4th-column

له نه سړو ملک شو بلو

ویل کیږې سیکولریستان په اسلامي ټولنو کې له خورا زیاتې ځیرکتیا او چالاکې نه کار اخلې ، دبیلګې په توګه یې دلته په یوه خطرناکه  ځیرکتیا لنډې خبرې لرو ، دوی په خپلو پوهنتونو کې ځینې کسان روزي او تربیه کوې یې او هغو ته ځانګړې او درانه القاب ورکوي لکه ډاکټر فلان ، استاد او … ا

و له هغه وروسته یې دمسلمانو ټولنو د تضلیل او ګمراهي له پاره رالیږې ، په ځانګړې توګه د نویو ځوانانو او په تعلیم بوخت نسل د بیلاري له پاره یې په همدې ټولنو کې په  مختلفو برخو کې ګومارې ، لکه په پوهتنوتونو کې  داستاز په توګه ، په ورځپآڼو او مچلو کې د لیکوالانو او مدیرانو په توګه ، اویا لکه نن سبا په ویب سایټونو کې د چلوونکو او پازوالانو په توګه . 

 

ما چې زموږ په هیواد کې د ځینې سیکولریستانو چلند او کار ترمطالعي لاندې نیولی کټ مټ داپورته چالاکي پر مخبیايې  او د خپلو استادانو په لارښوونو پوره عمل کوي ، ځیني ورک او بې نومه خلک راپیدا شول او په ډیره لنډه موده کې ډاکټران ، استادان او د مختلفو موضوعاتو ماهرین ونومول شول ، او آن ځیني خو لا زموږ په منځ کې لوی شوې معلوم الحاله ډیر بې شخصیته کسان نن سبا وینو چې د ګڼو چارو د مهارت لوی لوی القاب ورسره تړل کیږې ، په رسنیو کې د دې خلکو ترشا بیخې منظم ټولې او فعالې ډلګۍ په کار بوختې دي ، کله چې یادشوی ډاکټر یا د کومې ځانګړې موضوع ماهر ! یوه خبره وتوغوې ترشا یې هغه خپل چوپړیان راپورته شي او د همدې کار له پاره د ګومارل شویو په توګه د هغه د ملاتړ او دهغه دتشهیر او لوی ښکاره کولو له پاره نارې سورې پیل کړي . 

څرنګه چې میډیا دلویدیځوال استعمار یوه ډیره مهمه ذریعه ده نو د میډیا کارمندان هغوی بیخې ډیر کاروي ، دې کسانو په راډیوګانو ، ټلویزنونو او ورځپاڼو کې یوڅه شهرت موندلی وي ، څه دا شهرت شي او څه د سیکولر د لوړو کړیو له لورې ځانګړې توجه او پاملرنه شي او بیا یې د ولس د ګمراهي او د استعمار  اهدافو ته دایل کولو په کار وګوماري .

تاسو باور وکړئ زه ځینې قلموال پیژنم چې دهغوی په لیکنو کې اوس د ولس دخواخوږې او په دربدرې باندې د ژړا خبرې اورم هک حیران ورته پاته شم ، ځکه هغوی خواران ډیره ککړه ماضي لري او بیخي بې شخصیته موجودات دي له خپلې کیډې او ځان پرته هیڅ موخه نلرې ،  که ټول هیواد خړ سیلاب وړې خو چې د ده ککرۍ ته خیر وي ولاکه چورت هم خراب کړي ، او له دې ډیرې بدې څرګندونې ما له هغوی نه پخپله اوریدلې دي خو چې اوس یې لیکنو او خبروته ګورې نو په ډیر منافقانه ډول د هیواد او ولس په غم د تمساح اوښکې تویه وي . 

دا دروغژن قلموال ولا که لاپه سیکولریزم درخبر وي او نه د هیواد او ولس په غم کې دي ، یواځې د خپل اجرت او مزدورې له پاره بوخت دي او دسیکولرسیتي اهدافو له پاره چوپړ وهي ، شپږو واړو جهاتو ته د دوی نظر یواځې په خپل جیب ده ، او دا دجوع البقر ناروغان له ډالر پرته بل هدف او غرض نه لرې اونه یې پیژنې . خو نن د لویدیځوالو سیکولریستي کړیو له خوا زموږ د ولس د ګمراه کولو او خپلو اهدافوته د ایل کولو په موخه په لوړو او غوړو القابو نازول کیږې .

 وایې  (بلو) نومی یو پیغراتی سړی و په سیمه کې یې څو هوښیار او دانسته مشران یو په بل پسې مړه شول اخر د مشرتابه له پاره څوک پاته نشو ، نو خلکو بلو خان ملک او مشر وټاکه ، د دې سیمې یوه خورلڼه په لرې ځای کې واده وه،  یو وخت یې ورور پوښتنې ته ورغی هغې د کور او سیمې په اړه پوښتنې ورنه کولې ، ورور یې خبره د بلوخان تر مشرکیدلو ورته راورسوله ، هغه هوښیاره خورلڼه په ژړا شوه او ورورته یې وویل چې بلو ملک شوی دی نو په کلې کې به دوايې او کار سړی نه وې پاته ، ځکه د سړو له نشتوالې بلو ملک شوی دی ،او وروسته د همدې خورلڼې خبر متل وګرځیدله او ویل کیدل به: له نه سړو ملک شو بلو . اوس زموږ په هیواد کې هم بلو ډوله یاران د ډاکټر ، استاد، دسیاسي چاروماهراونورو …. القابو یادول کیږې او اصلي موخه هغه د سیکولریستي کړیو چالاکې ده چې مخکې یې موږ یادونه وکړه . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د