افغانستان

خيبر ايجنسۍ کې د افغان کډوالو دوکانونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکو پېښور ښار ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ باړه سيمه کې د افغان کډوالو دوکانونه او سوداګريز مرکزونه تړلي دي.

د پاکستان «د نيوز» انګريزي ورځپاڼې د خپل راپور له مخې ليکلي، چې له باړې وروسته، به په لنډي کوتل او تور خم کې هم د افغان کډوالو کوم دوکانونه، هوټولونه، سوداګريز مرکزونه او دفترونه دي د چارواکو له لوري به تړل کيږي.

لنډي کوتل کې د عامه اړيکو د دفتر يو چارواکي رسنيو ته ويلي، چې امنيتي ځواکونه دغه دوکانونه ځکه بندوي، چې دوی افغان سيمونه پلوري.

د سيمې يو شمېر اوسېدونکي او افغان کډوال وايي، چې افغان سيمونه خو به د ګوتو په شمېر کسانو پلورل، مګر هوټلونو او نورو دوکانونو کې خو سيمونه نه پلورل کيږي، نو چارواکي نور دوکانونه ولې تړلي.

خيبر ايجنسۍ قبايلي سيمه کې د افغان کډوالو دوکانونه په داسې حال تړل کيږي، چې د خيبرپښتونخوا حکومت او ځايي خلک وايي، چې له کوم وخته افغان کډوال خپل هېواد ته روان شوي، د پاکستان پر اقتصاد يې منفي اغېز کړی دی.

افغان کډوال په پېښور، نوښار، مردان، اټک، کامره او نورو سيمو کې ستر سوداګريز مرکزونه، دوکانونه او هوټلونه لري او له تېرو دوو کالو راهيسې، چې پاکستاني چارواکو د افغانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی، ګڼ افغان سوداګر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې تر څنګ پاکستاني دوکانداران او د سيمې خلک دا هم وايي، چې د افغانانو له ستنېدو سره بازارونه ساړه شوي او د پخوا په پرتله يې اقتصاد هم خراب شوی دی.
د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو شتون د پاکستان په ګټه دی، پر پاکستان يې هېڅ بوج نه شته او که حکومت يې پر ضد له تاوتريخوالي لاس وانخلي د پاکستان پر اقتصاد ناوړه اغېز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x