افغانستان

د اباسین پلار: پولیسو مې د زوی په ژغورلو کې ناغیړي کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ۱۴ کلن وژل شوي «اباسین ځاځي» پلار وايي چې امنیتي کسانو د اختطاف په ساحه کې شتون درلود خو د هغه د زوی په ژغورلو کې یې هیڅ مرسته ونه کړه.

عبد الغفور معصوم وايي چې خلکو د اختطاف کیدلو څخه سمدستي وروسته پولیسو ته خبر ورکړ چې هلک وتښتول شو، خو پولیسو یې دا خبره بابيزه وګڼله.

د هغه په خبره، امنیتي کسانو له اختطاف چیانو څخه په لسګونو متره فاصله کې شتون درلود او په داسې حال کې چې خلکو پولیسو ته په هماغې شېبه خبر هم ورکړی وه، د خلکو غوښتنې ته یې هیڅ ارزښت ورنه کړ.

ښاغلي معصوم له اریانا تلویزون سره په خبرو کې ویلي:

«کله چې يې زما زوی تښتاوه، د اختطافګرو موټر د امنیتي کسانو څخه په ۷۵ مترۍ کې وه، خلکو په سیمه کې موجودو پولیسو ته وویل چې هاغه دی هلک یې اختطاف کړ».

هغه زیاتوي چې پولیسو د خلکو غوښتنې ته په ځواب کې وویل: «برو شما بېکار ماندید».

د اباسین پلار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې لا له وړاندې داسې شکونه موجود وه چې ښايي امنیتي کسان په پيښه کې لاس ولري او اختطاف چیانو ورسره په تفاهم نوموړی هلک تښتولی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بیچاره

د پولیسو او اختطافچیانو تر منځ تفاهم نه بلکه قراردادونه تر سره کیږي. هر اختطاف چې کیږي د هماغه ټاکلي وخت لپاره اړونده حوزه/ماموریت/پوسته په هغه ځای کې د وظیفوي غفلت په توګه ځان ناګاره اچوي او د پنځو څخه بیا تر لسو دقیقو پورې اختطاف تر سره کیږي. له مایې وپوښتی چې ددې بې ناموسه حکومت او د هغه تر مخه د کرزي بې ناموسه له لاسه ماته همدا ستونزه پیښه شوې. الله دې دوی پخپل غضب ګرفتار کړي. آمین ثم آمین

ابو عمر

الله تعالى د په داسي عذاب باندي أخته كري
د د كابل امريكايي إداري غله سي اخير يي جهنم زاي شي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x