افغانستان

د وارداتي برېښنا بيه ۲۵٪  زياته شوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې د وارداتي برېښنا بيه ۲۵٪ سلنه زياته شوې ده.

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي نن په کابل کې رسنيو ته وويل، چې افغانستان له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ايران څخه برېښنا په ډالرو پېري او هېواد کې يې په افغانيو پلوري.

توحيدي خبري کنفرانس ته وويل، چې تېر کال د افغانيو په مقابل کې د ډالرو د لوړېدو له امله برېښنا شرکت اتلس ميليونه ډالر زيان کړی دی.

د توحيدي په وينا افغانستان لپاره د وارداتي برېښنا هر کيلو واټ په نهه سنټه تماميږي او اوس د برېښنا د هرې افغانۍ په لګښت کې ۲۵ پوله زياتوالی راغلی دی.

تېر ۲۰۱۵م کې يو ډالر په څه باندې ۵۸ افغانۍ پلورل کېده او اوس يو ډالر په ۶۸ افغانۍ پلورل کيږي، چې دې سره د اړتيا وړ موادو بيې هم لوړې شوي دي.

وحيدالله توحيدي زياته کړه، چې د برېښنا بيې يوازې په وارداتي هغې کې زياتې شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د هېواد د اړتيا له مخې اويا سلنه برېښنا له ايران، تاجکستان، ازبکستان، او ترکمنستان څخه راوارديږي او چارواکي هڅه کوي، چې د هېوادوالو د اړتيا له مخې د وارداتي برېښنا کچه نوره هم زياته کړي.

افغانستان کې د برېښنا شرکت له ګڼو اړخونو له ستونزو سره لاس و ګريوان دی.

تېر ژمي کې، چې د بغلان ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وې،  کابل ته د غزېدلې برېښنا مزي په دغه جګړه کې پرې شوي وو.

امنيتي ځواکونو پر طالبانو تور لګاو، چې دغه مزي دوی پرې کړي، مګر ځايي اوسېدونکو، د بغلان مدني ټولنو او طالبانو ويل، چې دا مزي امنيتي ځواکونو پرې کړي او له يوې مياشتې زيات وخت د کابل برېښنا پرچاو وه.

د برېښنا شرکت شکايت کوي، چې لوړپوړي حکومتي چارواکي، قوماندانان او زورواکي لوړ مصارف لري او د برېښنا بېلونه نه ورکوي.

تېره مياشت هم برېښنا شرکت د يوې اعلاميې له لارې له خپلو قرضدارانو غوښتي وو، چې خپل بېلونه ادا کړي او د بلونو په نه ورکولو په صورت کې به يې د برېښنا مزي پرې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x