شعـــــرونه

لوړخیالونه

فضل الرحیم بلال

لوړ خیالونه به اخر په دام کې راشي
دا سخت زړونه به دکاڼي هم فناشي

چې دې لاره و زړګي ته دحق نه وي
دا حسرت به درته خاورو کې پیداشي

چې په حسن کې دګل په شان ښایسته وي
تش کالبوت به یو وخت پاته او تالا شي

چې دې نه وي پرخیال څرک د ایمان ګوره
توره شپه به درته کله بیا سبا شي

د دنیا شهوت یې تل په سر اخیستی
خو اخر به درنه پاتې دا دنیا شي

د ایمان مشال دې بل پرزړ ګي ساته
چي بلاله ورسره اعمال صفاشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x