افغانستان

د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدنې د پېښور بازارونه خراب کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدو د پېښور ښار په سوداګرۍ ژور اغېز غورځولی دی.

ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې سوداګرو خپل ډیری مشتریان/ګیراکونه د لاسه ورکړي او د هغه سیمو چې افغان مهاجرین په کې مېشت و، د کورونو او دکانونو کرايې راښکته شوي دي.

د نبي خان په نوم د کُرمې ایجنسۍ اوسیدونکی چې په بورډ بازار کې د استعمال شوو جامو دکان لري، ورځپاڼې ته ویلي چې د پېښور څخه د افغان مهاجرینو تګ د دوی په عاید مستقیما اغېز غورځولی دی.

هغه ویلي چې «زما زیاتره مشتریان افغانان و، پخوا مې د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ ډالرو (پنځه زره څخه تر شپږ زره کلدارو) پورې روپۍ ګټلې چې اوس ۱۵ ډالرو (یو نیم زر کلدارې) ته راښکته شوي دي».

د نبي په باور د پېښور د ښوونځي تر پېښې وروسته ډیری افغانانو له دې کبله چې د ثبت اسناد یې نه درلودل، د نېول کېدو له ډاره ښار پرېښودو او افغانستان ته ولاړل.

د ګل محمد په نوم یو بل تن چې د پېښور اسلامیه کالج سره نېږدې دکان لري هم د خپل کاروبار په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې اوس د ورځې ایله پنځه ډالرو «۵۰۰ کلدارې» په اندازه سودا کوي.

ګل محمد په وینا ټول مشتریان/ګیراک يې افغانان دي او د پېښور د ښوونځي تر پېښې وړاندې یې تر ۵۰ ډالرو (۵زره کلدارې) هم ډيرې پیسې ګټلې.

د پېښور ښار د سوداګرو اتحاديې رییس شوکت الله په وینا یواځې په صدر بازار کې له ۳۰ تر ۳۵ سلنو پورې سوداګر افغانان دي.

هغه د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو د ګټو او زیانونو په اړه ویلي چې د مهاجرینو بېرته ستنېدنه به په بازارنو اغېز وغورځوي خو په عین حال کې به سیمه‌ییز سوداګرو ته یو څه ګټه هم ولري.

د شوکت الله په وینا د دکانونو کرایې به ښکته شي چې ورسره به سوداګرو ته ګټه ورسیږي: «زما په باور د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدنه به په بازار ډير ستر اغېز ونه وغورځوي».

پر دې سربېره د افغان مهاجرینو بېرته ستنېدل به د ډيری هغو سوداګرو چې د کورونو د خرڅولو او کرایه ورکولو کاروبار کوي، له ستونزو سره مخ کړي. ایکسپریس ټریبیون وايي چې په حیات اباد کې افغان مهاجرین له ۱۵۰ (۱۵زره کلدارې) تر ۳۵۰ (پنځه دیرش زره کلدارې) ډالرو پورې د کور کرایه ورکوي او د دوی وتل به د کورونو کرایې خورا ښکته کړي.

د ممتاز خان په نوم د معاملاتو رهنما ورځپاڼې ته ویلي چې له کله هم افغان مهاجرینو خپل کورونه پرېښي د دوی عاید ورسره خورا کم شوی دی.

«هغه کورونه چې افغان مهاجرینو ته په ۱۵۰ ډالر (۱۵زره کلدارو) ورکول کېدل اوس ځايي اوسیدونکو ته له ۹۰ تر ۱۲۰ ډالرو (۹زره تر ۱۲زره کلدارو) پورې ورکول کیږی».

د پېښور د ښوونځي تر پېښې وروسته د پاکستان حکومت د افغان مهاجرینو په نیولو او ځورولو لاس پورې کړ او له همدې کبله ډيری افغان مهاجرین اړ شول چې پاکستان پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x