شعـــــرونه

د شهید اباسین فریاد خپلې مورکئ ته!

حنظله عزيزي

مورجانې راشه اوس مې ګوره
په سپين کفن کې مې نن وکړه ديدنونه

بدن مې ټول زخمي زخمي دی
ظالم دښمن راباندې کړي ډېر ظلمونه

زخو دا ستا د زړګي سر وم
مرګي ظالم درنه جدا د عمر کړمه

په وينو رنګ تابوت کې پروت يم
خپلو جامو سره مې تور لحد ته وړينه

ژړا به نکړې قدردانې
خير که بندي د تورو خاورو درنه شومه

زړګی دې ښه صبر کړه ګرانې
په مينه ګوره له ما پاتې يادګارونه

له دې دنيا درنه پناه شوم
مورې کوو به په محشر ملاقاتونه

اوس مې راځه دې خړ مزار ته
راوړه له ځان سره غونچې غونچې ګلونه

راته دعاوې کوه ډېرې
له رب نه غواړه راته ښکلي جنتونه

د لحد غيږه کې ويده يم
په ما پراته دي پاس د خاورو انبارونه

څه نيمګړې مې شوه خدايه زندګي
ترې روان شومه په زړه زخمي زخمي
جفا وکړله مرګي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x