افغانستان

لاریون کوونکي: د اباسین قاتلین دې اعدام شي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د کابل ښار اوسیدونکو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د اباسین ځاځي قتل نه بخښونکی او اسلام ضد عمل وبللو او عاملینو ته د اشد مجازات غوښتنه یې وکړه.

دغه لاریون کوونکي چې شمېر یې سلګونه و، د کابل ښار په عبدالحق څلور لاري کې راټول شوي وو او د شعارونو په ورکولو سره یې د اباسین ځاځي د قاتلینو د اعدام غوښتنه کوله.

دوی هغه شعارونه چې له ځان سره یې لېږدول لیکلي وو: «اشرف غني او عبدالله، که اباسین ستاسو زوی وای، څه مو کول؟»، «موږ د نا امنۍ، بې عدالتۍ، ظلم او وحشت څخه ستړي شوي یو»، «قاتلین باید اعدام شي، د اباسین ځاځي قاتلین د هېواد د اینده قاتلین دي»، «بې کفایته مسوولین دې ګوښه شي».

لاریون کوونکو له ګډ حکومت څخه وغوښتل چې د اباسین قاتلین اشد مجازات «اعدام» کړي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې تښتونکو د پلازمېنې کابل د اتمې حوزې اړوند کارته نو سیمې څخه څوارلس کلن اباسین ناڅرګندو کسانو وتښتولو، د وخت په تېریدو یې ترې ګوته پرې کړه او بالاخره څو ورځې وړاندې یې و واژه.

که څه هم پولیسو په دې وروستیو کې د اباسین د قتل په تور ۱۲ کسان نیولي دي، خو د اباسین پلار حاجي عبدالغفور معصوم وايي چې پولیسو د اباسین په ژغورلو کې ناغېړي کړې.abasin protest 2

هغه وايي چې خلکو د تښتونې څخه سمدستي وروسته يې پولیسو ته خبر ورکړ چې هلک وتښتول شو، خو پولیسو یې دا خبره بابيزه وګڼله.

د اباسین پلار چې نن په خپله په لاریون کې موجود و، په لمدو سترګو محض دومره وویل چې «د اباسین قاتلین دې اعدام شي»، د هغه غونی نور ډک او خبرې یې وچې شوې.

د اباسین تره محبوب ځاځي چې په نننۍ لاریون کې شریک وو، وویل چې یواځې د اباسین قاتلینو ژر اعدام د دوی کورنۍ راضي کولای شي: «د ملي وحدت له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده چې دغه قضیه ژر تر ژر وڅيړي. ثبوتونو ډیر دي. عاملین باید اعدام شي».

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د اباسین په قضیه کې یې ۱۲ کسان نیولي دي. «د ملي امنیت د ادارې په همکارۍ مو ۱۲ کسان چې دې قضیې سره یې تړاو درلود، نیولي دي. دا اوس د عدلي او قضايي بنسټونو کار دی چې هغوی ته څه ډول جزا ورکوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجي صاحب عمر

شهيد اباسين جان
په ليدو د زيات غمجن شم زره مي دردمند شي
الله تعالى د ستا قاتلينو باندي
او هغه چا باندي چي د ستا فه وژلو كي شركت كري
جهنمي عذاب را نازل كري
دنيا او أخرت كي يي ذليل آو شرمنده كري
الله تعالى د ستا پلار حاجي عبد الغفور ته
د ستا په عوض لس نور صالحه دينداره زامن وركري
اللهم آمين

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x