نظــر

۴۲ کلونو وروسته د حکمتیار «سیاسي مبارزه»

آزاد خان

انجینر صیب ګلبدین حکمتیار د افغانستان د اسلامي نهضت له مخکښو رجالو او د جهادي پړاو له محدودو رهبرانو څخه یو ګڼل کېږي. دا دی د ده پر سیاسي وسلوالې مبارزې هم څلورنیمې لسیزې واوښتې؛ خو که په دغه ټوله دوره کې د ده د ځوانۍ او په زړښت کې دریځونه پرتله کړو، نو جوتېږي، چې د ده د ځوانۍ دریځ له اوسني دریځ سره په بشپړ ډول توپیر لري.

د اسلامي نهضت د پیل په وختونو کې، چې کله د سردار داوود خان لخوا د اسلامي نهضت غړي د یوې کودتايي طوطیې د تور له کبله یو پر بل پسې ونیول شول، نو اسلامي نهضت د یو شمېر نامعلومو کسانو پر روابطو او نامعلومو کسانو پر مشورو پاکستان ته کډه شول.

د اسلامي نهضت په دغه ګڼ کسیزه لومړي هجرت کې تقریباً ۳۰۰ تنه پاکستان ته ولاړل. د پېښور د ایف سي مشر نصیر الله خان بابر په اند له دغو کسانو څخه بیا مولوي حبیب الرحمان ده ته ورغی او د مرستې غوښتنه یې ترې وکړه؛ خو له دې وړاندې د ۱۹۷۲ کال (د اوسنیو شته معلوماتو له مخې) څخه د پاکستان د جماعت اسلامي او اسلامي نهضت ترمنځ  روابط ټینګ شوي وو او په دغو روابطو کې منهاج الدین ګهیځ او قاضي حسین احمد مهم رول لوبولی وو.

د همدغو روابطو په اساس د اسلامي نهضت لخوا یو شمېر پلاوي مولانا مودودي (رح) ته هم واستول شول. د دغو پلاوو له یوه تن غړي څخه چې له مولانا مودودي سره یې څو ځله لیکونه تبادله کړل او کتلي وو لیکوال واورېدل چې هغه مهال مولانا مودودي دوی ته ویلي وو: د خدای په پار! موږ دلته له ذوالفقار علي بوټو سره ګذاره نه شو کولای، نو تاسو به یې ورسره څنګه وکړئ؟!…داوود خان له ذوالفقار علي بوټو نه په عقیدوي لحاظ یو پر څو ښه دی…که تاسو دلته راشئ نو دا به د افغانستان یو غټ ناورین ته لاره خلاصه کړي… خپل وطن ته بېرته ولاړ شئ!!

د دې ترڅنګ د پېښور په حویلیو کې د انجینر صیب ګلبدین  او د استاد رباني د ملاتړو ترمنځ هم د اسلامي نهضت پر راتلونکيو ستراتيژيو تاوده بحثونه روان وو. استاد رباني پر سیاسي مبارزې ټینګار کاوه او انجینر صیب ګلبدین بیا پر وسله والې مبارزې ټینګار درلود. له همدغه مهاله راهیسې د نظرونو د اختلاف له کبله په اسلامي نهضت کې د ویش تاداب کېښودل شو.

اوس چې د انجینر صیب په دغه پریکړې او دریځ ۴۲ کلونه اوړي؛ حزب اسلامي (حکمتیار) یې اوس بیا له همغه ځایه پيلوي، چې استاد رباني پرې ۴۲ کلونه وړاندې ټینګار درلود! یعنې سیاسي مبارزه!!

دا چې هغه مهال او اوس د دغه بدلېدونکي ستراتيژيک دریځ تر شا د ځوان او عمر خوړلي نسلونو تفاوت دی او که بل څه، بېل بحث ته اړتیا لري؛ خو د حزب اسلامي ورونه باید په دې اړه ژور فکر وکړي، چې ولې یې پریکړې پخواني دریځونه پيکه کوي، ولې یې اوسنۍ پریکړې بیا د پخوانیو دریځونو په پرتله کم وزنه خېژي او ولې یې انقلابي شعارونه بیا په خپله د دوی لخوا ماتېږي؟؟

که څه هم دا لا تر اوسه معلومه نه ده، چې حزب اسلامي (حکمتیار) به کابل ته راشي او که نه؟ دوی به له افغان حکومت سره یوې موافقې ته ورسېږي او که نه؟

خو بیا هم د سردار داوود خان په دوره کې سیاسي مبارزه او په اوسنۍ دوره کې سیاسي مبارزه؛ د شورویانو له وتلو وروسته له ډاکټر نجیب احمدزي سره مصالحه یا روغه جوړه کول او د امریکایانو په شتون کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره روغه جوړه کول زمکه او آسمان فرق لري. په تېرو دواړو مرحلو کې سیاسي مبارزه او سوله یوه ابرومندانه لاره وه؛ خو په اوسني وضعیت کې بیا ابرومنده لاره نه ده. ان خپله د حزب اسلامي د یو مشر د وینا له مخې، چې له افغان دولت سره په اوسنیو خبرو اترو کې برخه لري: دوی د دغو مادو د کښلو پرمهال خندلې، چې که دا مادې هم حکومت ونه منلې نو…!! (اشاره یې د خپلو شعارونو په پرتله د مادو کم وزنه توب ته وو).

خو بیا هم که چیرې حزب اسلامي دغه کار وکړي، نو دا به د حزب یوه تر ټولو تاریخي ماتې وي او باید چې له خپلو هغو ملاتړو او لارویانو څخه بښنه وغواړي، چې د سردار داوود خان په دوره او بیا د شورویانو له وتلو وروسته د دوی د همدغې وسله والې مبارزې له کبله قرباني شول. د دې ترڅنګ باید په دې ضمن کې د استاد رباني له روح څخه هم بښنه وغواړي؛ ځکه حزب اسلامي (حکمتیار) اوس بېرته د استاد همغه ۴۲ کلونه پخواني دریځ ته ستانه شوي او هغه مهال یې له استاد رباني سره د سیاسي او وسله واله مبارزې پر سر اختلافات درلودل او دغه اختلافات بیا ان پر څو خپل منځي شخړو هم درېدلي وو، چې خاطرې به یې اوس هم له پخوانیو حزبیانو او جمعیتانو سره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x