شعـــــرونه

زموږ دوران کلي اختره! (په غږ کي)

د دې پوري غره لمن کي ، د ترنک د سيند له غاړې

زموږ د وران کلي اختر ده

په ويجاړو کنډوالو کي

د سپيرو خړو کورونو

څه نري لوګي جګيږي

د سبا نغري تاوده شول

د کوچني اختر سهار دی

اسويلي اوريدل کيږي

خدايه دا به د چا کوروي ؟

د يتيم تنکۍ خبري ، په سلګيو بدرګه شوې

خپلې کونډې مورته ژاړي

چي دا ولي نه جامې لرمه موري ؟

نه نکريزي په لاسونو

نه دي سترګي زما توري

د مورکۍ يي هم له غريوه زړګی ډک شي

د زاړه پړوني پيڅکه د يتيم په مخ کړي تيره

بيا کړي خپلي اوښکي پاکي

ته به هم وايي اختره !

چي په څنګه کلي راغلم

چي خفه نشي جانانه

دلته ډيري ځوانۍ لاندي شوې تر خاورو

دلته ډير ګلونه وخواړو سيليو

دلته ډيري هيلي پاتي شوې نيمګړي

دلته ډير بچي بي پلاره شوو اختره !

دلته بوټي زموږ له وينو خړوبيږي

دلته غوښي په اورونو کي پخي شوي

دلته ډيري ځوانيمرګي ارواګانې

زموږ د ستړي ارمان سيوري ته ويديږي

خوار شول ، خوار شول اوربلونه له سينګاره

له بارودو ، له لوګيو، له غباره

دلته ډيري درنې غاړي شوي بي هاره

د خوښۍ نغمې خاموشي دي اختره

شوې د خيال او د جمال سندري ګونکې

ګوره دلته د سرونو انقلاب دی

په دې کلي کي نه لمرسته نه سهار سته

په دې چم ده د تورتم لمن هواره

نه په شونډو مسکا ښکاري نه بهار سته

هاغه بره غونډۍ ګوره

هاغه بره غونډۍ ګوره

چي پرې جوړه هديره ده

د شهيدو زلمو کور دی

په څوماتو شناختو پوري ، څوشليدلي دسملونه

ته به هم وايي اختره !

چي پرڅنګه کلي راغلم

دا اولس د زړه په وينو لمبيدلی

درديدلی ، غمځپلی

په دي کلي دي بمونه اوريدلي

په هر غولي سره اورونه اوريدلي

د دې خړکلي په مينځ کي

د جمات مينار شهيد دی

غلی غلی آذان کيږي

د جمات په يوه څنډه

د جمات پرټنډه هم بم راپريوتی

خو !

د جمات په يوه کونج کي

يوه تته رڼا ښکاري

يو امام ، څو کليوال سره راټول دي

د اختر خوشالي لمانځي

د همدې غمجن ټبر به څه اختر وي

ماشومان د جنګ له ويري چرته نه سره ټوليږي

هيڅوک نه تر سترګو کيږي

ګوره اوس هم پاس تاويږي الوتکي

د بامو په سر غومبر وهي چورلکي

خدايه نيت بې د کوم کلي د بمبار وي

چي د چا د اجل غشي به کي بار وي

ته به هم وايي اختره !

چي په څنګه کلي راغلم

نه د چا لاسونه سره دي په نکريزو

نه جشنونه نه ميلي د اخترونو

نه ټولۍ چرته ښکاريږي د ځوانانو

نه حجري شته ، نه تاوده دي مجلسونه

نه چنار شته نه په زلفو کي ګلونه

څه د توري بلا ساه په کي ختلي

څه د غم پرتم پريوتی په ديار دی

څه ويرجنه سيلۍ ګرزي پردې غولي

دا کوم ديو د ښاپيرو په حرم پروت دی

کوم ښامار مو د ارزو په زمزم پروت دی

چي خفه نشي نيکمرغه ، بختوره

خداي دي راوله راځه راځه اختره

ته دوعا کوه جانانه ، چي دا توري شپي سهار شي

وحشتونه کډي بار کړي

ماښامونه په ملامات شي

د هيواد په سپينه غيږکي

آزادۍ لکه سپوږمۍ شي

په شمله به دي اختره

ذاکر وټومبي ګلونه

————

 {mp3remote}https://ia801902.us.archive.org/11/items/zma_wran_kali_akhtara/Zakir_Akhtar.MP3{/mp3remote}

د کښته کولو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x