دې دټولو غازیانو اختر مبارک وي .

عبدالرحیم (ثاقب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x