نظــر

حکمتیار دې په طالبانو ځان نه ښاخۍ کوي

مجاهد قلموال

حکمتیار کابل ته را روان دی، له اشرف غني سره په ټولو خبرو توافق شوی، خبره یوازې دې ته پاته ده چې په کابل کې کومه ځمکه د حکمتیار په واک کې ورکړل شي تر څو ورباندې یوه بل شمشتو آباد کړي. خو داخبره ځکه یو څه قریب المحاله معلومیږي چې په کابل د داسې دواب الارض واکمني نه ده راغلې چې کومه ځمکه یي بې څښتنه پرې ایښي وي، ما خو څلور کاله وړاندې لا د ځمکو د غصب په اړه په یوه تحلیلي راپور کې دا عنوان لوستی و چې : در کابل زمین  نمانده.

یعني په کابل کې د سیاف، حاجي ممتاز،امان الله ګذر،الله ګل مجاهد او نورو څخه کومه داسې ځمکه نه ده پاتې چې بل څوک یي غصب کړي، د کابل د تنظیمي جنګونو په مهال خو حکمتیار د لوګر سقاوې دښتې ته نقشه جوړه کړې او په دوآتشه حزبیانو یي نومرې ویشلې وې، خو کیسه هغه وخت نیمګړې شوه چې طالبان د وردګو له تنګي راووتل  او حکمتیار یي د عینک په لاره  سروبي ته واړاوو.

نو خبره مې دا کوله چې حکمتیار د خپل سیاسي ژوند په تر ټولو شرمیدلي دریځ ولاړ دی،۴۷ کلنه مبارزه یې د یوه احتمالي شهرک پر غوښتنه پای ته رسیدلې، د جوانان مسلمان له پوهنتوني مبارزو نیولې، بیا د دحزب اسلامي تر پراخ فعالیت،کمپونو،لیسو،تصنیفاتو، هماهنګۍ او امریکا ضد جهاد پورې ټولې خوارۍ د یوه شهرک د ترلاسه کولو په  موخه ابته شوي دي. حکمتیار د جان کیري په اتڼ ورګډیږي او زموږ د کلي لالو ماما ورته له وړاندې سندره جوړه کړې ده چې کسر یي څه داسې دی: یو شهرک یي ورکړ لیلا ولاړه له خندا سره. . .

د همدې ستر او فاجعه بار سیاسی قمار په ترڅ کې حکمتیار ددې په ځای چې خپل مخ اوسترګې په نقاب کې وپوښي او له خپلو همسنګرو مجاهدینو او مبارزینو د شرم احساس وکړي، د ناځوانۍ اوج یي دادی چې بالمقابل په خپلو پرونیو عقیدوي ملګرو او همسنګرانو بد او له کینې ډک مطبوعاتي وارونه هم کوي.

نن مې د حکمتیار د ګوند رسمي ویب پاڼه خلاصه کړه، په ویب پاڼه کې چې لومړی خبر په مخه راغی او ډیر یي ودردولم هغه د تکړه او خدای پال مبارز مرحوم انجنیر عبدالله ګل ریان صاحب د وفات په اړه د حکمتیار  د مطبوعاتي اربکیانو چرندیات و چې په خپله رسمی ویب پاڼه کې یي لیکلي و.

حکمتیار او انجنیر ریان  صاحب د یوه عمر خلک و، دوی دواړو په کابل پوهنتون کې د کمونیزم په ضد مبارزه کړې وه، او تر خپل منځ یي ځکه نږدې شناخت درلود چې حکمتیار هم اصلا د غزني له قره باغ سره تعلق لري. انجنیر ریان صاحب به ویل چې کله د کمونیستانو له زندان څخه خلاص شوم او پیښور ته لاړم، لومړنی کس چې پوښتنې ته مې راغی حکمتیار و او په همدې مجلس کې یي راته پیشنهاد وکړ چې په غزني ولایت کې د حزب ولایتي مسؤل شم. مګر ما ته چې د حکمتیار انحصاري فکر او یکه تازي د پوهنتون له وخته معلوم و، همیشه په دې فکر وم چې حکمتیار به د بل هر کار او فعالیت لپاره وړ شخص وي، مګر د مشرتابه لپاره هیڅکله مناسب نه دی، نو ځکه ورسره په حزب کې شامل نه شوم.

