نړۍ

ترکيه کې موټر بم چاودنې ۲۳ تنه ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې سرحدي ولايت غازي انتپ ښار کې د پوليسو پر مرکز موټر بم بريد دوه پوليس افسران وژلي او له شلو زيات يې ټپيان کړي دي.

د غازي انتپ والي وايي، چې په ټپيانو کې ۱۹ پولیس او څلور ولسي وګړي دي.

په دغه چاودنه کې يو پوليس ځای پر ځای وژل شوی او بل په روغتون کې د ټپونو له امله ومړ.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، مګر له تېرې اوږدې مودې راهيسې کردي ياغيان او داعش ډله د ترکيې په ګڼو سيمو کې چاودنې او بريدونه کوي.

موټر بم د پوليسو مرکز ته څېرمه په داسې ځای کې شوی، چې دغه سيمه کې د ګڼو حکومتي چارواکو کورونه او دفترونه موجود دي.

سي ان ان ترک تلويزون وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه او تر څو کيلومتره لرې يې غږ واورېدل شو.

له چاودنې وروسته سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې او سيمه کې ډزې هم اورېدل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x