سامسنګ خپل د اپریټنګ سیسټم نوې بڼه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): سامسنګ له اوږدې مودې څخه خپل په شخصي اپریټنګ سیسټم کار کوي او داسې ښکاري چې کار يي وروستی پړاو ته رسیدلی وي. د سامسنګ کمپنۍ اعلان کړی چې خپل د اپریټنګ سیسټم نوې بڼه به د سپټمبر په میاشت نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي.

د سامسنګ کمپنۍ دغه ځانګړې اپریټنګ سیسټم ټایزن (Tizen) نومول شوی چې ټایزن ۳.۰ (Tizen 3.0) نومې ورژن به يي د سپټمبر په میاشت په رسمي ډول وړاندې شي. د ای ایف اې ۲۰۱۶ (IFA 2016) د ټکنالوژي نندارتون هم د سپټمبر په میاشت کې ترسره کیږي نو کیدی شي سامسنګ خپل د اپریټنګ سیسټم دغه نوې بڼه په همدې غونډې کې معرفي کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا ګیر ایس ۳ (Gear S3) به د دغې کمپنۍ لومړنی محصول وي چې دغه اپریټنګ سیسټم په کې ځای پر ځای کیږي.

ټایزن ۳.۰ پیاوړې ګرافیکي ځانګړتیاوې لري او له ۴ کې (4K) څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د سامسنګ وروستیو سمارټ تلویزیونونو لپاره یوه غوره ځانګړتیا ده.

د کاروونکو د شخصي معلوماتو او فایلونو ساتلو او مختلفو ویروسونو څخه د سمارټ فون ساتل د دغې اپریټنګ سیسټم له هغو ځانګړتیاو څخه دی چې د کاروونکو توجه جذبولی شي.

ټایزن به په عمومي ډول د سامسنګ په اغوستوونکو محصولاتو او سمارټ تلویزیونونو کې کارول کیږي. سامسنګ کمپنۍ هڅه کوي د دغې اپریټنګ سیسټم ځانګړتیاوې زیاتولو سره يي په سمارټ فونونو کې استعمال هم پیل کړي.

اوسمهال د سامسنګ Z1 او Z3 هغه سمارټ فونونه دي چې د دغې اپریټنګ سیسټم په مرسته چلیږي او هند او بنګله دیش په څیر هیوادونو کې د کاروونکو توجه په جلبولو بریالي شوي هم دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د