انجنیر ریان صاحب له هغه مهال د کمونیزم، فساد او بیا امریکایي یرغل په وړاندې خورا پاک او سپیڅلې مبارزه وکړه، داسې مبارزه چې په دې لار کې یي پرته له سختیو، مشقتونو، غربت ، تنګلاسۍ او بي کورۍ پرته بل هیڅ هم ونه لیدل. انجنیر ریان صاحب خو نه د افغانستان په کوم ښار کې د یوې لویشتې ځمکې خاوند شو او نه یي په پاکستان کې د خپل ملکیت کور او جایداد وموند، نه خو د موټر او تجارت خاوند شو او نه یي ددنیا او سرمایې د حصول کوم بل شوق وکړ.

نوموړی له څلویښت کلن انقلاب څخه پاک او سوچه راووت، او اوس چې ۶۳ کلنۍ ته رسیدلی و، نو همیشه یي دا ویل چې نور د ژوند په ځای مرګ ته ترجیح ورکوم، او دا خوښوم چې له الله تعالی سره وصل شم،ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په همدې عمر له دنیا رحلت کړی و، همدا و چې الله تعالی یي دا ارمان ورپوره کړ، د سرطان د ناروغۍ له امله په داسې حال کې چې د علاج لپاره له کویټې څخه لاهور ته روان و د ډیره غازي خان په سیمه کې د مرګ پرښته ورته راغله  او روح یې ترې قبض کړ. انالله وانا الیه راجعون.

خو ناځوانه او د جان کیري په میلمستیا مست حکمتیار ددې په ځای چې ددې پاک او سوچه مجاهد په وفات یي یوه د غمرازۍ اعلامیه صادره کړې او یا اقلا چوپ پاته شوی وای، په ډیره ناترسۍ یې په خپله پاڼه کې دانجنیر ریان صاحب دوفات په اړه خپل دودیز درواغ دوړولي او خپل طبعي حقد او کینې یي نندارې ته وړاندې کړې.

حکمتیار د خپلو ښکاره او بربنډو درواغو په ترڅ کې په ډیره بي شرمۍ لیکلي چې انجنیر ریان د طالبانو د رهبري شوری غړی و، په پیښور کې مړ شو، په داسې حال کې چې انجنیر ریان کله هم د طالبانو د شوری غړی نه دی پاته شوی او نه په پیښور کې وفات شوی دی.

ورپسې یي لیکلي چې انجنیر ریان یوه لویه مدرسه درلوده او د افغانستان جګړې ته یي خلک روزل چې ډیر نامتو طالبان دده له مدرسې فارغ شوي دي. کذاب حکمتیار ته دې معلومه وي چې د انجنیر ریان مدرسه یا ښوونځی یوازې څلور صنفه دی چې له ۱۲ کلن د لوړ عمر شاګر په کې نشته، دغه مدرسه یي تیر کال تأسیس کړې وه چې سږ پسرلی یي دوهم درسي کال پیل شو.

ورپسې حکمتیار دا هم ویلي چې د طالبانو د مشرانو مرموز مرګونه ډیر شوي او دملامحمد عمر مجاهد له مړینې وروسته په اختلافاتو اوښتي او ځیني خلک وایي چې په دې مرګونو کې د آی ایس آی لاس دی.

دلته یي په ښکاره درواغو سربیره په خبرو کې تناقض هم ښکاره شوی ځکه د لیکنې په سر کې د انجنیر ریان د وفات لامل سرطان مرض ښودلی مګر په پای کې یي خبره د آی ایس آی تر لکۍ غوټه کړې، هغه ای ایس آی چې حکمتیار یي دا څلویښت کاله د یارانې ویاړ لري، هغه آی ایس آی چې حکمتیار یي دافغانستان د تیر جهاد او حتی داود خان له وخته د افغانستان د تخت یوازینی متصدي باله او له حکمتیار پرته یي بل هیڅ افغان ته هم دغه حق په رسمیت نه پیژاند.

ماته دافغانستان د هغو مبارزینو له جملې چې داود خان په وخت کې پیښور ته تللي و، یوه کس وویل چې په پیښور کې دمبارزینو اوسیدل که دنورو مجبوریت و، مګر حکمتیار سم پوخ د آی ایس آی په دام کې لویدلی و، یوه علامه یي داوه چې له نهضت سره د پاکستان د توافق او مرستې یو اساسي شرط دا و چې نظامي مسؤلیت به همیشه د حکمتیار په لاس کې وي.

