ټکنالوژي

ایچ پي (HP) خپل نوی کروم بک معرفي کړ (تصویرونه)

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): ایچ پي کمپنۍ اعلان وکړ چې نوی کروم بک جوړوي. د ایچ پي دغه نوی ماډل کروم بک ۱۳ (Chromebook 13) نومول شوی او له پخوانیو ماډلونو سره ډیر توپیر لري.

د دغې کروم بک جوړولو لپاره د ایچ پي او ګوګل کمپنۍ په ګډه کار کوي. دغه کروم بک کې د المونیم استعمال، ۳۲۰۰*۱۸۰۰ ریزلوشن لرلو سره ۱۳.۳ انچه +QHD ډسپلې او یوازې ۱۲.۹ ملي متره پنډوالی لرل د دغه کروم بک له ځانګړو ځانګړتیاو څخه دي.

دغه کروم بک کې ډیر لوړ کیفیت لروونکی د Bang & Olufsen اسپیکرونه ځای پر ځای شوي او یوازې ۱.۳ کیلو ګرامه وزن لري کوم چې دغه کروم بک د غوره محصولات په کتار کې ودروي.

ایچ پي کمپنۍ اعلان وکړ چې دا لومړنی کروم بک دی چې د اینټل کور ایم (Intel Core M) د پروسېسر شپږم نسل څخه ګټه پورته کوي. د اینټل کمپنۍ د پروسېسر شپږم نسل تر دې دمه یوازې د اپل په مک بک کې لیدل شوی و.

دغه کروم بک ۱۶ ګیګابایټ رېم لري او د USB Type-C ځانګړتیا هم لري. ۴۵ واټ وړتیا لروونکې بیټرۍ دغه کروم ته د ۱۱.۵ ساعتونو لپاره د چارج ساتلو وړتیا ورکوي او د USB-C پورټ په چټک چارجیدو کې ورسره ډیره زیاته مرسته کوي.

د دغه کروم بک له تولید څخه وړاندې خرڅلاو پیل شوی او بیه يي یوازې ۴۹۹ ډالره ټاکل شوې چې د ټکنالوژي کارپوهانو په وینا ډیره ټیټه ده.

default (1) default (2) default (3) default (4) default (5) default

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x