ولي د شهید اباسین د پر وخت ژغورلو هڅه ونشوه ؟!

نن ټکی آسیا – سرلیکنه:
وړمه ورځ خبري رسنیو په کابل کې د اباسین شهید د تښتوونکو د نیولو خبر ورکړ.
د اباسین شهید د پلارد څرګندونو له مخې نوموړی دری میاشتې وړاندې په کابل کې د پولیسو په مخکې سړي تښتوونکو اختطاف او تر دریو میاشتو پوري یې له ځان سره وساته.
د اباسین پلار په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې زوي یې سړي تښتوونکو دهغوی د کورله ساحې څخه په داسې حال کې وتښتاوه چې امنیتي کسانودهغه په ۷۵ مترۍ کې شتون درلود اوخلکو په سیمه کې موجودو پولیسو ته وویل چې هاغه دی هلک یې اختطاف کړخو پولیسو یې په اړه هیڅ اقدام ونه کړ.
د اچې د شهید اباسین پلار یومتنفذ شخص دی خامخا به یې د خپل زوی د تښتول کیدو خبره تر لوړپوړو امنیتي چارواکو، پارلماني وکیلانو او کابینې پوري هم رسولې وي ، خو له دې هرڅه سره سره یې بیاهم زوی د اختطاف چیانو په لاس کې پاتې ترڅو یې هغوی په بیرحمې سره وځوروي ، ګوتې تري پریکړې اوبیايي په شهادت ورسوي.
پوښتنه دا ده چې ولي د اړوندې ساحې پولیسو په لومړۍ ورځ د اباسین د ژغورلو په اړه بي تفاوتي غوره کړه ؟
ولي په مجموع کې کشفي او امنیتي ارګانونو، وکیلانواود کابینې غړیو ونه غوښتل په دری میاشتني مهلت کې اباسین شهید د سړي تښتوونکو له منګولو وژغوري؟
ولي امنیتي ځواکونو د اختطافچیانو د نیولو لپاره د شهید اباسین ترشهید کولو وړاندې اقدام ونه کړ؟
امنیتي ارګانونو چې نن د یاسین شهید تښتوونکي ونیول ښکاره خبره ده چې هغوی پرون هم دا توان درلود چې اختطاف چیان ونیسي مګرد ځینو پټو معاملو ود نوموړي په تښتونه کې د ځینومعلوم الحاله کړیو د ښکیلتیا له مخې یې نه غوښتل چې د یاسین شهید په ژوند کې د هغه تښتوونکی ونیسي.
دا ښکاره خبره ده چې په هیواد په تیره کابل ښار کې د اختطافچیانو او نورې مافیايې ډلې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له حمایت او مرستې پرته په هیڅ صورت هیڅ ډول جرمي فعالیت نشي ترسره کولای.
اباسين شهيد لومړنی اختطاف شوی ماشوم نه دی چې د خپل ځان د وژل کیدو دردوونکی پیغام په خپله خوله خپل پلاراو کورنۍ ته لیږي؛ بلکې ترهغه وړاندې هم په لسګونو تنکي ځوانان، تجاران او نورمظلوم انسانان د سړي تښتوونکو لخوا تښتول شوي ، او بیا د اباسین په څیرپه وحشت وژل شوي دي.
ګډ حکومت چې خپله د دې حکومت د کابینې او پارلماني وکیلانو په اعتراف سره د اختطافچیانو، مخدره توکو د قاچاقبرانو، په مالي فساد ککړو(غلو) او حرفوي وژونکو او نورو مافیايي ډلو یوه مجموعه ده اصلي جوړښت او تشکیل یې د دې لپاره شوی چې افغان ولس په دغه ډول ځوروونکو پیښو وځوروي.
که دا خبره نه وي ولي د هغوي د مؤظفو ساحوي پولیسو په مخ کې ماشوم تښتول کیږي او دوي یې په اړه هیڅ غبرګون نه ښيي.؟
داچې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي دارګ او د دفاع وزارت په خوله کې د وسله والو طالبانود بریدونو مخه نشي نیولای دا به مونږ ورسره ومنو چې دا بریدونه په ډیر مهارت عیار شوي وي چې د دوی امنیتي او کشفي ارګانونه یې د مخنیوی توان نه لري.
داچې د نظام په داخل کې په سلګونو ملیارده ډالرد لوړ پوړو دولتي چارواکو لخواغلا کیږي او دولت يي مخنیوی نشي کولای دا به هم د امریکایانو فساد وبولو چې هغوی خپله له دولتي چارواکو سره په دغو غلاووکې ګډ دی ځکه یې دحکومت عدلي او قضايي چارواکي په مخنیوي کې عاجز دي.
داچې په هیواد کې د مخدره توکو د تولید او قاچاق کچه کال په کال لوړیږي اود مخدره توکو او کورنیو چارو وزارتونه یې په مخنیوي کې عاجز دي د دې لامل به هم د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د خارجي ځواکونو د پوځي قومندانو ښکیلتیا وبولو چې داخلي ځواکونه دهغوی د الوتکواو نقلیه وسائطو د تفتیش او کتنې واک نه لري.
خو داچې په کابل کې د یاسین شهید په څیر معصوم تنکي ځوانان په رڼا ورځ د انسان تښتوونکو له لوري تښتول کیږي ، د اختطاف خبره یې ترکابینې او پارلمان پوري هم رسول کیږي او هغه وخت یې په اړه اقدام کیږي چې کله هغه په وحشیانه ډول په شهادت ورسول شي.
په دې جنایت کې پرته له دې چې خپله همدا دولتي لوړ پوړي چارواکي او امنیتي ارګانونه ښکیل نه وي بله هیڅ توجیه نشي لرلای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د