حکمتیار چې د زرغون کنفدارسیون تر نامه لاندې  غوښتل د افغانستان پنځه زره کلن وجود د پاکستان برخه وګرځوي، عجیبه داده چې نن طالب ته د پاکستان د غلامۍ پیغور ورکوي، که تاریخ پریږدو په دې نږدې میاشتو کې څه وشول؟ موږ چې څه ولیدل هغه داو چې طالبانو دپاکستان په غوښتنه مذاکرات په ټینګو ټکو رد کړل مګر حکمتیار نه یوازې ومنل بلکې د سرتاج عزیر په فرمایش یي دخپل څلویښت کلنې مبارزې هیرولو او تاریخي تنزل ته هم ملا وتړله.

په داسې حال کې چې حکمتیار د خپل څلویښت کلنو مبارزو ملګرو په حق کې جفا کوي، د سیف الدین نصرتیار، انجنیر حبیب الرحمان، ډاکټر عمر، طالوت موحد، شهید جهادوال اونورو  سپیڅلو شهیدانو په پاکو ارمانونو پښې ږدي، د هجرت په کمپونو کې د زرګونو شهیدانو سپیره قبرونه تر شا پریږدي او د جان کیري د لاس جوړ  رژیم ته د تسلیمۍ اورمیږ ټیټوي. دا به د طالبانو او نورو مجاهدینو شرافت او خپل سړیتوب وي چې په دې سړي یي تراوسه کوم تعریض یا مطبوعاتي انتقاد نه دی کړی. او که یي دا موضوع یاده کړې نو په ډیر ادب یي یوازې ورته مشوره ورکړې.

مګر ناځوانه حکمتیار له همدې شرمیدلي موقف څخه هم مطبوعاتي وارونه کوي، د مجاهدینو په اړه له کینې او درواغو ډکې لیکني کوي چې د حزب ویب پاڼې او فیسبوکي لیکنې یي نغد شواهد دي.

حکمتیار ته زما مشوره داده چې خپل حد وپيژني،که دی دا فکر کوي چې په دې پوچو تبلیغاتو به مجاهدین بدنام کړي نو دا خوب دې جان کیري ته ووایي. د حق ډیوه چې بي بی سي او د غلامۍ راډیو په خپلو پوکیو خاموشه نه کړه، دغه  ډول نوه کي او بګیل ګوډاګیان خو ورته کله هم زیان نه شي رسولی.

حکمتیار دې خبر وي چې دده په اوسنی ذلیل ، سرټیټي او عبرتناک موقف پنډ پنډ کتابونه لیکل کیدای شي او هره زاویه یي دومره نه توجیه کیدونکي او له تناقض څخه ډکه ده چې هاد چا خبره عیبونه اونقدونه ورباندې برسیره راځړیږي.

په داسې حال کې که د واقعي او د کفر په خلاف په مبارزه بوختو نه ماتیدونکو مجاهدینو زړونو ته نیښ وروړي او حقپال قلمونه په ځان پسې راویښوي نو د ګټې په ځای به یي یوازې تاوان کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید احمد

لیکوال صاحب، خدای دې اجر درکړي. شهادت په کاپي پېسټ روانه ده. پورته خبر چې ته پرې غوسه شوی یې، د تاند څخه کټ مټ را اخېستی او په خپله پاڼه یې خپور کړی دی.

ابو عمر

سه فرق نه كوي الله د اجر وركري سي موژ ته يي معلومات راورسول
حكمتيار صاحب به هم فكر فري وكري
كيداي شي الله تعالى هدايت ورته وكري
زكه متل دي
دوست به د وجروي او دشمن به د وخندوي

محمود جان

یاره په قلم او لاسو دی برکت شه ! که دی او ناپوه پلویان یی شرم ولری نو هیڅ کله به د سپیڅلی جهاد کلمه په ژبه رانه وړی ځکه چی ددوی وفا له جهاد او شهیدانو سره د جان کیری په دولت کی داخلیدل دی.

