fbpx

د اسلام دویم خلیفه عمر فاروق (رضي الله عنه) له یوې ښځې نه څه واوریدل؟

کتاب: سیرة عمر بن عبد العزیز
ژباړه: م. حمد الله (دانشمـــند)

عمر فاروق (رضي الله عنه) د خپل خلافت پر مهال امر وکړ چې باید نور له شيدو سره اوبه ګډي نه کړئ.

یوه شپه یاد خلیفه (رضي الله عنه) د مدینې (منورې) په یوه څنډه کې تېرېدی، ناڅاپه یې د یوې ښځې غږ واورېد، چې و خپلې لور ته یې کړه:

” الا تمذقین لبنک فقد اصبحت”

ژباړه: ولي له شیدو سره اوبه نه ګډوې، خو داده سبا شو.

لور یې ور غبرګه کړه:

“کیف امذق و قد نهی امیر المؤمنین عن المذق

ژباړه: (مورې!) څنګه یې ور سره ګډي کړم؛ خو امیر المؤمنین له یادې کړنې منعه کړې.

هغې ورته وېل: پرې ګډي یې کړه، خلکو له وړاندې لا له خپلو شيدو سره اوبه ګډي کړې ، امیر المؤمنین څه خبر دی.

لور یې ورته وویل: “ان کان عمر لا یعلم فاله عمر یعلم، ما کنت لافعله و قد نهی عنه.”

ژباړه: (مورکۍ) که امیر المؤمنین مو په حال نه دی خبر، د هغه الله؛ خو مو ویني، ځه داسي کار نشم کولای، چې هغه (رضي الله عنه) ترې  منعه کړې.

یاد خلیفه (رضې الله عنه) یې ټوله وینا واورېده.

كله چې سبا شو، هغه (رضي الله عنه) خپل زوی (عاصم) را وغوښت، ورته ویلې: اې زویه! ولاړ شه و پلانکۍ سيمي ته هلته د داسې صفاتو څښتنه نجلۍ ده پلټنه یې وکړه.

عاصم (رضي الله عنه) ولاړی، ناڅاپه یې هاغه نجلۍ و مونده (د کومې چې پلار  ورته سپارښتنه کړې وه)، د “بنې هلال” له ټبر سره یې ټړاو لاره.

نوموړي خلیفه (رضی الله عنه) ورته ویل: اې زویه! ولاړ شه  هغه په نکاح کړه، فکر کوم یو داسي ځيرک او نامور ماشوم به راوړي، چې د ټولو عربو مخکښه څېره به وي. هغه ولاړی (د پلار د سفارښتنې مطابق یې) له نوموړې نجلۍ سره نکاح وکړه، له هغې نه یې یوه لور (ام عاصم) و زېږېده، هاغه “عبد العزیز” د “مروان” زوی په نکاح کړه، هغې د “عمر” (ابن عبد العزیز) په څېر داسي یو زمری دنیا ته راوړ، چې د تاریخ حافظه د هغه (رحمه الله) په سپېڅلو کارنامو رنګینه ده.

[المصدر: سیرة عمر بن عبد العزیز: ۱/ ۳۲] ـ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
# یادونـــــــــــــــــــه:

له نوموړې ریښتنې کیسې نه لاندې لارښوونې تر لاسه کولای شو:

(ا) – د پېر او پلور له څیزونو سره بل شی خلطول (ګډول) نا سم کار دی.

(ب) – ناوړه کار یواځې د الله پاک له وېري باید پرېښودل شي.

( ج) – په ناروا او ناوړه کړنو کې د مور او پلار هم باید پیروي و نشي.

(د) – د پلار په غوښتنه یو روا کار تر سره کول چاته د بري ویاړ ور بښی.

(ه) – یو څوک باید د ازدواج (کوژدن) پر مهال د نجلۍ دیانت او تقوی ته لازمه پاملرنه وکړي.

(و) – د نېکې او صالحې ښځې سره نکاح کول د نیک او صالح اولاد لامل کېږي.

(ز) – شرعي امیر ته د هغه په غیاب هم باید له ستاینې ډک نوم وکارول شي.

(ح) – د اصلاح په نیت د چا څارنه باک نه لري….

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د