داسې خلک هم شته چې اختر مبارکي په پیسو خرڅوي

copy of eid mubarak
نن ټکی آسیا: په ټولنیز ژوند کې د اختر په ورځ ماشومان تر خپلوانو او ګاونډیانو ژر ځان رسوي، تر څو اختر مبارکي ورکړي او په مقابل کې د هغوی د تنګو تنګو جیبونو څخه یو څو پیسې راووزي او پر دوی تقسیم شي.

یوازې ماشومان نه، حتی ځوانان هم د خپلو مشرانو او لویانو کرم ته په دې ورځ په تمه وي او د اختر سوغات (اختري) ته سترګې په لار وي.

خو په مطبوعاتي ژوند کې دا لومړی ځل دی چې یوه افغان خبري ویب پاڼه د اختر مبارکۍ په بدل کې د خپلو لوستونکو او مینه والو څخه د اختر د سوغات غوښتنه کوي.

دا ویب پاڼه د افغانستان درست ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکوي، او د روژې د قبلیدو او خوشحاله اختر دعا ورته کوي، خو دا چې نور څه وايي؟ نه ده معلومه..

ځکه چې د مبارکۍ پیغام پاتې برخې ته قلف لګیدلی، او چې کلیک پرې وکړې، وایي پیسه پينک تماشه دیک.. پیسې راکړه او زما د اختر مبارکۍ نور پیغام وګوره.. او دا یې نه دي لیکلي چې دوی اوس د خپل اختر د سوغات لپاره څومره پیسې غواړي.

د افغان اسلامي اژانس ټولو ګرانو کارکوونکو ته دې زمونږ له خوا هم نیکمرغه کوچنی اختر د زړه له کومې مبارک وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د