بابر خان

لیکوال جانه!!! ستا لیکنه هم دیره بی مزې ده، له یوې خوا وایي چي حکمتیار صاحب خپل ۴۰ کلن جهاد او مبارزه پلوري (څلویښت کلن جهاد) او له بلې خوا بیا وايي چي حکمتیار صاحب څلویښت کاله د اي ایس ای غلامي کړي او په لومه کې یی وه. لدي معلومیږي چي تاسو دا خپل شخصی صلاحیت بولې چي د چا مبارزي ته په اسانئ د جهاد یا هم د غلامئ نو ورکړئ، لکه تر لږه خو ځانته د طالبانو خدای په جات لیکوال ولیکي نه ازاد لیکوال یا هم حقپال، که حکمتیار ۴۰ کاله غلامي کړي نو دا په… نور لوستل »

په کابل اوپيښور کې حزب یو دی

بابر خانه نورڅنګه یې ؟
دغه خوب دي جان کیري ته بیان کړه
ته خو هم دپیشو له ………….. توپ جوړوې دا چوکۍ یار حزب ته ګوره او دجنوب ،جنوب شرق ،ختیځ او شمال ختیځ ترلاسه کول وګوره خپله لیونی یې که دي په موږ دلیونیانو فکر کړی دی؟

جمیل احمد

بابرخان وایی : « د حکمتیار صاحب په راتګ سره به هغه ټول حزبیان چي تیر ۱۴ کاله بیدون له کوم دلیله د طالبانو په لیکو کې جنګیدلي نور له تاسو را جلا شي … » — صایبه ! ما خو د طالبانو په لیکو کې څه چې ستاسی حزبیانو پخپلو لیکو کې هم تراوسه داسی څوک نه دی لیدلی چې ټوپک په لاس جهاد ته یی ملاتړلي وي ، په دا ۱۴کاله کې خو فقط دغه د شهادت ویبسایټ دروغ اپلوډ کوئ بل خو مو څه نه دي کړي ، که بیا هم یو څو کسان لرئ او هغه… نور لوستل »

غوربندی

بابر خان صیب تاسو ته سلامونه او احترام دلته د شهیدانو بحث نه ده مطرح او نه هم اوسنی حزب اسلامی کی د شهیدانو د وراثت ظرفیت پاته ده. زما یو استاد دی پخوانی مجاهد او حزب اسلامی ته منسوب ده ، کله ناکله کابل کی د حزبیانو گردهمایی گانو کی برخه اخلی، یوه ورز می په لفافه کی ورته وویلی چی ستا حضور ددی دله گانو منز کی خوند نه راکوی ده ویل خبره دی سمه ده زه چی هر زل د دوی دعوت په جواب کی ورشم نو حزب او مشرانو ته یی په تجمعی شکل د زره… نور لوستل »

بابر خان

ملګرو تاسو ته باید روښانه کړم چې برعکس د ملګرو له تور نه زه حزب اسلامي، طالبانو یا هم افغان حکومت پورې تړلی نیم، یوازي او یوازي کافي ده چي ماته خطاب کې ((حزب الله غړی)) ولیکی! له هغو پورتنیو ملګرو نه چي منطقي دلیل یی وړاندې کړي هغه چي هر څوک دي تري مننه! لیکن هغو لیکوالو ته چې ځان هر چا پسي تړي مهم ندي او ترخي او ښکنځل کوي باید ووایم چي دوي یوازي د حزب شیطان غړي کیدای شی او بس ځکه خو حدیث شریف کي هم راځي چې د منافق یو له خواصو داده چي… نور لوستل »

افغان

بابرخانه ، ستاسی تبصره هم د مغزو په خای له ګیدی جوړه کړی ، لمړی خو حکمتیار ۴۰کاله ټول د الله ج په لیار کی جهاد نه دی کړی ، مګر هماغه کلونه چه دی مخصل وو ، او بیا پاکستان کی تر هغی یی په خپلو افغانی مادی امکاناتو یی جهاد کولو مونږ هم ورسره وو کله چه امریکایانو د افندی او مجددی په مشری سکولر ګوندونه جوړ او هغوی ته به یی بی شمیره وسلی او پیس ورکولی ( زه پيشاور او د حزب سلامی غړیتوب څه چه د حزب په ډیرو ځانګړو ځایو کی مو کار کولو… نور لوستل »

pattang

یاره بابر خانه خبرې خو دې دېره بې منطقه ډي : وروره څوک چې داشغالګرو له فاسدو مذدورانو سره او دالري غلا مانو سره د يوو غټ مجاهد په نوم او صفت لکه حکمتيار صیب راځي اوپه مړو سترګو دالر خوري او هېواد دقدرت لپاره خرڅه وي هغه مجاهد نه بلکې لوی ځناوردی ! ۴۰ کاله جهاد وکړه خو بیا دالرو ته په ګونډو شه !! داخو داسې مالوميږي چې جهاد دقدرت لپاره وو نه دخدای لپاره !! او بله خبره هغه څوک چې له طالبانو سره جنګيږي هغه حکمتيار ته بيرته نه ورځي ! او کوم مجاهدين چې د… نور لوستل »

