افغانستان

بلخ: د اربکي قومندانانو خپلمنځي جګړه کې ۹ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۵): د بلخ ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اربکي قومندانانو تر منځ جګړه کې ۹ کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې پېښه د کشندې ولسوالۍ اړوند په سوخته کلي کې د جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوندونو اړوند د دوه اربکي قومندانانو تر منځ رامنځته شوې ده.

د کشندې ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال رحمت شاه د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د دوه غیرمسوولو وسله‌والو ډلو تر منځ جګړه شوې ده.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ امر سمونوال عبدالرزاق قادري هم د پېښې پخلی کړی خو ویلي يې دي چې پېښه تېره شپه د کشندې ولسوالۍ په باختري سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د د اربکیانو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو عبدل او عبدل اياز د وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

د قادري په وینا په جګړه کې نهه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

عبدل او عبدل ایاز د جمعیت اسلامي او جنبش ملي اسلامي ګوندونو قومندانان دي. دغه ډلو تر منځ د جګړو خبرونه وخت پر وخت ورکول کیږي.

په وروستیو کې د دواړو ډلو تر منځ د عکسونو د لګولو پر سر نښتې وشوې چې مرګ ژوبله یې هم درلودله او ستونزه د جنرال دوستم د عکس په لګولو ختمه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

په ډیر معذرت سره:

په پښتو کې وایی چې خوله په ممیز مه آموخته کوه او …. په ….

دا د پرون ورځې وحشي سپي چې نن په لیوانو بدل شوي پرته له وژنې ګوزاره نشي کولای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x