نړۍ

برازیل: ماشوم خپل د ټولي کورنۍ د وژلو وروسته انتحار کړی

نن ټکی آسیا: یوه برازیلي ماشوم خبل د ټولي کورنۍ غړي ووژل، او بیایی وروسته په مدرسه کي ځان باندي ډزي وکړي، او ځان یې وواژه.

د برتانوي اخبار ډیلي میل د خبر سره سم یوه ماشوم په برازیل کي خپل مور او پلار، انا، د مور امه د تیري دوشنبې په ورځ په خپل کور کي ووژل، او بیا د خپل یو ملګري سره په ارامه مدرسې ته ولاړ، او هلته یې پوره ورځ تیره کړه، او وروسته یې په ځان ډزي وکړي.

د نوموړي هلک پلار (۴۰ کلن) په پولیسو کي ضابط وو، هغه په خپل بستر کی په وینو کي غرق پروت وو، او پر سر یی ډز ورکړه شوی وو، او مور يې په پولیسو کي ۱۶ کاله کار کړی وو، هغه هم وژل شوی وي، او په بله خونه کي پړ مخي پرته وه.

د هلک انا (65 کلنه ) او د مور امه (55 کلنه) یې د کور په بله حصه کي هره یوه په خپله بستره کي وژل شوې وه.

هلک وروسته خپل د پلار په توفنګچې خپل پر سر ډزي کړی وې، او د مدرسې په لیري حصه کي هغه هم مړ وموندل شو، او خپل د مدرسې په بکسه کي ورسره یوه بله توفنګچه هم پرته وه.

د کتونکو په وینا داسي مالومیږی چي ماشوم د یوې امریکايي کیسې څخه متأثره سوی وو، په کوم کي چي یو امریکايي خپل د کور ټول غړي د خوب په وخت کي په خپلو خپلو بسترو کي وژني.

د هلک یوه ملګري ویلي چي هغه به همیش ده ته ویل چي غواړي خپل د کور ټول غړي ووژني، او په دې توګه به دی یو ماهر قاتل جوړ سي.

toy guns

باید وویل شي چي په غربي او هندي فلمونو او روایاتو کي اکثره یو قاتل، غل او لوچک سړی د یو هیرو په توګه انځوریږي، او د کور څخه تیښته، مور او پلار وژل، په مخدره موادو روږدېدل، په چټکه توګه ډیري پيسی پیدا کول، د ښځو او انجونو سره عشق او زنا ته وده ورکول او نور داسي غیر انساني سلوکو انځورګري کیږي، او د ټولني هغه ټولي بدو کړني داسي انځوریږي چي د هر انسان پر عاطفې او احساساتو تاثیر کوي.

په دغو فلمونو او کیسو کي انځور شوی کردار تر هغو بد کارونه کوي تر څو چي د یو مشکل سره نه وي مخامخ شوي، او کله چي مخامخ شي، نو بیا توبه وکاږي، او هرڅه خیر او خیرت وی، چي په دې توګه د یوه اروا پوه په وینا ماشومانو او ځوانانو ته دا پيغام ورکوي، چي تر هغو هر څه کوه، تر څو چي په وسه پوره وي، او هرکله چي مشکل راغلی، او یا دي عمر زیات سو، او ډیري پیسی او ښه هوسناکه ژوند دی تیر کړ، بیابه توبه وکاږي، او هرڅه به خیر وي، نه به په دنیا کي څوک حساب درسره کوي، او نه به اخیرت کي کومه جزا او حساب وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x