ضمیر

ټولو ته سلامونه ځه نه حزبی یم نه هم ورسره کومه مینه لرم خو یقین وکری له الله ویرژم د چا باره کی څه بغیر له پو ره تحقیق نه ولیکم ځه حیران یم دغه کسانو ته چی نن ټکی اسیا کی لیکنی کوی یا هم تبصری کوی دوی کی اکثره کسان چی ګورو بلکل له ربه ویره نلری داسی خبری کوی چی ګمان د راشی دوی نه مرګ لری نه هم احوالو کی یی تغیر راتلای شی له همدی ځایه د خپل جنتی توب او د نورو جهنمی توب اعلانوی داسی فکر کوی چی دوی به تر اخر عمره… نور لوستل »

محبت خان

بابر خانه هغه حزبیان چې تیر ۱۴ کاله د طالبانو په لیکو کی جنګیدلی، خامخا په قناعت سره یی جهاد کړی خپلی وینی قربانی کړی لاسونه اوپشی د الله په لار کی پرې شوی، دوی په هیڅلکه له حکومتیار سره لاړ نشی، بلکی په کلک عزم به جهاد ته دوام ورکوی. هغه چې له د سره کابل ته راځی هغه ټول کورسۍ طلبي دی، چې ځینی لا پخوا له ارغندیوال ، سباون، قاضی امین ، قطب الدین هلال سره د کورسیو د لاسته راوړو په موخه کابل ته راغلی وه او خواران ټیت سرونه کله یوی درګا ته او کله… نور لوستل »

افضل خان

بابريه د الله لپاره جنګېدونکي حزبيان به هيڅکله په اربکيار صاحب پسې لاړ نه شي، همدا اوس د تنظيم محصلين غړي پر اربکيار بد وايي، د حزب ټول غړي يو شی نه دي، چې نعوذ بالله خپل مشر ته د پېغمبرۍ درجه ورکړي، داسې خلک په کې ښه ډېر دي، چې د مشر اطاعت يوازې تر هغه وخته مني، تر څو چې د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي، خو کله چې د جان کيري او اوباما اطاعت شروع شي، بيا نو کيسه بدله ده.

انجیتر کریم له فرانسی

زه د بابر صاحب سره دا خبره منم چه څوک باید له سره خط نه تیریږی یعنی کنځل او ناروا توهین دی نه کوی چه اسلام منع کړی یعنی له افراط دی څوک کار نه اخلی ، مګر تفریط کول هم حرام دی ، دا چه مونږ په لیدلو سترګو ورته ګورو چه حکومتیار صاحب او د هغه ورپاتی د هلال او بهیر سلامی حزب علنی او باوری تسلیم شو یعنی د اشغالګرو سره یی د هغوی د کفر کلمه شعوری یا غیر شعوری وویلوه او ومنله او بیا هم ورته مونږ په بخوانی نیمه جهاد اوس هممجاهد او جهادی… نور لوستل »

حنیف

انترنیتی ورونو او مجاهدینو! تاسو ولی دوخته نه مخکی حکمونه او فتواگانی صادروی؟ او حکمتیار پسی مو راخیستی، کله چی کابل ته راغی بیا ورپسی خپلی فتواگانی شرو کری، او چی یو سه کی درته پوره مالومات نه وی نو هسی دخیتی نه خبری مه کوی، گناهگاریگی ورباندی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی دسری لپاره همدومره دروغ بس دی چی سه اوری او بی له تحقیق یی نورو ته ورسوی، دحکمتیار صوتی خبری نه چا اوریدلی او نه یی کوم ویدیویی پیغام لیدلی چی زه کابل ته زم. او تاسو شرو کری چی داسی دی او داسی، تاسو… نور لوستل »

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx