نړۍ

حلب کې بمباريو له شپږ سوو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د سوريې په شمال حلب کې د روسي او سوريايي الوتکو په بمباريو کې له تېرو دوو ورځو راهيسې له دوو سوو زیات کسان وژل شوي او شاوخوا څلور سوه نور ټپيان دي.

حلب کې د الجزيرې خبریال عمر الحلبي وايي، چې د حلب شاواخو سيمې له تېرو دوو ورځو راهيسې د سختې بمبارۍ لاندې دي، سلګونه خلک اوس هم په خپلو نړېدلو کورونو کې بند پاتې دي او د سيمې زرګونو کورنيو خپل کلي او کورونه پرېښي دي.

د حلبي په وينا روسي او سوريايي الوتکو حلب کې له تېرو دوو ورځو راهيسې پر هغو سيمو لسګونو ځل ناتاره بمبارۍ کړي، چې د جبهة النصره او نورو جهادي ډلو تر واک لاندې دي.

عربي رسنۍ د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې په دغو بمباريو کې تر اوسه له دوو سوو زيات ولسي وګړي وژل شوي او شاوخوا څلور سوه ټپيان دي او که خلکو له سيمې هجرت نه وای کړی، نو د مرګ ژوبلې کچه به له دې هم څو چنده زياته وه.

وړمه ورځ د روسي او سوريايي الوتکو په بريدونو کې د نورې ولسي مرګ ژوبلې ترڅنګ روغتونونه او د خيريه مرستو د موسسو ودانۍ هم نړېدلې وې.

د بشري حقونو سوريايي اداره وايي، چې په دغو بريدونو د ډاکټرانو او نرسانو په ګډون پنځوس تنه وژل شوي وو.

د روانو بمباريو او بريدونو له امله حلب ښار تقريبا ټول ويجاړ شوی، ډېری ولس يې يا وژل شوی او يا يې خپل کورونه پرېښي دي.

د حلب جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او نورې ټولنيزې ادارې تړل شوي دي.

سيمه کې د الجزيرې خبريال وايي، چې حلب او شاوخوا سيمو کې بشري ناورين رامنځته شوی، طبي مرکزونه او روغتيايي مرستې د نشت برابر دي او په ګڼو ځايونو کې ډاکټران د روغتونونو پر ځای په تشو ځمکو د خلکو او ټپيانو درملنه کوي.

تر اوسه د بشري مرستو ټولنې هڅه کوي، چې په نړېدلو ودانيو بند خلک راوباسي، په داسې حال کې، چې وړمه ورځ د بشري مرستو د ټولنې پنځوس غړي د جنګي الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

انا لله و انا اليه راجعون
نن په امت ډيره سخته ورځ ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x