ټکنالوژي

فیسبوک په لومړی ځل له سنپ چټ (Snapchat) څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): فیسبوک د کاروونکو د شمیر او په ورځنی ډول د فعالو کاروونکو شمیر له نظره مشهور پاڼو او اپلکیشنونو ته ماتې ورکړې وه خو اوس خپله فیسبوک هم ماتې وخوړه.

په دې وروستیو کې د سنپ چټ (Snapchat) نومې اپلکیشن د کاروونکو شمیر په ډیره چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو دی. اوس د سنپ چټ کاروونکي په ورځنی ډول ۱۰ بیلیونه ویډیوګانې ګوري او په دې ډول دغه اپلکیشن فیسبوک ته په ماتې ورکولو بریالی شوی.

په زړه پورې خبره دا ده چې د سنپ چټ د کاروونکو شمیر تر دې دمه له ۱۰ میلیونو څخه لږ څه زیات دی خو دغه کاروونکي بیا د ویډیو په کتلو کې توانیدلي د فیسبوک یو بیلیون کاروونکو ته ماتې ورکړي.

فیسوک کاروونکي خپل اسټیټس ډیر نه اپډیټ کوي او له خپلو ملګرو سره د ویډیو او تصویرونو په شریکولو کې هم ځانګړې دلچسپي نه لري.

فیسبوک له یوې مودې څخه د سنپ چټ اپلکیشن د ځان لپاره تر ټولو ستر خطر ګڼي. سنپ چټ اپلکیشن تیر کال وتوانید د بې شمیره کاروونکو توجه جلب کړي او ځانګړی شهرت ترلاسه کړي.

یوازې یو کال په موده کې د دغې اپلکیشن د کاروونکو ویډیو کتل له ۲ بیلیونو څخه ۱۰ بیلیونو ته اوچت شو په داسې حال کې چې فیسبوک د نومبر په میاشت اعلان کړی و چې د فیسبوک کاروونکي په ورځنی ډول ۸ بیلیونه ویډیوګانې ګوري.

فیسبوک په دې وروستیو کې دغې اپلکیشن ته ماتې ورکولو لپاره نوی اپلکیشن کاروونکو ته وړاندې کړ خو بیا هم د سنپ چټ د پرمختګ مخه يي ونشو نیولی.

هیره دې نه وي چې په ۲۰۱۳ز کال کې مارک زکربرګ هڅه وکړه چې د سنپ چټ اپلکیشن د ۳ بیلیونه ډالره په بدل کې وپیري خو بریالی نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x